افغانستان
د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د قوس په ۶مه ده

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه وشي.
سریلانکا د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې له افغانستان سره د درېیو پنځوس اووره لوبو کوربنه ده.
دا لوبې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته د مستقیم تګ لپاره دي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه پرون افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.
د سوپرلیګ لوبې له یوه کال راهیسې پيل شوې دي.
افغان لوبډله دومره امتیازات تر اوسه لري که چېرته له سریلانکا څه دا لړۍ وګټي په مستقیم ډول به د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.
له سریلانکا سره درېیمه لوبه به د سې شنبې په ورځ وشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي

د اسلامي همکاریو د سازمان یا او ای سي عمومي منشي حسین ابراهیم طه وايي چې په افغانستان کې روان بدلونونه د فلسطین په څېر د دې سازمان د اجراییه کمېټې د فوق العاده جلسې مهمه برخه ده.
ښاغلي طه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د جګپوړو چارواکو د ۴۹مې غونډې په درشل کې پرون د دې سازمان مقدماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
په پام کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۹مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه جوړه شي.
طه بېګا په یوه بیان کې وویل چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي طارق علي بخیت له لارې د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د اړتیا په ګډون یو لړ سپارښتنې وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان د مرغومي په ۲۱مه له یوې بېړنۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان وویل چې د پوهنتون په ګډون تعلیم ته د نجونو لاسرسی د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه شي.
یونېسف: افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمي سره مخامخ دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یا یونېسف د اجراییه مرستیال وايي، افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمي سره مخامخ دی.
عمر عبدي په یوه بیان کې چې پرون یې پر ټویټر خپور کړ ویلي چې د افغانانو بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي.
د یونېسف دې چارواکي ویلي چې که له افغانانو سره مرستې ونه شي نو یو بشري ناورین به رامنځته شي.
د عبدي په وینا دا مهال شاوخوا ۲۸ میلیون افغانان مرستو ته اړ دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم په سږني ژمي کې بشري مرستو ته د افغانانو پر جدي اړتیاوو ټینګار کړی.
ګڼو رسنیزو ادارو له طالبانو د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو غوښتنه کړې

د بې سرحده خبریالانو ټولنې یا ار ایس ایف او د فرانسې ۱۴ رسنیو او تولیدي شرکتونو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي له بنده خوشې کړي.
دې ټولنې دا غوښتنه پرون په یوه بیان کې وکړه.
ار ایس ایف وايي، بهبودي نږدې یوه میاشت مخکې په کابل کې نیول شوی او بندي شوی دی.
د خبریالانو دا مدافع ټولنه وايي چې بهبودي دوه ورځې وروسته له دې چې د سفر په نیت افغانستان ته ولاړ، د جنوري په ۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان ونیول چې ځینې یې وروسته خوشې کړل. تراوسه د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو دقیق شمېر نه دی معلوم.
د واورو له امله له کابل سره د ډايکنډي، غور او باميان ولايتونو لارې تړل شوي

د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي، سخت اورښتونه او توفانونه له کابل سره د دغو ولایتونو د لارو د تړل کېدو سبب شوي دي.
د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس پرون د غور-کابل د لویې لارې د تړل کېدو موضوع تایید کړه او وايي د مرکز او شپږو ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې دي.
د بامیان لپاره د طالبانو چارواکو هم د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د هوا د وضعیت تر ښه کېدو پورې د دغو ولایتونو پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د روغتيا سازمان: هر افغان ماشوم بايد د پوليو ضد واکسين شي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي.
WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې ټول له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان نه ساتئ بلکې د ټولو لپاره یوه سالمه او خوندي ټولنه هم رامنځته کوئ.
د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان په شاوخوا پنځلسو ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کمعمره ۵،۳ ملیونه ماشومان په نښه شوي و.
په افغانستان کې چې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، سږ کال تر اوسه د پولیو هیڅ یوه پېښه نهده ثبت شوې.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر کال پاکستان کې د پولیو۲۰ او موزمبیق کې اته مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
اوچا: افغانستان کې مرستو ته اړتيا ډېره شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره لهدې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي.
اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بېساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري.
اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.
اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له لوري د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم جزي درولي دي.
د کډوالو عالي کمېشنري: پکتيکا او خوست کې مو زرګونه زلزلهځپلو ته سرپناوې برابر کړي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د هغو په زرګونو کسانو لپاره ګرمې سرپناوې برابرې کړي دي چې کورونه یې د تېرې سرطان میاشتې په زلزله کې ویجاړ شوي و.
د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه چې دغې ادارې زیانمن شویو کسانو ته څومره ګرمې سرپناوې برابرې کړي نور جزیات نهدي ورکړي.
خو يادې ادارې ویلي یې دي، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې یې له اوو زره ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا د دغو مرستو چې د قزاقستان لهخوا برابرې شوې، هدف دا و چې هره کورنۍ د ځان لپاره د سونګ موادو د اخیستو وس او هم په ژمي کې د تودوخي لپاره وسایل ولري.
دغې زلزلې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست سپیرې ولسوالۍ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي و.
روزا اوتونبايووا: حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وایي، حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي او ښځې او نجونې باید پهکې ونډه ولري.
یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې مېرمن اوتانبایووا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې څخه کتنه ترسره کړه ترڅو د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په دې هم پوه شي چې څومره نجونو ته د حرفوي زدهکړو امکانات برابر شوي دي.
د طالبانو د دغې ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت د دغې کتنې په اړه په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې، ځوان نسل ښه استعدادونه لري چې ورڅخه کار نهدی اخیستل شوی خو اداره یې اوس دې ته ژمنه ده چې د هر هغه ځوان ملاتړ به کوي چې د وطن لپاره د خدمت اراده ولري.
نوموړي د نجونو د زدهکړې یادونه نهده کړې خو د دې ادارې مرستیال، مولوي غلام سعید احساس په یوه جلا ټویټ کې ویلي، د ښځو د زدهکړې او کار ستونزه به ډېر ژر هواره شي او هیله یې ښودلې چې د علم زدهکړه له سیاست جلا شي.
طالبانو چې له مخکې یې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له لوړو زدهکړو بې برخې کړي، په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې یې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
د طالبانو حکومت: له ازبکستان به د ريلګاډي خدمات بېرته پيل شي

د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکي وایي، روانه اونۍ یو پلاوی ازبکستان ته ځي چې له دې هېواده د افغانستان حیرتان - مزارشریف پر غځول شوې د ریلګاډي پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو ستونزه حل کړي.
د دې ادارې ویاند سمیع دراني تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، له ازبکستان لوري سره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو په ګډون د جوړې شوې کمېټې په وروستیو څو غونډو کې موافقه شوې چې د دغه پټلۍ مدیریت او ټولې چارې به افغانستان ته سپارل کېږي.
نوموړي وويل: "یو اکشن پلان ترتیب شوی دی. د دغه اکشن پلان پر اساس باید یوه تفاهم نامه له ازبکستان سره نهایي او لاسلیک شي. د دغې تفاهم نامې لهمخې به د ازبکستان حیرتان پټلۍ ځینې چارې ازبکستان ته سپارل کېږي. تمه ده په دغه سفر کې به دغه موافقه نهایي شي او انشاالله له حیرتان مزارشریف د وسپنې پټلۍ څخه به د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي."
د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې، د دغې پټلۍ فعالیت یې له دې کبله ځنډولی چې افغانستان نهدی توانېدلی چې پر وخت د دغې پروژې تخنیکي ساتنه وکړي.
زابل کې په دوو ترافيکي پېښو کې ۲ کسان مړه او لس ټپيان شوي دي

په زابل کې نن مازیګر په دو جلا جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، چې لومړۍ پېښه د دې ولایت په ډبرو پله سیمه کې د کرولا او لوکسل موټر ترمنځ شوې او دوهمه پېښه هممهاله د مرکز کلات اړوند په مغلېزو سیمه کې د بابوجې اوفلډر موټر ترمنځ شوې.
د نوموړي په وینا په دواړو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د کندهار - کابل عمومي لاره چې تر ډېره ويجاړه ده، ډېری وخت ترې د ترافيکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.