افغانستان
هرات کې د نوروز راډيو وياند خالد قادري د طالبانو له بنده خوشې شو

په هرات کې د نوروز په نوم د پخوانۍ سیمهییزې راډیو ویاند خالد قادري له بنده خوشې شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي دي چې، د هرات محکمې ښاغلی قادري په خواله رسنیو کې د انتقادي لیکنې له امله په یوه کال بند محکوم کړی و چې د سېشنبې په ورځ یې له زندانه ازاد کړ.
قادري نژدې دوې میاشتې د طالبانو په بند کې تېرې کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران شل تنه نور افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي

د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې ویلي، دغه بندیان طالب چارواکو ته په زرنج ښار کې سپارل شوي.
په بیان کې نهدي ویل شوي چې، څه وخت دا کسان سپارل شوي دي.
د دې ریاست په خبره، دا افغانان د زاهدان له زندان نه خوشې شوي دي.
په وروستیو څو اوونیو کې په لسګونه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.
هلمند کې طالبان ملا امامانو ته: خلک تروايح کولو ته اړ کړئ

طالبانو په هلمند کې خلګو ته خبرداری ورکړی؛ که تراویح ونهکړي له عکس العمل سره به مخامخ شي.
دا خبرداری د هلمند د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په یوې رسمي اعلامیې کې ورکړی دی.
دا اعلامیه، چې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري هم خپره شوې، د دغه ولایت د ټولو جوماتونو امامانو ته خبر ورکوي چې د خپلې سیمې اوسېدونکي تراویح کولو ته اړ کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې روغتيايي سکتور زيانمن شوی

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیوایچاو وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته روغتیايي سکتور تر بل هر سکتور زیات زیانمن شوی دی.
د دې سازمان د مالوماتو پر اساس، افغانان اوس د روغتیا په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون (پنجشنبې) د افغانستان د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل، ډبلیوایچاو د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د ډېرو محتاجو کسانو لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او تر ۲ لکه ۲۰ زره ډېرو کسانو ته یې طبي خدمات وړاندې کړي دي.
بدخشان کې د غرونو ښوېدو له امله د ۵ ولسواليو مواصلاتي لارې بندې شوي

د بدخشان ولایت د ۵ ولسوالیو مواصلاتي لارې د غرونو د ښوېدو له کبله بندې شوي دي.
د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ چې، د مایمي ولسوالۍ په پلچک چوبي سیمه کې غر ښوېدلی دی.
په مایمي ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت ولسوال مخدوم عبدالله راشدي ویلي، د دې پېښې په نتیجه کې د خواهان، نسي، شکي، مایمي او کوف اب ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ لارې له درو ورځو راهیسې بندې دي.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی دی چې، د افغانستان هوا پېژندنې ادارې په ډېری ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.
جاپان او اروپايي اتحاديې زرګونه افغانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړي

جاپان او اروپايي اتحاديې زرګونه افغانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو پراختیايي اداره وايي، د جاپان او اروپايي اتحادیې په مرسته یې په افغانستان کې ۵۶ زره ۵۰۰ تنو ته حرفوي زدهکړې ورکړي دي.
د ملګروملتو دې ادارې پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې، په دې پروګرام کې یې د ښځو او ماشومانو د ظرفیتونو لوړولو ته زیات پام کړی دی.
ملګروملتونو د معتادينو د درملنې له مرکزونو سره د طبي او خوراکي موادو مرسته کړې

د ملګروملتو دوو ادارو په ګډه په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره د خوراکي موادو، طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) وايي چې، د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ یې دا مرستې کړي دي.
دا اداره وايي، په افغانستان کې درې نیم میلیون تنه په مخدرو موادو روږدي دي او د دغه هېواد د معتادانو د درملنې په اکثرو مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله درمل او نورو ضروري شیان نه موندل کېږي.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، دې ډول مرستو ته به دوام ورکړي څو په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.
فوټبال؛ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان سیالان په ډاګه شول

د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالیو پچه اچونه بشپړه شوه چې، افغانستان به په ب ګروپ کې له قطر، ایران او سویلي کوریا سره سیالۍ کوي.
دغه پچه اچونه نن پنجشنبه ترسره شوه او په پلان کې ده چې، د اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د ملتونو جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې له ۱۵ نېټې د جولای تر ۲یمې نیټې په تایلينډ هېواد کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس چې افغان لوبډله به خپلې ټولې ګروپي سیالۍ د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره کړي.
یاد فدراسیون له لوري خپرو شويو مالوماتو کې راغلي: "د دغو سیالیو ۴ غوره لوبډلې به د اسیا په کوربهتوب د ۱۷ کلنو په نړیوال جام کې ګډون وکړای شي."
د ویلو ده چې په لومړي ځل د ۱۶ کلنو ځوانانو پر ځای د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ دا سیالۍ پيليږي.
د افغانستان کمعمره لوبډلې بنګلهدېش ته په پایلوبه کې د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او بنګلهدېش تر ۱۹ کلونو کمعمره ملي لوبډلې دمګړۍ د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې لوبه کوي، چې افغانستان خپله توپ وهنه بشپړه کړه او ۱۴۳ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې.
همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې.
د بنګلهدېش د کمعمره لوبډلې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي محفوظ الرحمن بیا ۶ افغان لوبغاړي وسوځول.
بنګالۍ لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې هم ګډون درلود.
د طالبانو حکومت: د نوي کال له پيله تر دې دمه د طبيعي پېښو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، د نوي لمریز کال له پيله د زلزلو او سېلابونو له کبله ۱۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي نن پنجشنبه رسنیو ته په لېږل شوي ویډیوي پيغام کې د دغو زیانونو په اړه ویلي: "د بارانونو، سېلابونو او زلزلې له کبله د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې تر اوسه په ۲۲ ولایتونو کې له بده مرغه ۱۳ کسان شهیدان، دوه اویا کسان ټپیان، ۱۸۹۳ کورونه نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي او ۲۴۷۰۰ جریمه کرنیزه ځمکه تخریب شوې."
رحیمي وویل، دوی زیانمنو شویو ته لومړنۍ مرستې رسولي، خو دا جزیات یې نهدي ورکړي چې څومره شمېر کسانو ته څه ډول مرستې ورکړل شوي دي.
له تېرۍ اوونۍ راهیسې د افغانستان په نږدې ټولو سیمو کې د ورښت څپه راغلې چې ورسره هوا هم سړه شوې ده.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماخوستن په افغانستان کې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه پنځه درجې زلزله هم وشوه چې وروسته ورځو کې یې نور ټکانونه هم حس شوي دي.
طالبانو د ۱۰۵۰ ميله وسلو د ترميم خبر ورکړی

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، شاوخوا ۱۰۵۰ میله بېلابېلې وسلې یې ترمیم کړي.
د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، دغه وسلې د دوی د تخنیک مدیریت ورکشاپ د خفیفه اسلحو د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او کارونې ته چمتو شوې دي.
په بیان کې راغلي چې په دغو وسلو کې (روسي او امریکایي دهشکې، راکټان، بېلابېل ډوله ثقیلان، کلاشینکوفونه ام ۴، ام ۱۶) او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.
تر دې مخکې يادې قول اردو د ۳۰۰ ویجاړ شوو نظامي وسایطو د جوړېدو خبر ورکړی و.
دا په داسي حال کې ده چې د متحدو ایالتونو یوې دولتي ادارې د دغه هېواد کانګرس ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې، امریکا په ۲۰۲۱ کې د ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي دي.