افغانستان
غور کې د نجونو د زدهکړو د بندېدو په اعتراض کې يو ځوان په دوه مياشتې بند محکوم شوی

په غور کې یو ځوان د دې لپاره په دوه میاشتې بند محکوم شوی دی، چې د طالبانو له لوري یې د نجونو د زدهکړو پر بندېدو اعتراض کړی و.
یوې سرچینې چې له طالبانو څخه یې د ویرې له امله د خپل نوم له یادېدو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې احمد مجیدي یوه اوونۍ مخکې په خپل فېسبوک کې د طالبانو له لورې د نجونو د زده کړو پر بندیز انتقاد کړی و، چې بیا طالبانو ونیو او پرون یې په دوه میاشتو بند محکوم کړ.
احمد مجیدي د غور د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ افغانستان او پاکستان نن دویمه شل اوره سیالي لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوره لوبې ته پوره چمتووالی لري.
ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په نړیوال میدان کې سره مخامخې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني پرون ازادي راډیو ته وویل: "ډاډه یم چې پاتې دوې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. افغان لوبډله له پیله د دغو سیالیو لپاره چمتووالی لري. ډېر تمرکز به یې پر دویمه لوبه وي چې هغه هم په خپل نوم کړي."
افغانستان او پاکستان به سبا دوشنبه خپله درېیمه او وروستۍ مسابقه کوي.
که افغانستان یوه بله لوبه هم وګټي، د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.
افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو سره وګټله.
دا په یوه نړیواله مسابقه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه چې تاریخي ګڼل کېږي.
طالبان: په هرات کې ۸ کیلو ګرامه مواد نیول شوي

په هرات کې د مخدره موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیریت وايي، اته کیلوګرامه هغه مواد یې نیولي چې د مخدره توکو په تولید کې کارول کېدای شي.
دغه مدیریت پرون ویلي چې دغه نیول شوي توکي سوځول شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې په هرات کې د تریاکو کښتونه هم له دوو اوونیو راهیسې اړول کېږي.
دا ادعا داسې وخت کېږي چې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو کښت په ۲۰۲۲م کال کې د شاوخوا پنځه زره ټنه غنمو د تولید مخه نیولې ده.
خو د طالبانو ویاند د دغه راپور موندنې بې اساسه بللي دي.
د افغانستان بانک ۱۵ میلیون امریکايي ډالره لیلاموي

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، نن د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالره په لیلام خرڅوي.
دغه بانک وضاحت نه ورکوي چې دغه پیسې د کوم هېواد له خوا دوی ته ورکول کېږي، خو په لیلام ډول یې د خرڅولو هدف د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل ښودلي دي.
دغه بانک په میاشت کې څو ځله میلیونونه ډالر لیلاموي.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه سیالي کوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبلړۍ دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کړي.
افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پاکستان ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
دا د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه.
د دواړو لوبډلو تر منځ د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په پام کې ده.
طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته.
باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.
تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.
طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳ کسان مړه او ۷ ټپیان کړي

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو دوو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه نړولي دي.
تر دې مخکې د تېرې اوونۍ په زلزله کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۶۰ تنه ټپیان شوي وو.
له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وايي چې د زلزلې له کبله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
رسنۍ: کرزي له برتانوي چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیدلي

بيبيسي خبر ورکړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي بریتانیا ته سفر کړی او هلته یې د برتانوي چارواکو په ګډون د افغانستان د مخکیني حکومت له ځینو چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي.
د دې خبر پر بنسټ، کرزي په لندن کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د صدراعظم له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره کتلي دي.
خبر کې له چارواکو سره د کرزي د خبرو محتوا، د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بینالافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول ښودل شوي دي.
دا معلومه نهده چې د حامد کرزي دا سفر رسمي و او که غیر رسمي.
تر اوسه د کرزي مطبوعاتي دفتر هم په دې اړه معلومات نهدي خپاره کړي.
د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نهلري

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره طالبانو ثابته کړه چې د یو ملت په توګه د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نهلري.
دې ادارې دا خبره په افغانستان د ښوونیز کال د پیل په دُرشل کې پرون ناوخته یوه اعلامیه کې کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، هېڅ هېواد د تعلیم یافته نجونو او مېرمنو پرته د سوکاله راتلونکي تصور نهشي کولای، په داسې حال چې افغانستان بیا د نړۍ په سطحه د بېسوداۍ تر ټولو لوړ شمېر لري، هغه څه چې د دې سازمان له قوله، افغانستان یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړی دی.
د بشري د څار سازمان دا هم لیکلي چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د نجونو ښوونځي تړلي و چې د دې سازمان په خبره، د نجونو یو نسل یې لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره له زدهکړې، پرمختګ او هغه څه څخه بې برخې کړ چې دوی یې غواړي.
د بشري حقونو د څار سازمان روان وضعیت ته د طالبانو د نا حقه عذرونو، درواغجنو او ناکامو ژمنو د تکرار نوم ورکړی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.
په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شوي

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول.
د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه.
د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې.
دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو.
د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.
په چک جمهوریت کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو.
د دې افغان نوم نه دی اخیستل شوی، خو رسنیو ویلي چې دی ۲۴کلن ځوان دی، په جرمني کې یې په ۲۰۲۱م کال کې پناه اخیستې وه، له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و او هلته یې یوه ۳۷کلنه ښځه په چړې وهلې وه چې بیا دا مېرمن ژوندۍ پاتې شوه او دې ځوان په همدې ورځ یوه ۱۹کلنه نجلۍ هم په چړې ګواښلې وه چې بیا یې پرې جنسي تېری کړی و.
دی بیا تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو او پرون د چک یوې محکمې د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.