د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۱

افغانستان

د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ تړل شوې

د سالنګ لویې لارې یوه څنډه

په سالنګونو کې د درنې واورې له امله لویه لار د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت چارواکو تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په سالنګونو کې یوازې کوچنیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه شته.

د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن به په سالنګونو کې درنه واوره اوري او سبا به لږ سپکه واوره ورېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې نښان

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول.

د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه.

د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې.

دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو.

د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.

په چک جمهوریت کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د چک جمهوریت بیرغ

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو.

د دې افغان نوم نه دی اخیستل شوی، خو رسنیو ویلي چې دی ۲۴کلن ځوان دی، په جرمني کې یې په ۲۰۲۱م کال کې پناه اخیستې وه، له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و او هلته یې یوه ۳۷کلنه ښځه په چړې وهلې وه چې بیا دا مېرمن ژوندۍ پاتې شوه او دې ځوان په همدې ورځ یوه ۱۹کلنه نجلۍ هم په چړې ګواښلې وه چې بیا یې پرې جنسي تېری کړی و.

دی بیا تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو او پرون د چک یوې محکمې د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د برښنا شارټۍ له امل یو کس مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

هلمند کې طالب سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې، یو کس د برښنا د شارټۍ له امله مړ شوی.

د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه کاږي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سردار ګل په نامه یو کس چې، د مسجد برښنا یې جوړوله برښنا نیولی او ژوند یې ترې اخیستی.

د بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۲۹۳ منډو هدف وټاکه

د افغانستان ۱۹ کلونو لوبډله له بنګله‌دېش سره د لوبې پر مهال

د درې ملکونو تر ۱۹ کلونو د کم‌عمره لوبډلو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې نن د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلې سیالي کوي.

د نن ورځې سيالي چې د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې پیل شوې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.

بنګله‌دېش د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې ۲۹۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لپاره عارف الاسلام ۱۰۵ ناسوځېدلې او احرار امین بیا ۸۷ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې خلیل احمد ۳، یما عرب، نعمان مومند او کامران هوتک یوه ـ یوه وېکټ وسوځوله.

دا درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان کرېکټ ادارې په کوربه‌توب پیل شوي دي چې افغان لوبډلې په‌کې خپلې لومړنۍ دوه لوبې له بنګله‌دېش او سریلانکا ګټلي دي.

راشدخان: د پاکستان پر وړاندې سیالۍ له فشاره ډکې دي؛ خو ډېر ورته لېواله یو

افغان کرېکټ لوبډلمشر راشد خان

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ویلي دي چې، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ به له فشاره ډکې وي، خو د ټولې لوبډلې لپاره ډېرې مهمې سیالۍ هم دي.

ښاغلي خان د پنجشنبې په ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي دي چې، د پاکستان په څېر پیاوړو لوبډلو سره شل اوریزې سيالۍ کول يوه ښه موقع ده.

نوموړي په ځانګړي توګه د ځوانو لوبغاړو لپاره دا یو امتحان بللی او ویلي دي چې، د کرېکټ د سترو لوبډلو پر وړاندې ښې سیالۍ کول به دوی ته د لا پرمختګ زمینه برابره کړي.

راشدخان وايي، له دې سیالیو اصلي موخه دا ده چې، د ۲۰۲۴ز کال شل اوریز نړیوال جام ته له اوسه د لوبډلې په ټاکلو کار وکړي او غوره لوبغاړي ترې وټاکي.

دغه راز هغه د دواړو هېوادونو له مینه‌والو هم غوښتي چې لوبې ته فقط د لوبې په نظر وګوري او د ګټې او بایلات پر مهال هم د خپلو لوبغاړو ملاتړ وکړي.

د ویلو ده چې نن (جمعه) به د کابل پر وخت تر ماښام وروسته ۸:۳۰ بجې د افغاستان او پاکستان ملي لوبډلې د اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې لومړۍ شل اوریزه سيالي پیل کړي.

ارزګان کې د چت رالوېدو پېښه کې يوه نجلۍ مړه شوې

ارزګان کي د چت رالوېدو له امله نجلۍ وژل شوي

دا رزګان په مرکز ترینکوټ کې د ورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت رالوېدو له امله یوه اته کلنه نجلۍ موه شوې او یوه ښځه او یوه بله کوچنۍ نجلۍ ژوبلې شوې دي.

د ارزګان ولایت د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډیو ته وویل، یاده پېښه نن سهار شپږ بجې د لومړۍ حوزې اړوند د محبس په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، امنیتي مسولینو ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته رسولي دي.

حماس زیاتوي چې پېښه د دوامداره اورښت له امله رامنځته شوې.

سربيا د پټو شويو ۹ ناقانونه کډوالو د موندلو خبر ورکړی

يو شمېر کډوال، ارشيف

د سربیا د ګمرک چارواکي د هغو ۹ تنو غیرقانوني کډوالو د موندلو خبر ورکوي چې په یوه لارۍ کې په المونیمي رولونو کې پټ شوي وو.

د چارواکو په وینا دا لارۍ له یونان څخه پولنډ ته روانه وه.

له شمالي مقدونیې سره پر پوله د سربیا د ګمرک مامورینو نن په یوه بیان کې وویل، دا کډوال یې چې افغان، پاکستاني او سوریایي ځوانان دي، د چهارشنبې په ورځ د لارۍ د باډۍ د تفتیش پر مهال وموندل.

سربیا د هغې لارې په زړه کې پروت دی چې، غیرقانوني کډوال اروپا ته د تګ پر لاره پرې تېرېږي.

پاکستان د افغانستان پر وړاندې لومړۍ لوبې ته خپل ۱۱ لوبغاړي په ډاګه کړل

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان کرېکټ لوبډله

پاکستان د لوبې تر پیل څو ساعته وړاندې د افغانستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزې سیالۍ ته خپله ۱۱ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان کرېکټ ادارې په رسمي فېسبوک پاڼې په یوه خپره شوې ویډیو کې د یاد هېواد لوبډلمشر شاداب خان د افغانستان پر وړاندې لومړۍ سیالۍ ته د یولس کسانو نومونه په ډاګه کړل.

شاداب خان د نننۍ لوبې لپاره په اعلان شوې لوبډله کې د صایم ایوب، محمدحارث، عبدالله شفیق، طیب طاهر، اعظم خان، عماد وسیم، فهیم اشرف، نسیم شاه، زمان خان او احسان الله نومونه اخيستي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې احسان الله، زمان خان، صایم ایوب او طیب طاهر په لومړي ځل د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبيږي.

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د ۳ شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن جمعه د کابل پر وخت تر ماښام وروسته ۸:۳۰ بجې پیل کړي.

د ویلو ده چې افغانستان لا د خپلې ۱۱ـ کسیزې لوبډلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

افغانستان نن د کرېکټ دوه نړیوالې سیالۍ لري

افغان کرېکټ ملي لوبغاړي، ارشيف

تر نولس کلونو کشره لوبډله به نن له بنګله‌دېش سره مخامخ شي.

د افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزو سیالیو کې تر اوسه پورې افغان لوبډلې سریلانکا او بنګله‌دېش ته په لومړیو لوبو کې ماتې ورکړې ده.

خو هره لوبډله باید له دوو نورو ټیمونو سره دوې مسابقې وکړي.

دا سیالي د افغانستان د ماسپښین په درې نیمې بجې پیلېږي.

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې به د درې شل اوره سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه اته‌نيمې بجې په شارجه کې مخامخ شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند عبدالله پکتیانی وايي، د پاکستان په وړاندې تکړه لوبډله غوره شوې او هیله لري چې د مسابقو پایلې به دافغانستان په ګټه وي.

د دې لوبلړۍ دوهمه او درېیمه سیالي د روان مارچ په ۲۶ مه او ۲۷ مه ترسره کېږي.

افغانستان او پاکستان تر دې وړاندې په نړیوالو جامونو کې څو ځلې له یو بل سره مسابقې کړي خو دا لومړی ځل دی چې په خپل منځ کې ۳ شل اوره سیالۍ کوي.

طالبانو هلمند کې د پي‌ټي‌ام غړی نورايل کليوال نيولی

هلمند کې د پي‌ټي‌ام غړی نور عايل کليوال له منظور پښتين سره

په هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نورایل کلیوال د تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او لا هم نه‌دی خوشې شوی.

د نورایل کلیوال د کورنۍ غړو او ملګرو ازادي رادیو ته ویلي چې، هغه د تېرې دوشنبې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې له خپل کوره طالبانو ایستلی او له ځان سره یې بېولی دی.

طالبانو تر اوسه د نورایل کلیوال د نیول کېدو اړه څه نه‌دي ویلي.

نورایل کلیوال د تېر جمهوریت پر مهال په کندهار او هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غونډې کولې او د ځوان کهول په نوم د مدني ټولنې مشر و.

طالبانو تر مخکې هم یو شمېر مدني فعالان نیولي او بندیان کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG