د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۳۲

نړۍ

چين د جنوبي کوريا وګړو لپاره د لنډمهاله ويزو ورکول ځنډولي

د چين بيرغ

په سېول کې د چین سفارت د جنوبي کوریا هغو وګړو ته چې غواړي چین ته سفر وکړي د لنډمهالو ویزو ورکول ځنډولي دي.

دا وروسته له دې چې یو شمېر هېوادونو د کورونا وبا له وېرې چینایانو ته د ویزو ورکول وځنډول، د پېکېنګ لومړنی ځوابي اقدام دی.

په دې اړه د چین د سفارت په بیان کې راغلي چې، چین به خپله پالیسي هغه مهال بدله کړي چې جنوبي کوریا پر چینايي وګړو د ویزې له تبعیضه ډک بندیز لیرې کړي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ له خپل کوریايي سیال پارک جین سره په ټليفوني خبرو کې پردې محدودیت اندېښنه وښوده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سوریه کې د امریکا د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

ارشیف

په سوریه کې د ایران پر پلوي ملېشو د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو.

په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د امریکا په ځوابي برید کې۳ سوریايي سرتېري، یوولس ایران پلوه ملېشې او پنځه بهرني وسله وال چې د سوریې د حکومت پلویان وو، وژل شوي.

د امریکا پوځ وايي په دې برید کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره تړلو ملېشو کار ترې اخیست.

دا برید وروسته له هغه کېږي چې یو امریکایي قراردادي د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او پنځه نور امریکايي سرتېري او یو بل قراردادي ټپیان شول.

دا په وروستیو څو کلونو کې د ایراني او امریکايي ځواکونو ترمنځ ترټولو خونړی تقابل و.

د امریکا ولسمشر د کاناډا صدراعظم سره یوه موافقه لاسلیک کړې

د عکس ښي لور ته د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو او چپ لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د روغبر پرمهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو سره پرون جمعه یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوه هېوادونه غیرقانوني کډوال یو بل ته سپاري.

ولسمشر بایډن له موافقې وروسته وویل، دواړه هېوادونه د کډوالۍ له داسې څپې سره مخامخ دي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د امریکا او کاناډا د موافقې له مخې، دواړه هېوادونه هغه پناه غوښتونکي شړلی شي چې په غیرقانوني لارو له امریکا څخه کاناډا او یا له کاناډا څخه امریکا ته واوړي.

په ۲۰۲۲ کال کې له متحدو ایالتونو څخه کاناډا ته نږدې ۴۰ زره پنا غوښتونکي اوښتي وو.

اکثره هغه پناه غوښتونکي چې په امریکا کې نه منل کېږي، کاناډا ته اوړي او هلته د پناه غوښتنه کوي.

بایډن په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

په سوریه کې د سپاه پاسداران په اړوندو ځواکونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له حملې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه وویل، امریکا له ایران سره د شخړې په لټه کې نه ده، خو د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر اقدام ته په کلکه ځواب وايي.

د امریکا ولسمشر کاناډا ته د رسمي سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې یوه ورځ مخکې یې په سوریه کې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر اډو د ځوابي برید امر کړی دی.

تر دې مخکې وړمه شپه د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وویل چې د یوې انتحاري بې پیلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو په ځواب کې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اډو بریدونه وکړل.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس، پر امریکايي قراردادیانو د ایراني ډرون له لوري برید شوی و.

د امریکا دفاع وزیر لویډاسټین په دې اړه وویل، د ولسمشر جو بایډن په امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر تاسیساتو دقیقې هوايي حملې وکړي.

ایران 'فاطمه سپهري' په ۱۸ کاله بند محکومه کړه

د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سپهري

د ایران قضاییه قویې د دې هېواد د بشري حقونو یوه فعاله فاطمه سپهري په ۱۸ کاله بند محکومه کړه.

سپهري ویلي و چې د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي دې نور له واکه لاس په سر شي.

د دې ورور اصغر سپهري وایي چې خور یې لس کاله د ایران د نظام پرضد د تبلغ په تور، پنځه کاله د ایران له مخالفو هېوادونو سره د همکارۍ په تور او دوه کاله هم خمیني او خامنه يي ته د سپکاوي په تور په بند محکومه شوه.

فاطمه سپهري د ایران د بشري حقونو له هغو فعالانو څخه ده چې هغه لیک یې لاسلیک کړی دی چې د خامنه يي د استعفی غوښتنه په کې شوې ده.

دا پروسږ کال سپتمبر د ایران د حکومت پر ضد د مظاهرو له پيلېدو سره سم، په ایران کې ونیول شوه.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

ارشیف: له اوکراینه پولنډ ته د اوښتو اوکرایني پناه غوښتونکو انځور

د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې پروسږ کال د کډوالو درخواستونه د وړم کال په پرتله ۶۴ فیصده زیات و.

د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې اته لکه یو اتیا زره او دوه سوه کسانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې د پناه اخیستو درخواستونه سپارلي وو.

په ۲۰۲۱م کال کې د نویو پناه غوښتونکو شمېره څه باندې پنځه لکه اووه دېرش زرو ته رسېده او تر هغه کال مخکې څه باندې څلور لکه اوولس زره وه.

تېر میلادي کال تر څلور میلیونه ډېرو اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې پناه واخیسته.

تر اوکراینیانو وروسته د سوریې د کډوالو شمېر زیات و بیا د افغانستان و چې تر یولک او دیارلس زرو یې شمېر لوړ و.

سوريه کې د امريکا په هوايي بريد کې د ايران پلوه ملېشو ۱۴ وسله‌وال وژل شوي

ارشيف

په سوریه کې د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې د ایران پلوه ملېشو ۱۴ وسله‌وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا حمله د هغې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوې ده چې، یو امریکایی قراردادي یې وواژه.

پنټاګون مخکې له دې ویلي وو، یو امریکایی د سوریې د شمال ختیځ په هساکه سیمه کې د ایران د کامیکازې ډوله بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی او پنځه سرتېري یې ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اوسټین پرون وویل، ده د ولسمشر جوبایډن له امر سره سم د ایران د سپاه پاسداران ځواک د ملګرو ملېشو پر مرکزونو د حملو دستور ورکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په برېتانیا کې دی نن وویل، د امریکا د پوځ په برید کې د سوریې د نهو وګړو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

اوکراين کې د دونېڅک پر يوه ښار د روسي ځواکونو په بريد کې پنځه کسان وژل شوي

اوکراين کې بريد

د اوکراین د ختیځې سیمې دونېڅک پر یوه ښار د روسي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر نن راپور ورکړ چې د S-300 ډوله توغندي دا برید په کوستانتینیفکا Kostyantynivka ښار کې د بشري مرستو پر یوه مرکز شوی دی.

په راپور کې راغلي دي چې په قربانیانو کې درې هغه مېرمنې هم شاملې دي چې په دې مرکز کې یې پناه اخیستې وه.

د بشري مرستو مرکزونه چې لومړني اساسي خدمات لکه اوبه او برښنا برابروي د اوکراین د حکومت له‌خوا په ځینو سیمو کې د جګړو له بې‌ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره جوړ شوي دي.

سعودي عربستان دمشق کې د کونسلي خدماتو د بيا پيل په اړه دغه هېواد سره خبرې پيل کړي

د سعودي عربستان بيرغ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون (پنجشنبې) وویل، ریاض د کونسلي خدماتو د بیا پیلولو لپاره له دمشق سره خبرې پیل کړي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د خپل هېواد الاخبار ټلوېزیون ته وویل، د کونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیا راوستلو ته د سعودي د شاهي حکومت د لېوالتیا په چوکاټ کې د دوو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

یوې بلې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، سعودي او سوریه له کوچني اختره وروسته د خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو په بېرته پرانیستلو غور کوي.

د امريکا دفاع وزارت: سوريه کې پر امريکايي قرارداديانو بې‌پيلوټه الوتکې بريد کړی

د امريکا دفاع وزارت وداني، ارشيف

د امریکا دفاع وزارت، پینټاګون تېره شپه وویل، د یوې انتحاري بې‌پيلوټې الوتکې په برید کې د یوه قراردادي د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو په ځواب کې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اډو بریدونه وکړل.

د پنتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د استخباراتي معلوماتو پر اساس، پر امریکايي قراردادیانو د ایراني ډرون له لوري برید شوی و.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین په دې اړه وویل، د ولسمشر جو بایډن په امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې، د سپاه پاسداران د اړوندو ډلو پر تاسیساتو دقیقې هوايي حملې وکړي.

زلنسکي: اروپايي هېوادونه دې راته پوځي اکمالات زيات کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له اروپايي رهبرانو غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د اوږد واټنه میزایلو او جټ الوتکو په ګډون د وسلو اکمالات زیات کړي.

هغه پرون د خرسون ښار جنوبي برخې ته چې د اوکراین ځواکونو په کې تېر کال د جګړې پر ډګر بریاوې خپلې کړې وې، تر سفر وروسته دا خبرې وکړې.

زلنسکي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د اوږد واټنه میزاییلو او جنګي جټ الوتکو په لېږدولو کې ځنډ به د جګړې د پراخېدو سبب شي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، دا د میاشتو او اوونیو نه، بلکې د ورځو خبره ده چې موږ په ګډه اقدام وکړو او د نورو کسانو ژوند وژغورو.

زلنسکي پرون خرسون ته په رېلګاډي کې د سفر پر مهال ویلي، که اروپا شک وښيي، شیطان ممکن دا چانس ترلاسه کړي، چې ځان د کلونو جګړې ته چمتو کړي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، چې لا هم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG