د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۵۱

نړۍ

د بریتانیا پوځ: ښايي په 'ماکي ییفکا' کې شاوخوا ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي

له جګړې وروسته د اوکراین د ماکي ییفکا ښار یوه څنډه

د بریتانیا پوځ وايي چې د اوکراین په ماکي ییفکا ښار کې د روسي سرتېرو پر یو استوګنځي د جنوري د لومړۍ نېټې په توپچي برید کې به شاوخوا ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي.

د بریتانیا دفاع وزارت نن په خپل ورځني استخباراتي راپور کې وویل چې د دې برید ډېری قربانیان یا وژل شوي یا تري تم دي خو ټپیان شوي نه دي.

روسیې هغه مهال ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې ۸۹ پوځيان وژل شوي، خو د اوکراین پوځ او د کریملین پلوي پوځي بلاګرانو د ۴۰۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان د پوځ د لېوا يو مشر مصطفی برکي په يو بريد وژل شوی

ارشيف

نن په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یوې لېوا مشر مصطفی برکي وژل شوی دی.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، برکي افغانستان ته تللی وو او له هغه هېواد څخه تر ستنېدو وروسته له انګور اډې سیمې څخه واڼا ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو.

په پېښه کې د مصطفی برکي موټروان هم وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه د پېښې مسولیت کوم چا یا ډلې نه‌دی منلی.

لېوا مشر مصطفی برکي تېر کال له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې په خبرو کې مهم رول درلوده.

په وروستیو کې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای‌ایس‌ای پخواني مشر جنرال فېض حمید سره افغانستان ته تللی و چې، د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود سره خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکي د عمران خان د پلويانو پر وړاندې پر سرغړونو تورن شول

د عمران خان پلويان

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومان‌رایټس‌واچ وایي، پاکستاني چارواکو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو پر وړاندې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې سرغړونې ترسره کړي دي.

د عمران خان په ګډون د هغه د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي په تروریستي کړنو، ډارولو او بلوا تورن شوي دي.

د جنوبي اسیا لپاره د هیومان‌رایټس‌واچ د څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن نن په یوه بیان کې وویل چې، په پاکستان کې د اپوزیسیون د معترضینو په وړاندې له حده زیات د تروریزم ضد مبهمو مقراراتو څخه استفاده ډېره د اندېښنې وړ ده.

هغې زیاته کړې، دا د پولیسو لپاره خورا مهمه ده چې د سوله‌يیزو غونډو حق ته درناوی وکړي او له هغوی سره چې غیرقانوني تاوتریخوالی کوي، حساب کتاب وکړي.

د پوتین او شي جین پینګ لیدنه؛ دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی

د عکس ښي لور ته ولادمیر پوتین او چپ لور ته شي جین پینګ

د روسیې او چین ولسمشران ولادمیر پوتین او شي جین پینګ به نن په مسکو کې د دویمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

د چین ولسمشر له څلورو کلونو وروسته داسې مهال له روسیې څخه کتنه ترسره کوي چې مسکو پر اکراین د یرغل له امله په نړیوال ډګر کې منزوي شوی دی.

شي جین پینګ پرون دوشنبه په یوه درې ورځني سفر مسکو ته له رسېدو وروسته له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره شاوخوا څلور ساعته کتنه ترسره کړه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی دی او د خپلمنځیو اړیکو د پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی لا هم اندېښنه لري چې ممکن چین روسیې ته د اوکراین ضد جګړې لپاره وژونکې وسلې ورکړي.

د جاپان صدراعظم د اوکراین ولسمشر سره ګوري

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې هېواد صدراعظم فومیو کیشیدا به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو لپاره نن له کییف څخه کتنه ترسره کړي.

د جاپان این ایچ کې تلوېزیون تصاویر ښي چې کیشیدا د پولنډ له سرحدي ښار پشیمشل څخه ریلګاډي ته پورته کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ د اوو پرمختللو هېوادونو د یوه غړي په توګه به کیشیدا له اوکراین سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړي.

د پاکستان ایبټ اباد کې د یوه ځایي چارواکي په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي

ارشیف: د پاکستاني پولیسو موټر

د پاکستان د ایبټ اباد په حویلیان سیمه کې د یوه ځایي چارواکي عاطف منصف جدون په ګډون ۱۱ تنه په یوه وسله وال برید کې ووژل شول.

د حویلیان د پولیسو یوه چارواکي طارق مظهر د ازادې اروپا/ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي، برید پرون دوشنبه شوی، خو لا معلومه نه ده چې چا ترسره کړی دی.

د پولیسو یوه بل چارواکي ویلي، ممکن دغه امنیتي پېښه د جدون له کورنۍ سره د شخصي مخالفت له کبله رامنځته شوي وي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د جدون څلورساتونکي په وژل شویو کې شامل دي.

سملاسي د برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو بندیزونه لګولي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي

بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د مالي چارو مسوولان او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، بندیزونه لګولي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په دغو چارواکو کې د دې ځواک د پانګونې د مدیریت د څانګې پنځه غړي او په تهران کې او البرز ولایتونو کې د دې ځواک دوه قومندانان چې پراخې بشري سرغړونې یې ترسره کړي، شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي ویلي: "نن ورځ موږ د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د هغو جګپوړیو چارواکو پرضد دغه اقدام کوو چې د رژیم د وحشیانه ځپنې لپاره مالي سرچینې برابروي. موږ به همدارنګه د ایران د خلکو تر خوا ولاړ یو ځکه هغوی په دې هېواد کې د اساسي بدلون غوښتونکي دي."

د ايران ولسمشر د سلمان بن عبدالعزیز په بلنه عربستان ته ځي

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي

ایراني چارواکي وایي چې د دې هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي، د عربستان له پاچا ملک سلمان رسمي بلنه تر لاسه کړې چې هغه هېواد ته سفر وکړي.

د ایران د ولسمشر د د فتر مرستیال محمد جمشیدي، پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ويلي، رئیسي د عربستان د پاچا بلنه منلې ده.

ایران او سعودي عربستان چې له اوو کلونو راهیسې یې اړیکې ترینګلې وې، په دې وروستیو کې د چین په منځ‌ګړیتوب د خبرو په نتیجه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې ډېپلوماتیکې اړیکې به بېرته پېلوي.

تمه ده چې ریاض او تهران به په دوو میاشتو کې سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.

د پاکستان پوليسو عمران خان او د هغه يو شمېر همکاران پر تروريزم تورن کړي

عمران خان

د پاکستان پولیسو د دې هېواد پخوانی صدر اعظم عمران خان او هغه ته نږدې اولس نور چارواکي رسماً پر تروریزم تورن کړي دي.

په تورن شویو کې د عمران خان یو شمېر هغه پلویان هم شامل دي چې د تېرې شنبې په ورځ له پولیسو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.

خان له دې مخکې په غیر قانوني ډول د هغو دولتي ډالیو پر پلورلو تورن شوی چې، د صدر اعظمۍ په دوره کې یې له بهرنیو چارواکو تر لاسه کړي دي.

عمران خان دغه تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې، دا د اوسني صدراعظم شهباز شریف له لوري د ده پر ضد یوه دسیسه ده.

بروکسل کې نن د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپلو ته د مرستې ټولو په موخه نړيوال کنفرانس جوړيږي

د ترکيې په زلزله کې اوښتې ويجاړۍ

ټاکل شوې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن د ترکیې او سوریې زلزله‌ځپلو ته د مرستو راټولولو په پار نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د ترکیې او سوریې ګډ سرحد ته نژدې زورورې زلزلې له پنځوسو زرو زیات کسان مړه او میلیونونه نور بې کوره کړل.

د جرمني ډي‌پي‌اې اژانس وایي، د دغه کنفرانس کوربانه د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورزولا فن درلاین او د سویډن صدر اعظم دي.

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډيو کنفرانس له لارې غونډې سره یوځای شي.

اروپایي ټولنې تر اوسه د ترکیې او سوریې له زلزله‌ځپلو سره د خېمو او ګرمو کالیو او روغتیایي موادو په ګډون د ۲۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

مرکزي افريقا کې د بريد پر مهال ۹ چينايي کارګر وژل شوي دي

انځور - ارشيف

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د چارواکو په وینا ۹ چینایي کارګر په یوه برید کې وژل شوي دي.

د اسوشیتید پریس اژانس په وینا دغه برید کې چې د یکشنبې په ورځ په بامباري ښارګوټي کې شوی، دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

پېښه د سرو زرو په یوه کان کې شوې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې تایید کړي دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د مرکزي افریقا له چارواکو غوښتي چې د پیښې عاملان پیدا او کلکه سزا ورکړي.

پر چینایي چارواکو د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG