نړۍ
د اسرائيل د ملي امنيت وزير په بيتالمقدس کې له الاقصی جومات ليدنه وکړه
د اسرائیل د ملي امنیت ښي اړخي وزیر، ایتامار بن ګویر (Itamar Ben-Gvir) نن په بیتالمقدس کې هغه ساحه وکتله چې الاقصی جومات پهکې دی.
دا هغه سپېڅلې ساحه ده، چې هم یهودان او هم مسلمانان په درنه سترګه ورکته وګوري.
د اسرائیل ینیت (Ynet) خبري وېبسایټ د بن ګویر عکسونه خپاره کړي، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د ساحې په کتنه بوخت دی.
د اسرائیل د اپوزیسیون مشر او پخواني صدراعظم یایر لاپن خبرداری ورکړ، چې د ملي امنیت د وزیر دا ډول یوه کتنه ښايي تاوتریخوالي ته لمن ووهي.
په همدې حال کې روغتیايي چارواکي او عیني شاهدان وايي، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې بیت لحم ته نږدې په تازه تاوتریخوالي کې د اسرائیل پوځیانو د شخړې پر مهال د فلسطین یو زلمکی وواژه.
د اسرائیل پوځ په دې باب څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلینسکي بلېنکن ته: اوکراین د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ویلي چې هېواد یې د پاټریوټ توغندیو سیستم ته سمدستي اړتیا لري.
ولودیمیر زیلینسکي دا غوښتنه نن په کییف کې له انټوني بلېنکن سره د کتنې پرمهال وکړه.
زیلینسکي وویل، هېواد یې داسې مهال چې روسیې د اوکراین پر شمال ختیځې خارکییف سیمې حملو ته زور ورکړی او د سیمې اوسېدونکي د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سختو بمباریو لاندې دي نورو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.
بلېنکن چې په کانګرس کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د امریکا د مرستې له تصویبېدو څو اوونۍ وروسته نن په ناڅاپي سفر کییف ته ورسېد وویل چې د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات دې هېواد ته پر لاره دي.
بلېنکن زیاته کړه چې دا مرسته به د روسیې پر ضد د روانې جګړې په ډګر کې لوی بدلون راولي.
په عین حال کې په خارکییف سیمه کې د اوکراین د پوځ ستر درستیز نن وویل چې اوکرایني ځواکونو د د روسیې سرحد ته نژدې د واوچانسک کوچني ښار پر لور د روسي د پوځ تازه حمله په شا تمبولې ده.
له بلې خوا د اوکراین د پوځي استخباراتو د ادارې مشر کیریلو بودانوف نن د اوکراین تلوېزیون ته وویل چې په خارکییف کې وضعیت آرام دی، خو هغه زیاته کړه چې روسیه ښايي په راروانو ورځو کې هلته اضافي ځواکونه واستوي.
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې لهخوا د توغول شوي میزایل په چاودنه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر هدایتالله له قوله لیکي چې وايي، پېښه نن سهار وختي هغه مهال وشوه چې دا توغندی پر یوه کور ولګېد.
د هغه په وینا، په مړو کې ماشومان هم شامل دي.
ویل شوي چې وژل شویو کسانو ظاهراً له وسلهوالو ډلو سره یې اړیکي نه لرل او ولسي وګړي وو.
د راپورونو له مخې د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو مړي د اعتراض لپاره د پوځ د یوې قرارګاه مخې ته کېښودل او د دې پېښې د عاملانو غوښتنه یې وکړه.
تراوسه مالومه نه ده چې دا توغندی به چا ویشتلی وي او چارواکو ویلي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي.
د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې په سیمه کې د ډرون ډېری حملې د امریکا یا د پاکستان د پوځ له خوا کېږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر؛ د برېښنا او غنمو بیې ټیټې او له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پای ته ورسېدل
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې معترضانو وروسته له هغه د تاوتریخوالي د ډکو مظاهرو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه چې چارواکو د برېښنا او غنمو د بیو له ټیټولو سره موافقه وکړه.
د عوامي ایکشن د کمېټې په نوم په سیمه کې د مدني حقونو ائتلاف چې دا مظاهرې یې تنظیم کړې وې، نن وویل چې د پاکستاني کشمیر په مرکز مظفرآباد ښار کې پلان شوې اعتراضونه یې وروسته له هغه کنسل کړل چې چارواکو د دوی غوښتنې ومنلې.
په دې مظاهرو کې چې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ پیل شوې وې، د پولیسو او معترضانو ترمنځ په نښتو کې څلور کسان چې یو پولیس هم پکې وو، ووژل شول او د چارواکو په وینا له سلو زیات پولیس هم پکې ټپیان شول.
بېګا ناوخته د کشمیر د سیمه ایزې ادارې مشر اعلان وکړ چې د برېښنا او غنمو بیې ټیټې شوې دي.
آل ثاني: د غزې د اوربند خبرې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو دوام بې نتیجې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاتې دي.
شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني نن وویل چې په خاص ډول په تېرو څو اونیو کې منځګړو په خبرو کې د پرمختګ نښې ولیدلې، خو له بده مرغه کارونه پر سم لوري ولاړل نه او ځکه نو خبرې په بې نتیجې حالت کې دي.
د آل ثاني په وینا، په رفح کې د اسراییلو پوځي عملیات د دې شاتګ باعث شول.
په روانه مې میاشت کې په رفح کې د پوځي عملیاتو پرمهال اسراییلو له رفح سره د مصر پوله چې د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده، بنده کړه.
د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا اقدام به په غزه کې وضعیت نور هم خراب کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته چې تېره میاشت د امریکا کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځي مرستې بسته تصویب کړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.
د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دي، ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
امریکا: ایران دې حوثي سخت دریځو ته په بې ساري اندازه د وسلو لېږد ودروي
د امریکا متحده ایالتونو له ایرانه غوښتي چې حوثي سخت دریځو ته د بې ساري اندازې وسلې لېږد و دروي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرت وود، پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، د ایران د ملاتړ له کبله حوثي سخت دریځو په سر سمندر کې پر بېړیو د بریدونو وړتیا پیدا کړې ده.
رابرت وود زیاته کړه، که امنیت شورا غواړي چې رېښتیا هم د یمن کورنۍ جګړه پای ومومي، باید په ډله ییزه توګه له ایرانه وغواړي چې له بې ثباته کوونکي روله لاس واخلي.
هغه وویل، ډېر اسناد او شواهد شته چې ښيي ایران د بالستیک او کروز توغندیو په ګډون حوثیانو ته درنې وسلې ورکوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو د تېر کال له نومبر راهیسې تراوسه په سره سمندرګې کې پر سوداګریزو بېړیو څه باندې پنځوس بریدونه کړي دي.
غزه کې سلګونه زرو بې ځایه شویو فلسطینیانو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ روانه ده
مرستندویه کارکوونکي سلګونو زره بې ځایه شویو فلسطینیانو ته د خوراکي توکو په وېشلو بوخت دي.
د راپورونو له مخې، خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.
په خلکو د خوړو وېش په دې خاطر په چټکۍ ترسره کېږي چې اسراییلو په رفح د محدودو پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي ویاندې عبیرعاطفه ویلي اته دېرش لارۍ مواد د اریز له لارې غزې ته رسول شوي.
د هغې په خبره، د غزې له دوو اصلي لارو هېڅ ډول مواد تېره اوونۍ نه وو رسېدلي.
امریکا: ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي
امریکايي چارواکو ویلي هندي کمپنیو په ایران کې په پانګونې سره ځان د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخ کړی دی.
ایران او هند د دوشنبې په ورځ د چابهار بندر په اړه یو لس کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هند په چابهار کې پانګونې کوي او د دې بندر عملیاتي چارې به مخته وړي.
دا تړون د شاوخوا ۱۲۰میلیونو ډالرو ارزښت لري.
د فرانسې خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پتیل په حواله لیکلي چې: «هر بنسټ یا هر څوک چې له ایران سره تجارتي اړیکې پالي، باید پوه شي چې ځانونه د بندیزونو باالقوه خطر ته اچوي.»
هندي چارواکو مخکې ویلي وو چې چابهار بندر د ګاونډ پاکستان د بایپاس کولو لپاره تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي چې ورسره به د هند، ایران او افغانستان سوداګري له منځنۍ اسیا او اروپا سره لا غښتلې شي.
شنکر: هند له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی.
ایس جی شنکر نن په مومبی کې خبریالانو ته وویل، کله چې له ایران سره د چاه بهار په اړه پر اوږدمهالو مقرراتو موافقه وشي، نو هغه مهال به په دې بندر کې د لازیاتو پانګونو څرنګوالی روښانه شي.
رویټرز خبري آژانس جې شنکر ته د یوې نژدې سرچینې له قوله خبر ورکوي چې د هند د سمندري ټرانسپورټ وزیر به ایران ته د سفر پر مهال هند ته د چاه بهار بندر د اوږمهالي اجارې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
هند په چاه بهار بندر کې د دې لپاره پانګونه کړې چې خپل تولیدات د ایران او افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته صادر کړي او د صادراتو لاره له پاکستانه چپه کړي، خو د چاه بهار ستونزه دا ده چې متحدوایالتونو پر ایران بندیزونه لګولي او ځکه یې د رغونې چارې ډېرې سوکه پرمخ ځي.
کریسټرشون: د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري ژوره شوې
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرشون وایي، د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري اوس دومره ژوره شوې چې په معاصرتاریخ کې هیڅکله هم دومره پیاوړې نه وه او اساس یې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته سیمې ته د امنیتي ګواښونو زیاتوالی دی.
کریسټرشون نن دوشنبې په سټاکهولم کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز او د شمالي اروپا د هېوادونو د صدراعظمانو د غونډې کوربه دی.
په عین حال کې د بالتیک د درېیو هېوادونو صدراعظمانو چې نن د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنوس کې جرګه کېږي، ویلي چې د مسکو بیرول به دوی د اوکراین له ملاتړه په شا نهکړي.
سویډن په مارچ میاشت کې د ناتو له تړون سره یوځای شو او فنلنډ هم له هغې مخکې د تېر کال په اپرېل میاشت کې د دې پوځي تړون غړیتوب حاصل کړی و.