د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۹

نړۍ

ترکيه کې بيا زلزله شوې

ترکيه کې د زلزلې د سيمې يو انځور
ترکيه کې د زلزلې د سيمې يو انځور

د ترکیې هغه سیمې چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې، بیګا بیا زوروې زلزلې لړزولي دي.

بیګانۍ زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور بلل شوې ده.

دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ترکیه او سوریه کې د دوه اونیو مخکې شوې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولسمشرټرمپ: "د ایران لپاره وخت په ختمېدو دی، ښه ده چې ډېر ژر اقدام وکړي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ایران ډېر وخت نه لري او که ژر له متحده ایالاتو سره د هوکړې لپاره اقدام ونه کړي، له دې هېواد څخه به "هیڅ هم پاتې نه شي".

هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشیل کې په یوه لنډ بیان کې ولیکل:
"د ایران لپاره وخت په ختمېدو دی، ښه ده چې ډېر ژر اقدام وکړي، که نه له هغوی څخه به هېڅ هم پاتې نه شي. وخت ډېر حیاتي دی!"

ولسمشرټرمپ د دغه بیان له خپریدو څو دقیقې وروسته له اکسیوس خبري ویب سایټ سره په یوه ټلیفوني مرکه کې خپل ګواښ بیا تکرار کړ او ویې ویل: "وخت د ایران لپاره په ختمېدو دی".

هغه خبرداری ورکړ چې که د ایران حکومت د توافق لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو "ډېر سخت ګوزارونه" به پرې وشي.

اکسیوس د ولسمشرټرمپ له قوله لیکلي چې ویلي یې دي: "موږ غواړو توافق ته ورسېږو. هغوی لا تر اوسه هغه ځای ته نه دي رسېدلي چې موږ یې غواړو. یا باید هغه ځای ته ورسېږي، یا به سخته ضربه وویني، او هغوی دا نه غواړي."

ټرمپ زیاته کړه چې که ایران غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، متحده ایالات به پردې هیواد "له مخکې څخه ډېر سخت" برید وکړي.

دوو امریکایي چارواکو هم ویلي چې تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د "وضعیت خونه" کې د خپل ملي امنیت له لوړپوړي ټیم سره غونډه وکړي، څو د احتمالي پوځي اقدام انتخابونه وڅېړي.

په فارس خلیج کې د کړکیچ د دوام له امله د تیلو بیې بیا لوړې شوې

په فارس خلیج کې د جیوپولیټیکي ترینګلتیاوو د زیاتوالي او د انفلاسیون د فشارونو د دوام په اړه د اندېښنو له امله، د نړۍ د انرژۍ په بازار کې د تیلو بیې لوړې شوې دي.

د برنټ تیلو د یوه بیرل بیه د دوشنبې په ورځ په ۱،۲ سلنه زیاتوالي سره له۱۱۱ امریکایي ډالرو څخه لوړه شوه او د امریکا د لوېدیځ ټېکزاس انټرمدیټ اومه تیلو بیه هم ۱ سلنه پورته شوه او د یوه بیرل بیه یې څه باندې ۱۰۸ ډالرو ته ورسیده.

کارپوهان په هرمزتنګي کې چې د نړۍ بازارونو ته د تیلو لیږدولو یوه ستراتیژیکه لاره ګڼل کیږي، د ګډوډۍ له امله نړۍ ته د عرضه کیدونکو تیلو د محدود پاتې کېدو په اړه خبرداری ورکوي.

دوی اټکل کوي چې که په هرمز تنګي کې چې د نړۍ د تیلو شاوخوا ۲۰ سلنه سوداګري له همدې لارې کیږي، محدودیتونه دوام ومومي، ښایي د تیلو بیې تر دې هم لوړې شي چې ورسره به په اروپاکې انفلاسیون نژدې لس سلنه لوړشي.

د هند د پوځ د لوی درستیز هغه ګواښ چې پاکستان به له جغرافیې لرې کوي د اسلام اباد کلک غبرګون پارولی

د هند د پوځ لوی درستیز
د هند د پوځ لوی درستیز

د هند د پوځ د لوی درستیز ګواښ چې پاکستان به له جغرافیې لرې کوي د اسلام اباد کلک غبرګون پارولی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار دا خبرې «لیونتوب او جنګ غوښتنه» بللې او ویلي یې دي چې له جغرافیې حذفول به دوه اړخیز وي او پراخ عواقب به ولري.

د هند د پوځ مشر جنرال اوپندرا دویویدي د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان داسې کار وکړي چې هند بیا سندور عملیاتو ته اړ باسي څه غبرګون به وښيي؛ وویل چې «پاکستان به له جغرافیې لرې کړي.»

جنرال اوپندرا ویلي چې «که پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند ضد فعالیتونو څخه لاس وانخلي نو تصمیم دې ونیسي چې غواړي په جغرافیه او تاریخ کې پاتې شي که نه.»

هند او پاکستان څو واره لویې او خونړۍ جګړې کړي.

هند تېر کال مې میاشت په پاکستان باندې توغندیز بریدونه وکړل.

هند هغو بریدونو ته د «سندور» عملیاتو نوم ورکړ.

هندي پوځ هغه عملیات د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ هندي ملکیانو د وژنې په غچ کې وکړل.

د پهلګام د سیمې برید د لشکر طیبې ډلې وکړ چې هند وايي د پاکستان له ملاتړ برخمنه ترهګره ډله ده.

قالیباف د چین په چارو کې د ایران ځانګړی استازی ټاکل شوی

د ایران د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف د چین په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د ایران تسنیم خبري آژانس د باخبره سرچینو له قوله خبرورکړی چې نوموړی د ایران د ولسمشرمسعود پزشکیان په وړاندیز او د سترمشرایات الله مجتبی خامنه یي په تایید پردغه دنده ګومارل شوی دی. ویل شوي چې نوموړی به د ایران او چین ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې همغږي رامنځته کوي. د راپورونو له مخې تردې مخکې دغه دنده د ایران د ملي امنیت سلاکار علي لاریجاني چې د مارچ په اولسمه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ووژل شو، مخته وړله. قالیباف د اپریل میاشتې په یولسمه او دولسمه د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د امریکا د مرستیال ولسمشرجې ډي وینس په مشرۍ پلاوي سره خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوله. دغو خبرو کومه نتیجه ورنکړه خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکیچ له دوام سره، نافذ شوی نازک اوربند هم دوام لري.

امریکا د روسیې د تیلو پرصادراتو معافیت پای ته ورساوه

د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې د روسیې د تیلو د صادراتو هغه لانجمن معافیت پای ته ورساوه چې په موقت ډول یې د هند په څیریوشمیرهیوادونو ته اجازه ورکوله چې له روسیې تیل وپیري. د امریکا د خزانې وزارت د شنبې په ورځ دغه اعلان وکړ. په دغه اقدام سره پرروسیې د امریکا لګول شوي بندیزونه بیرته نافذیږي.

دغه معافیت د ایران د جګړې او په هرمزتنګي کې د نړیوالې انرژۍ د ګډوډیدو د اغیزو د کمیدو لپاره کارول شوی او څوځلې تمدید شوی و. د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کیدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې لوړې شوې او د یوه بیرل بیه یې له سل ډالرو اوښتې.

بلغاریايي سندرغاړې دارا د یوروویژن د ۷۰مې سیالۍ ګټونکې شوه

بلغاریايي ښځینه سندرغاړې دارا د خپلې خوښۍ ډکې سندرې "بانګارانگا" په وسیله د شنبې په ورځ، د غویي ۲۶مه، د یوروویژن د ۷۰مې دورې ګټونکې اعلان شوه.

په سږنۍ سیالۍ کې اسرائیل، چې ګډون یې د غزې د جګړې له امله پراخ جنجالونه او سیاسي بحثونه راپورته کړي وو، دویم مقام خپل کړ.

یوروویژن چې معمولاً د اروپا د پاپ موسیقۍ، رنګارنګه کلتورونو او تفریح یو لوی جشن ګڼل کېږي، سږ کال د غزې د جګړې له امله له بې ساري فشار او کړکېچ سره مخ شو.

د اسرائیل د ګډون پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې، د هسپانیا، ایرلنډ، هالنډ، ایسلنډ او سلوانیا ملي نشراتي شبکو په دې سیالۍ کې د نه ګډون پریکړه کړې وه.

له دې امله د سږ کال د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر ۳۵ ته راکم شو چې دا د ۲۰۰۳ کال راهیسې د یوروویژن د ګډونوالو ترټولو کوچنۍ دوره وبلل شوه.

سنتکام: د ایران لور ته او له ایرانه تلونکې ۷۸ بیړۍ یې ګرځولي

په خلیج کې امریکایي ځواکونه- ارشیف
په خلیج کې امریکایي ځواکونه- ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو مرکزي قومانداني، سنتکام د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د اوبو له لارې یې د ایران د محاصرې له پیله تر اوسه اته اویا کښتۍ مجبوره کړې دي چې بیرته په شا شي او مسیر تغییر کړي.

دې قومانداني تر دې مخکې ویلي و چې د سمندر له لارې یې پنځلس بیړۍ چې بشري مرستې پکې وې پرې ایښي دي.

د فبروري له اته ویشتمې راپه دې خوا چې اسراییل او امریکا پر ایران برید کړی دی، ایران د هرمز تنګي لاره بنده کړې ده او له اوربند وروسته، امریکایي ځواکونو د اپریل په دیارلسمه د سمندر له لارې د ایران محاصره پيل کړه.

د حماس یو چارواکی په غزه کې ووژل شو

د غزې ښار
د غزې ښار

د اسراییل پوځ وایي، د حماس د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد یې په غزه کې وواژه.

حماس ته امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

د اسراییل د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د می په ۱۵مه د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړه چې د حماس قوماندان د اسراییلو له لورې د استوګنې پر یوې ودانۍ او یوې نقلیه وسیلې د برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اسراییل د پوځ په وینا عزالدین الحداد هغه څوک دی چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه یې پر اسراییل د برید پلان جوړ کړی و او بیا یې وروسته د اسراییلیانو د یرغمل کیدو په پېښه کې لاس درلود.

په اسراییل کې دننه د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه نژدې دولس سوه تنه ووژل شول او وسله والو شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه برمته کړل.

تر دې پېښې وروسته اسراییلي ځواکونو په غزه کې خونړي عملیات وکړل چې د لسګونو زره کسانو د وژلو سبب شول.

د اسراییل پوځ واييو د حماس د پوځي څانګې قوماندان یې وژلی

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ تایید کړه چې د حماس ډلې د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد په غزه کې وژل شوی دی.

د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د غويي په ۲۵مه، په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړې چې دغه قوماندان د اسرائیل له خوا «پر یوه کور او یوه موټر» د برید پر مهال وژل شوی دی.

اسرائیل او امریکا حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.

د اسرائیل پوځ عزالدین الحداد د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د برید له «طرحانو او عملي کوونکو» څخه بللی او وایي چې هغه له دې برید وروسته د اسرائیلي یرغملو په ساتنه کې هم لاس درلود.

له اوربند وروسته ایران ۵ ځلې له امریکا سره هوکړې ته نژدې شوی و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته د ایران حکومت «پنځه ځله» له امریکا سره د بشپړې هوکړې تر پولو رسېدلی، خو په وروستیو شېبو کې یې شاتګ کړی دی.

هغه په دې مرکه کې ویلي: «هر ځل چې موافقې ته رسېږي، بله ورځ داسې چلند کوي لکه هیڅ خبرې چې نه وي شوي. دا کار پنځه ځله تکرار شوی. یو ځای کې ستونزه شته. رښتیا خبره دا ده چې (ایراني) لیوني دي.»

ټرمپ زیاته کړه: «او ځکه چې لیوني دي، باید اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې ایران په وروستیو مذاکراتو کې حتی دا هم منلې وه چې خپل ټول غني شوې یورانیم امریکا ته وسپاري.

هغه وویل: «اتومي موضوع ختمه وه. ټاکل شوې وه چې دوی خپل اتومي مواد موږ ته راکړي. هر څه چې موږ غوښتي وو.»

ټرمپ ویلي چې دا خبرې یې چین ته تر سفر مخکې هم له خبریالانو سره شریکې کړې وې.

بل لور ته، د عباس عراقچي په ګډون د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو، دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د امریکا شرطونه یې نه دي منلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG