د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۵

نړۍ

سپینه ماڼۍ: په اوس وخت کې بایډن له پوتین سره د خبرو نیت نه لري

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن نیت نه لري چې په اوس وخت کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې وکړي.

دا خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون جمعه په یوه بیان کې وکړه او ویې ویل چې د دغو خبرو لپاره شرایط اوس سم برابر نه دي.

هغه وویل، پوتین تراوسه هېڅ نښه نده ښودلې چې هغه دې هر ډول خبرو ته د نوموړي لېوالتیا وښيي.

بایډن د پنجشنبې په ورځ له فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دی لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له پوتین سره خبرې وکړي، خو که هغه وغواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراين پوځ په دونېڅک سيمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی

اوکراين کې د بخموت سيمه، هلته چې توده جګړه روانه ده.

د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او ویلې یې دي، روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل.

د دوی په وینا، د جګړې تمرکز بیا هم پر بخموت ښار و.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، ځواکونو یې د بخموت ښار پر شاوخوا سیمو د روسیي پوځیانو ۶۰ بریدونه شنډ کړي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، روسیه دغلته پر پوځي اهدافو، زېربناو او ملکي اهدافو بریدونه کوي چې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.

په دونېڅک او خارکیف کې د دوه ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.

روسي اړخ لا د جګړې په تازه پرمختګونو تبصره نه‌ده کړې.

د جنوبي کوريا پوځ: شمالي کوريا دوه باليستيک توغندي توغولي

د شمالي کوريا له‌خوا د توغندي توغول، انځور - ارشيف

د جنوبي کوریا پوځ نن دوشنبه ویلي، شمالي کوریا له خپلو ختیځو سواحلو دوه بالیستیک توغندي ویشتلي دي.

د جنوبي کوریا لوی درستیز ویلي، دغه توغندي د هوانګه ولایت پر لوري ویشتل شوي او ۳۷۰ کیلومتره مزل یې کړی دی.

د جاپان د حکومت د معلوماتو له مخې داسې ښکاري، چې دغه توغندي د جاپان له انحصاري اقتصادي سیمې بهر لګېدلي دي.

د جنوبي کوریا پوځ دغه اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې ده.

تل ابيب کې د اسرائيل دفاع وزير د ګوښه کېدو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

د خلکو اعتراضونه

وروسته له هغې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې دفاع وزیر یوآف ګالنت له دندې لیرې کړ، په تل ابیب کې د پارېدلو خلکو اعتراضونه پیل شول.

د ټلوېزیونونو د راپورونو له مخې، په لسګونو-زره کسان د نتنیاهو د پرېکړې د غندلو لپاره، په دې لوی ساحلي ښار کې راټول شول.

د راپورونو له مخې په بیت المقدس کې بیا پارېدلو اعتراض کوونکو د نتنیاهو کور ته څېرمه د یوه تړل شوي سړک له خنډونو واوښتل.

دا لا معلومه نه‌ده، چې په هغه وخت کې ۷۳ کلن صدراعظم په کور کې و، که نه، خو د هغه ګاونډیانو د خپل هېواد شین او سپین رنګه ملي بیرغ رپاوه.

د مسکو له لوري بېلاروس کې د اټومي وسلو ځای پر ځای کولو پلان په اړه نړيوال غبرګونونه دوام لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د مسکو د هغو پلانونو په وړاندې چې په بېلاروس کې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي، د نړیوالو غبرګونونه دوام لري.

کییف دغه پلان غندلی او د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مسکو له‌خوا له دغو وسلو د احتمالي کارولو د مخنیوي لپاره دې پرېکنده اقدامات وکړي.

ناټو پر پوتین د هغه څه په خاطر چې هغه یې د اټومي وسلو په اړه خطرناکه او غیرمسولانه ویناوې بللې، انتقاد وکړ او جرمني بیا د دغه اقدام د غندنې ترڅنګ ویلي چې، دا اروپایي ټولنې ته د اټومي وسلو د ورنږدې کولو لپاره یو اقدام دی.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل په یوه ټویټ کې وویل، بېلاروس په خپله خاوره کې د روسیې د اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو سره د اروپا امنیت ته غیرمسولانه ګواښ زیاتوي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي، هیڅ داسې نښه یې نه‌ده لیدلې چې روسیه دې، دې ته تیاری ولري چې اټومي وسلې وکاروي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې، په بېلاروس کې د اټومي تکتیکو وسلو ځای پر ځای کول د اټومي وسلو د پراختیا له اوسنیو تړونونو څخه سرغړونه نه‌ده.

هغه ویلي، متحدو ایالتونو دا کار کلونه کلونه د خپلو متحدینو په قلمرونو کې کړی او روسیې او بېلاروس هم اوس موافقه کړې چې دغه کار به سرته رسوي.

بي‌بي‌سي فارسي راډيو له نږدې ۸۲کلونو فعاليت وروسته وتړل شوه

د بي‌بي‌سي‌ راډيو سټوډيو

د بي‌بي‌سي د فارسي راډیو څانګه له نږدې ۸۳ کلونو فعالیت وروسته پرون یکشنبې وتړل شوه.

بي‌بي‌سي فارسي په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې، وروستی پروګرام یې چشم انداز بامدادي و چې په خپرېدو سره یې نور د دې راډیو غږ بند شو.

د بي‌بي‌سي فارسي راډیو د ۱۹۴۰ کال د ډسمبرپه ۲۸ رسماً په فعالیت پیل کړی و چې، په ایران، افغانستان او نوره نړۍ کې یې په ميلیونونو اورېدونکي درلودل.

بي‌بي‌سي د تېر کال په لومړیو کې اعلان کړی و چې، له دې وروسته تر ډېره بریده پر ډيجیټلي خپرونو تمرکز کوي او د دې خپرېدونکې شبکې یو شمېر څانګې به وتړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د خدای پاماني په هغو مراسمو کې چې د بې‌سي‌سي په مرکزي دفتر کې جوړشوي و، د دې راډیو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو ګډون کړی و او د خپلو خاطرو یاد یې تازه کړ.

کرکټ؛ پاکستان له افغانستان سره د دویمې سیالۍ لپاره لوبډله کې بدلون راوستی

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د کرکټ لوبډلې سکواډ

ټاکل شوې چې نن افغانستان او پاکستان د ۳ شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه سیالي ترسره کړي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت تر ماښام وروسته ۸:۳۰ بجې پیل شي.

پاکستان یو وار بیا تر لوبې څو ساعته مخکې خپله ۱۱- کسیزه لوبډله کړه چې، یو بدلون یې پکې راوستی.

په اعلان شوې لوبډله کې به محمدنواز د فهیم اشرف پر ځای لوبه وکړي.

د پاکستانۍ لوبډلې په یولسو کسانو کې صایم ایوب، محمدحارث، عبدالله شفیق، طیب طاهر، اعظم خان، شاداب خان، عماد وسیم، محمدنواز، نسیم شاه، زمان خان او احسان الله شامل دي.

یادې لوبډلې خپله لومړۍ سیالي د ۶ وېکټو په توپیر افغانستان ته بایللې وه.

که نننۍ سیالي هم د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شي، نو دا لوبلړۍ به وګټي او که پاکستان یې ګټي په درېیمه سیالۍ کې به د لوبلړۍګټونکی معلومېږي.

د دواړو ملکونو ترمنځ به درېیمه سیالي سبا دوشنبه ترسره شي.

د اوکراین جګړه کې له ګډون وروسته د روسیې واګنر کمپڼۍ ۵ زره مجرمان بخښلي

په روسیه کې د واګنر خصوصي کمپنۍ دفتر

د روسیې لپاره د جنګېدونکې واګنر خصوصي کمپنۍ ريیس اعلان وکړ چې تر ۵ زره ډېر مجرمان یې د اوکراین په جګړه کې له ګډون کولو وروسته د تل لپاره له حبسه بخښلي دي.

د دې ملېشه خصوصي ډلې ريیس بوګني پریګوژین، چې په وروستیو کې له بندیانو څخه د ناوړه استفادې په خاطر له نیوکو سره مخامخ شوی و، پرون شنبې په یوه ویډیو کې وویل، تر ۵ زره ډېرو بندیانو، چې له دغه شرکت سره د قرارداد پر اساس د اوکراین جګړې ته تللي وو، په جګړه کې د ټاکلې مودې له تیرولو وروسته بخښل شوي او خوشې شوي دي.

په امریکا کې د توپان له کبله ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي

د امریکا په مي سي سي پي د توپان له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د امریکا په مي سي سي پي کې پرون شنبې ماښام په توپان کې لږترلږه ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د امریکا د ناببره پېښو ادارې وايي چې توپان، چې سرعت یې په ساعت کې شاوخوا سل مایله و، ډېر مالي تاوانونه هم اړولي دي.

اندېښنه ده چې ممکن ګڼ نور کسان به تر نړېدلو ودانیو او کنډوالو لاندې ایسار وي.

روسیه خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په ګاونډي بېلاروس کې ځای پر ځای کوي.

پوتین پرون شنبه وویل، د ده بېلاروسي ساري الکساندر لوکاشنکو ډېره موده پخوا ورڅخه غوښتي وو چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.

بېلاروس له پولنډ سره، چې د ناټو غړی دی، ګاونډی دی.

روسیې د چچنیا لانجمن رهبر 'رمضان قادروف' ستایلی

رمضان قادروف چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې پر چچنیا واکمني کوي، د شکنجې، انسان تښتونې، د خلکو د ورک کولو، غیرقانوني اعدامونو، د سیاسي مخالفانو د ترور او ځورونې، دغه راز د همجنسبازانو پر وړاندې د زورزیاتي په ګډون له بشري حقونو په سختو سرغړونو تورن دی.

روسیې د چچنیا د بشري حقونو د مدافع په ډول د چچنیا د لانجمن رهبر رمضان قادروف ستاینه وکړه.

چارواکي وايي، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپلو وګړو د حقونو په دفاع کې د پام وړ خدمتونو له کبله ستایل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، رمضان قادروف چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې پر چچنیا واکمني کوي، د شکنجې، انسان تښتونې، د خلکو د ورک کولو، غیرقانوني اعدامونو، د سیاسي مخالفانو د ترور او ځورونې، دغه راز د همجنسبازانو پر وړاندې د زورزیاتي په ګډون له بشري حقونو په سختو سرغړونو تورن دی.

له دې سره سره قادروف تر اوسه د روسیې له خوا د ویاړ تر ۳۰ زیات مډالونه ترلاسه کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG