د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۱۰

افغانستان

د افغان ژورنالېستانو خوندیتوب کمېټې په پکتیا کې د رسنیو پر ستونزو غونډه کړې

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې په پکتیا ولایت کې د رسنیو پر ستونزو له ولایتي چارواکو سره خبرې وکړې.

د دې کمېټې د ټویټ له مخې په دې غونډه کې د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې د رسنیو او حکومت د یوې ګډې تنظیموونکې کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ.

د افغان ژورنالېستانو دغه اداره وايي، دا ګډه کمېټه به د هغو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، چې محلي رسنۍ ورسره مخامخې دي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې ګڼې رسنۍ له محدودیتونو سره مخامخې شوې دي.

په تازه مورد کې د هلمند ولایت ژورنالېستان د تصویري او ویډیويي راپورونو له جوړولو منع شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې

د طالبانو د ادعا له مخې د عوایده عمده برخه د ډبرو سکرو له اړخه ده.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په پیل کې د افغانستان صادرات یو میلیارد شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به نور هم زیات شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری صادرات پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته کېږي، چې سکاره، جوار، پنبه او ممیز په کې شامل دي.

دا ادعا په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له جدي بحران سره مخ شوی او د کانونو د غیر مسلکي استخراج او د ډبرو سکرو د ډېر صادراتو په اړه هم انتقادونه کېږي.

طالبانو په دایکندي کې افغان خبریال 'سیف الله رضايي' خوشې کړی

سیف الله رضايي

طالبانو افغان خبریال سیف الله رضايي تر څو ساعته بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.

سیف الله رضايي د نسیم په نوم د یوې راډیو سره کار کاوه.

د دغه افغان خبریال یوه همکار د موضوع د حساسيت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې سیف الله رضايي د شنبې په ورځ د دایکندي په مرکز نیلي کې د 'ګل بادام' له چوک سره طالبانو وواهه او بیا یې له ځانه سره یووړ.

تر دې پېښې څو ساعته وروسته نسيم راډيو په خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړ چې سیف الله رضايي د دایکندي لپاره د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ د رييس په منځګړتوب خوشې شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه شوې

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د ډبلیو ایف پي د مرستو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، که روانه اپرېل کې ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به له لکونو زیانګالو سره خپلې مرستې ودروي.

د دې ادارې مشر ډېوېډ بېسلي ویلي چې له زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي پيسې نه لري.

د ډبلیو اف پي د مشر په خبره د مجبوریت له مخې یې تر اوسه پورې د خپلو مرستو اندازه پنځوس فیصده کمه کړې چې څلور میلیونه خلک یې متاثره کړي دي.

کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن شنبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۶ اورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.

په افغان لوبغاړو کې وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشیدخان ۵۷ منډې وکړې.

د سریلانکا لپاره مالشا تریپاټي ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

که څه هم سریلانکا د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل کړی و، خو د خلیل احمد د غوره توپ اچونې پر مټ یادې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په۳۱ اور کې له لاسه ورکړل او ۱۸۲ منډې یې وکړې.

د سریلانکا لوبډلمشر شیون ډانیال ۶۷ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې خلیل احمد ۵، فریدون داودزي ۲، کامران هوتک او ګلزار خان یوه-یوه وېکټ واخیسته.

خلیل احمد د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سیالۍ کې د نعمان شاه پر ځای محمد هارون خان د افغانستان لوبډلمشري کوله.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به سبا د اپرېل په دویمه نېټه ترسره شي.

اماراتو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ۳۸ ټنه مرسته استولې

د بدخشان په جرم کې د وروستۍ زلزلې له کبله د یوه نړېدلي کور انځور

متحده عربي اماراتو پرون جمعه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته ۳۸ ټنه طبي او خوراکي مرسته واستوله.

دا خبره د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام اعلان کړه.

د افغانستان د تېرې اووني په زلزله کې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې و، لږترلږه ۱۳ تنه مړه او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل شول.

طالبان: تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغانان خوشې شوي

ارشیف: د پاکستان په یوه زندان کې بندي افغانان

د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دې وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت وايي، په پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي.

له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ډېری برخه یې په کراچۍ کې بندیان دي.

اوتانبایوا: د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د رییس الوزرا د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس اوتنبایوا دغه راز وویل، ملګري ملتونه په دې برخه کې هڅه کوي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

د نږدې شلو میاشتو په تېرېدو لا هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې په ځلونو ویلي، له طالبانو سره د تعامل لپاره اصلي شرط د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت دی ځکه په دې موده کې د افغان ښځو کار، زده کړې او ټولنیز فعالیتونه محدود شوي او طالبانو هم د دې محدودیتونو د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن له سریلانکا سره سیالي لري.

لوبه له ماسپښین وروسته د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.

په مخکینۍ لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.

خو افغان لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې خوړلې وه.

افغان کرکټ لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې دی چې درې لوبې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

ورپسې بنګله دېشۍ لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم ځای کې قرار لري.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه: طالبان دې د سیمه‌ییزو رسنیو ځپل ودروي

انځور - ارشيف

دغې کمېټې نن جمعه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې پرېږدي په بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو خپل کار ته ادامه ورکړي.

د دې راډیو له مسولینو څخه يو تن چې د موضوع د حساسیت له کبله يې نه‌غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي، د تخنیکي همکارانو له‌خوا په سهوي ډول د موسیقۍ له خپرېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د دې راډیو نشرات بند شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د «صدای بانوان » راډیو د تړل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل چې، دا راډیو د طالبانو د حکومت د نشراتي قوانینو د پرله‌پسې سرغړونو له امله تړل شوې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د صدای بانوان راډيو په ٢٠١٤ کال کې جوړه شوې او شپږ کارکوونکي لري.

ایران شل تنه نور افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي

د ايران او افغانستان ترمنځ پوله

د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې ویلي، دغه بندیان طالب چارواکو ته په زرنج ښار کې سپارل شوي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې، څه وخت دا کسان سپارل شوي دي.

د دې ریاست په خبره، دا افغانان د زاهدان له زندان نه خوشې شوي دي.

په وروستیو څو اوونیو کې په لسګونه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG