د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

نړۍ

تهران کې د اذربايجان پر سفارت بريد کې يو تن وژل شوی

تهران کې د اذربايجان سفارت
تهران کې د اذربايجان سفارت

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ویلي، په تهران کې د دوی د سفارت مخې ته یو تن هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول، چې سهار یوه حمله کوونکي د سفارت د ساتونکو پر پوسته حمله وکړه.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، حمله کوونکي په دغه برید کې د ګارډانو مشر وژلی دی.

په دې باب نور توضیحات نه‌دي ورکړل شوي.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا لیکلي، چې د تهران د پولیسو مشر، د حمله کوونکي د نیولو خبر ورکړی دی.

راډیو فردا وايي، له خپرو شویو تصاویرو ښکاري چې حمله کوونکی توانېدلی و، چې سفارت ته دننه ورشي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به نور توضیحات ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بایډن: که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د لومړي ځل لپاره خبرداری ورکړ چې پر رفح د پراخ برید په صورت کې اسراییلو ته وسلې نه ورکوي.

بایډن له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې چې بېګا خپره شوه ویلي: " ما په ډاګه ویلي چې که هغوی رفح ته ننوځي. هغه وسلې چې معمولا د رفح، نورو ښارونو او د دغه کړکیچ په تړاو کارول شوي نه ورکوم."

بایډن زیاته کړه چې اسراییلو پر غزه په خپلو تېرو اوه میاشتنیو بریدونو کې چې پراخ ملکي تلفات یې لرلي امریکایي وسلې کارولي دي.

د بایډن دې پرېکړې د ځینو جمهوري غوښتونکو انتقادونه هم پارولي.

اسراییلو پر رفح ښار د دوشنبې له شپې بریدونو پيل کړي.

د غزې روغتیا وزارت چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوي سازمان حماس له خوا اداره کېږي راپور ورکړی چې تر دې دمه ۳۴زره او ۷۸۹ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ملکیان دي.

پاکستان په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

ارشیف
ارشیف

د پاکستان حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې اعلان وکړ چې حکومت یې ښوونځيو ته د ماشومانو د بیرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوي.

دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوي چې دغه ستونزې ته د اجندا په سرکې لومړیتوب ورکړي، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړي.

پر اټومي وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، د لسیزو جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۲۶ میلیونه ماشومان چې د دې هېواد ښوونځيو ته د تلو پر شرایطو د برابرو نږدې ۴۰ سلنه جوړوي، له رسمي زده کړو بې برخې دي چې دا په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله له ښوونځي د بهرپاتې شویو ماشومانو ترټولو لوړه شمېره ده.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۶ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د ۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

پاکستان پوځ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې ۵ وسله وال د خیبرپښتونخوا ولایت په ډېره اسمعیل خان کې د هغو پرپټن ځای د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

په دې اړه چې دغه وسله وال په کومې ډلې پورې تړلي و، نورجزیات نه دي ورکړل شوي.

پوځ دغه راز وویل چې یو بل وسله وال په شمالي وزیرستان کې په یوه جلا برید کې ووژل شو.

پوځ د وژل شویو وسله والو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې دوی مخکې پرامنیتي ځواکونو په ترسره شویو حملو کې لاس درلود.

د اسوشتید پرس آژانس د راپور له مخې، پاکستان په دې سیمه کې معمولاً په دغسې عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال چې ویل کیږي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې لا زړور شوي، په نښه کوي.

اوکراین د روسیې له‌خوا د زیلنسکي دسیسه شنډه کړې؛ د پوتین ویاند: ممکن دا تورونه ناسم معلومات وي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

کریملین وایي، د اوکراین هغه تورونه ممکن ناسم معلومات وي چې ویلې یې دي د روسیې له خوا یې د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د وژنې دسیسه شنډه کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف نن چهارشنبه په دې اړه له مستقیم څه ویلو ډډه کړې، خو دومره یې ویلي چې د اوکراین تورونه ممکن ناسم معلومات وي.

د اوکراین د استخباراتو ادارې پرون وویل، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف ویلي، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

روسیې تېره شپه پر اوکراین څه باندې ۵۰ توغندي او ۲۰ بې پيلوټه الوتکې توغولي

پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه
پر اوکراین د توغندیو د بریدونو یوه څنډه

روسیې تېره شپه د اوکراین پر شپږو سیمو څه باندې پنځوس توغندي او شل بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د پلازمېنې کیف په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خطر زنګ اورول شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هلوس چینکو دغه بریدونه د انرژي پر صنعت بل لوی ګزار بللی دی.

د راپورونو له مخې، د تېرې شپې په بریدونو کې یوشمېر تاسیساتو ته زیان اوښتی دی، خو د احتمالي مرګ ژوبلې شمېر لا نه دی اعلان شوی.

د امریکا دفاع وزارت: روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي

د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو
د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) لوګو

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وایي، هغه امریکایي سرتېری چې روسیه کې نیول شوی دی، عسکري مقررات نقض کړي دي.

ګورډن بلاک یو له هغو امریکایي اتباعو څخه دی چې تازه روسیه کې په جلا جلا پېښو کې نیول شوی دی.

بلاک د روسیې په لرې ختیځه سیمه ولادیفوستوک کې د یوې محکمې له خوا نیول شوی دی او قضیه یې پرون د مې په اومه رسنیزه شوه.

ویل شوي چې دغه سرتېری د چین له لارې روسیې ته ننوتلی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه کې د امریکایي اتباعو نیولو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې مسکو له واشنګټن سره د زندانیانو احتمالي تبادله غواړي.

د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې له کبله خړې پړې شوې دي.

د عمران خان مېرمن د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته لېږدول کیږي

عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف
عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې د پخواني صدر اعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي دې د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته ولېږدول شي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې دغه غوښتنه خپله بشرا بي بي کړې وه، ځکه چې په کور کې نظر بند پاتې کېدو امنیتي اندېښنې ورته پیدا کړې وې.

بشرا بي بي له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د خان په کور کې د حکومت له خوا نظر بنده وه.

هغه او خاوند یې تورن دي چې د صدر اعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلي دي.

محکمې چارواکو ته امر کړی چې بشرا بي بي د راولپنډۍ د ګاریشن ښار اډیاله زندان ته ولیږدوي، چېرې چې د کریکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۱۴ کلن زندان شپې ورځې تېروي.

جنوبي وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط کېدو خلاف پرلت روان دی

جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له افغانستان سره پر پوله د عامو خلکو اعتراض او پرلت لا هم دوام لري.

د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه پرلت د مشرانو په حواله ویلي چې نن به دوی په یوه جرګه کې خپله راتلونکې کړنلاره باندې بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ټاکي.

دغه اعتراض افغانستان ته د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته شوی دی.

دغه شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وضع شو.

پرلتوال وايي چې پر انګور اډه د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

اسراییلي ځواکونو د رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه

یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې
یو اسراییلي ټانک په رفح ښار کې

اسراییلي ځواکونو پرون د غزې د جنوبي ښار رفح پر مهمه سرحدي برخه ولکه ټینګه کړه.

سپینې ماڼۍ د اسراییلو دا اقدامات محدود پوځي عملیات بللي، خو دې کار دا وېره رامنځ ته کړې چې اسراییل ښايي هلته پراخ پوځي عملیات وکړي او په دې توګه به له حماس سره چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني د سولې خبرې له خطر سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې له مصر سره د رفح د سرحد او نورو لارو بندېدل به د غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسول له خنډ سره مخامخ کړي.

ملګرو ملتونو پخوا لا ویلي و چې د غزې په تړانګه کې بشپړې قحطۍ راغلې ده.

د اوکراین استخباراتي سرچینې: د ولسمشر زیلینسکي د وژنې دسیسه مو شنډه کړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

د اوکراین د استخباراتو اداره وايي، د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي د قتل هغه دسیسه یې شنډه کړې چې د روسیې د امنیت له فدرال ادارې سره تړلو د پنځو اوکرایني اجنټانو په ګډون یوې شبکې جوړه کړې وه.

کییف پرون د مې په اوومه وویل، دې اجنټانو چې په دولتي ګارد کې یې دندې درلودې، همداراز د اوکراین د استخباراتي ادارې SBU مشر واسیلي مالیوک، د پوځي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف او نور جګپوړي اوکرایني چارواکي هم په نښه کړی وو.

دا خبر وروسته له هغه ورکول کېږي چې د شنبې په ورځ د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل، د ولسمشر زیلینسکي، پخواني ولسمشر پیترو پوروشینکو او د اوکراین د ځینو نورو چارواکو پرضد یې د جنايي څېړنو دوسیې پرانیستي او هغوی یې د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې شامل کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG