د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

افغانستان

سرچینه: په میدان وردګ کې د یوې مدرسې ۲۱ زده کوونکي مسموم شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

د میدان وردګ ولایت په عامې روغتیا ریاست کې یوې سرچینې خبر ورکړ چې تېره شپه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په لوړې سیمې کې د یوې دیني مدرسې ۲۱ تنه زده کوونکي مسموم شوي دي.

د دغه ولایت د روغتیا ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل د مسمومیت لامل بخارۍ وه چې په دغې مدرسه کې ایښودل شوې وه.

د سرچینې په وینا ۱۰ تنه شدید مسموم شوي کسان یې د درملنې په موخه غزني ښار ته رسولي او نورو کسانو درملنه یې د پېښې په سیمه کې کړې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه د خبرو څخه ډډه وکړه.

ځايي سیمه ییز رسنیو د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست د چارواکو له قوله ورته خبر ورکړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په ترکمنستان کې نوی شارژدافېر ګومارلی

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ترکمنستان کې یې نوی شارژدافېر ګومارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي نن جمعه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د فضل محمد صابر باورلیک منلی دی.

د قهار بلخي په وینا، له صابر سره د ترکمنستان د باندنیو چارو وزیر رشید مرادف په کتنه کې ترکمن وزیر هیله څرګنده کړه چې د دوو خواوو اړیکې لا پراخې شي او د ټاپي د ګازو د نللیکې، د ټاپ د برښنا د انتقال او د هرات-تورغونډۍ د ریللارې په شمول پر سترو پروژو ژر کار پیل شي.

موسوي: د کډوالۍ مسئله له کډوالو سره پر ضدیت، دېوالونو جوړولو او غیرانساني اقداماتو نه شي حلېدای

په ایران کې افغان کډوال
په ایران کې افغان کډوال

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سیدرسول موسوي وايي، د کډوالۍ مسئله له کډوالو سره پر ضدیت، په پولو کې د دېوالونو په جوړولو او غیرانساني اقداماتو نه شي حل کېدې.

موسوي دا څرګندونې پرون وروسته له دې وکړې چې په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ګڼ راپورونه خپاره شول.

موسوي پر خپله ایکسباڼه کې همداراز لیکلي، تر څو چې بې‌وزلي او بې‌عدالتي وي، مهاجرت به وي.

د ایران د باندنیو چارو مرستیال وزیر همداراز ویلي: "کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده."

ده لیکلي: "حکومتونه نه دي توانېدلي چې د دېوالونو په جوړولو، د کډوالۍ پر ضد په سختو پالیسیو، او له کډوالو سره د غیرانساني سلوک په وسیله دا ستونزه حل کړي."

د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي وو چې له افغانستان سره پر پوله به دېوال جوړ کړي.

یو شمېر ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره په پوله کې یې د دېوال پر جوړولو کار پیل کړی دی.

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د سمنګان ولایت د روبات کوتل په سیمه کې پرون جمعه په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي دي.

په مړو شویو کې دوې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دي چې ټول د بلخ ولایت اوسېدونکي دي.

ځايي طالب چارواکو رسنیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له يوې لارۍ سره ټکر شو.

په وروستیو نژدې لسو ورځو کې شاوخوا ۴۰ تنه په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د اکثرو ترافیکي پېښو علت د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته کېږي.

افغانستان له نیوزیلنیډ سره ټېسټ سیالي لوبوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان او نیوزیلنیډ د کرکټ ملي لوبډلې به په لومړي ځل ټېسټ سیالي ولوبوي.

د کرکټ معتبر وېبسایټ کرېک اینفو په یوه راپور کې لیکلي دي، دا سیالي به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د هندوستان د ګریټرنوېډا په لوبغالي کې ترسره شي.

په راپور کې لیکل شوي دي چې په احتمالي توګه به دغه ټېسټ سیالي د سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه پیل او تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

تر دې دمه د نیوزیلنډ په ګډون، اسټرالیا، پاکستان، انګلستان او سویلي افریقا هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره یې ټېسټ سیالي نه ده ترسره کړې.

تر دې دمه د افغانستان او نیوزیلینډ د کرکټ بورډ ادارو د یادې ټېسټ سیالي په تړاو خپل رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی، خو روانه اوونۍ افغان کرکټ بورډ په یوه خبر کې لیکلي وو چې د نیوزیلنډ کرکټ بورډ له مسولینو سره یې تر چمپینز ټراپۍ وړاندې د لوبلړۍ د لوبولو خبرې کړې دي.

د پاریس په المپیک کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې

افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي
افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي

د پاریس په المپیک کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.

دا لوبې نن د نړۍ له بېلابېلو برخو د څه باندې لس زره او پنځه سوه لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

طالبانو ویلي چې دا درې ښځینه افغان لوبغاړې دوی په رسمیت نه پېژني، خو د المپيک نړیوالې کمېټې بیا ویلي چې دوی د طالبانو پلاوی نه دی وربللی.

د المپیک په لوبو کې افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون له لارې غواړي د هغو ۲۰ میلیونه افغان مېرمنو استازیتوب وکړي چې د دې په وینا په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغې زیاته کړه چې دا غواړي نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې په هر حالت کې ستر هدف ترلاسه کولای شي.

یولدوز هاشمي له خپلې خور فریبا هاشمي سره د پاریس المپیک د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو د ترڅنګ د نجونو او ښځو پر ورزش هم بندیز لګول شوی دی.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او سرغړونو ته اندېښنه وښوده

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپایي ټولنې استازولي په یوه بیان کې وویل، دغه ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او د ښځو او نجونو په برخو کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته ډېره زیاته اندېښمنه ده.

په دې بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، همداراز راغلي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو بنیادي حقونو څخه چې په دې کې زده‌کړې، کار او ازاد سفر شامل دی، منع شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه پلاوي، یوناما او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي په زیاتېدو ده.

په دې ترڅ کې تمه ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بشري حقونو کمېسیون راتلونکې سې شنبه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

په کابل کې د درمل جوړولو یوه نوي شرکت کار پیل کړ

ارشیف
ارشیف

په کابل کې د ۲۰ میلیون ډالرو په لګښت د درمل جوړولو یوه نوي شرکت کار پیل کړ.

د لایف پرل په نوم د دغه نوي شرکت مسوولانو پرون په کابل کې د دغه شرکت په پرانیستونکو مراسمو کې وویل چې شرکت به یې شاوخوا ۵۰ ډوله درمل جوړوي.

د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال وزیر عبدالباري عمر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې حاضردمه په ټول افغانستان کې د درملو ۷۷ شرکتونه فعالیت لري.

افغانستان د درملو له سخت کمښت سره مخامخ دی او اکثره درمل له بهره واردوي، خو خلک شکایت لري چې ډېری وارداتي درمل بې کیفیته دي.

یو افغان د ایران په بندر عباس زندان کې په پټه اعدام شوی

ارشیف
ارشیف

یوې ایرانۍ رسنۍ د بشري حقونو د سرچینو په قول پرون پنجشنبې راپور ورکړ چې یو افغان د ایران په بندر عباس زندان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په پټه اعدام شوی دی.

۴۳ کلن ګلاب شاه نورزی چې په اصل کې د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و، د سې شنبې په ورځ سهار وختي په دار وځړول شو.

ایران وایر رسنۍ د ایران د بشري حقونو د څارونکې ډلې هینګاو د راپور پر اساس وايي، نورزی په پټه او بې له دې چې د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شي، اعدام شوی دی.

نورزی د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په بندر عباس کې د ایران د انقلابي محکمې له‌خوا په بند محکوم شوی و او پنځه کاله په بند کې و.

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران: په افغانستان کې ټولې موجودې وسلې خوندي دي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد او چپ لور ته د دوی د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني
د عکس ښي لور ته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد او چپ لور ته د دوی د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران وايي چې په افغانستان کې ټولې موجودې وسلې خوندي دي او باید هیڅوک یې په اړه اندېښنه ونه‌لري.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد پرون پنجشنبې د درې ګونو امنیتي او دفاعي قواوو د ستاینې په غونډه کې وویل څوک چې د وسلو او وسایطو په اړه اندېښنه ښيي، هغوی هڅه کوي چې په دې توګه خلک په دوی بې‌باوره کړي.

تر دې مخکې د جولای په ۱۸مه نېټه د امریکا پخواني ولسمشر او جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا وکړه چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پرېښودل او دا وسلې اوس په بازارونو کې پلورل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هم د وسلو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت ۲۳۰زره پولیس لري.

د پاریس د المپیک په سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې هم ګډون لري

 یولدوز هاشمي
یولدوز هاشمي

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم ګډون لري.

یولدوز ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل دا غواړي په سږني المپیک کې د ۲۰ میلیون افغان ښځو، چې د دې په وینا له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې استازیتوب وکړي.

نوموړې دا یادونه هم کړې چې غواړي په دې المپیک کې نړیوالو ته وښيي چې افغان ښځې له ناوړه شرایطو سره سره کولای شي لویو اهدافو ته ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د المپیک لوبې جوړېږي.

دا لوبې چې د نړۍ شاوخوا لس نیم زره لوبغاړي په ۳۲ ورزشونو سیالي په‌کې کوي سبا پيلېږي.

د افغانستان له‌خوا د ۳ نجونو په ګډون ۶ لوبغاړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت وایي، افغان نجونې په المپیک کې د دوی استازیتوب نه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG