د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

نړۍ

د ټوېټر مالک سر له نن د کارکوونکو ډله‌ييز ويستل پيلوي

د ټوېټر مالک ایلان ماسک
د ټوېټر مالک ایلان ماسک

د ټوېټر مالک ایلان ماسک به له دې ټولنیزې شبکې د کار کوونکو ډله‌ییز ویستل له نن څخه پیل کړي.

ټوېټر پرون د یوه اېمیل له لارې خپل کارکوونکي له دې پرېکړې خبر کړی وو.

په دغه اېمیل کې ویل شوي دي، چې په سم لوري د ټوېټر د روانولو لپاره به د جمعې په ورځ د نړیوالو کارکوونکو د راکمولو سخته پروسه پیل کړي.

د ګارډین ورځپانې د راپور پر بنسټ؛ ماسک به د ټوېټر تر ۵۰ سلنه کاري ځواک راکم کړي چې به ورسره په زرهاو تنه بې‌روزګاره شي.

ایلان ماسک تېره اوونۍ ټوېټر په ۴۴ ملیارده ډالرو وپېره او د دې شبکې څو لوړپورې چارواکي يې له دندو ګوښه کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان
اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده.

هغې پرون د سویډن په مالمو ښار کې د ۹۰۰۰ نندارچیانو په وړاندې خپله سندره وویله.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د سندرې د اورولو پر مهال کومه پېښه ونه شوه خو په همدې ورځ له ۱۰ زرو زیاتو کسانو د مالمو په مرکزي چوک کې پر غزه ښار د اسراییل د یرغل خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې پر غزه د اسراییلو د برید له وجې دې دغې اسراییلۍ سندرغاړې ته د یورویژن سندرو سیالۍ په نیمه پای یا سیمي فاینل کې د ګډون وخت ورنه کړل شي.

دوی وروسته د مالمو ښار په لارو کوڅو کې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ.

د ټليفون له لارې د رایې ورکولو د پروسې په لړ کې اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یوروویژن فاینل ته ځان ورساوه.

د سندرو د دې سیالۍ فاینل د شنبې په ورځ کېږي.

د یورو ویژن سندرو سیالۍ په فاینل کې به د ۲۶ هیوادونو سندرغاړي برخه اخلي چې په کې فرانسه، جرمني، ایټالیا، هسپانیا، برېتانیا، سویډن، کرویشیا، قبرس، فنلینډ، ایرلینډ، لیتوانیا، لوګزمبورګ، پرتګال، سربیا، سلووینیا، اوکراین، ارمینیا، اتریش، ایستونیا، ګرجستان، یونان، اسراییل، لیتویا، هالنډ، ناروې او سویس شامل دي.

شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزول شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

وسلوالو کسانو په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ځايي ښوونځی په بمونو ویجاړ کړی دی.

پولیسو پرون پنج شنبه ویلي چې په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

د شمالي وزیرستان په شیوه سیمه کې د دې چاودنې چې د چهارشنبې ناوخته شوې چا مسوولیت نه دی منلی.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف دا بمي چاودنه غندلې او یو بزدلانه عمل یې بللی چې په وینا یې د ګڼو ځوانو او بااستعداده نجونو راتلونکی خرابولی شي.

پولیس وايي، حمله کوونکو لومړی د ښوونځي ساتونکی ډبولی، بیا یې د نجونو په دغه ښوونځي کې، چې ۱۵۰ زده کوونکي یې وو، منفجره مواد ځای پر ځای کړي او چاودنه یې کړې ده.

د سعودي عربستان ولیعهد روانه میاشت جاپان ته په سفر ځي

د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان

ټاکل شوې د سعودي عربستان ولیعهد د مې میاشتې له ۲۰مې تر ۲۳مې جاپان ته لاړ شي.

محمد بن سلمان به په توکیو کې د جاپان له امپراتور، صدراعظم او نورو چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

سعودي عربستان، جاپان ته د تېلو له عمده صادروونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

دا به له ۲۰۱۹م کال راهیسې جاپان ته د محمد بن سلمان لومړی رسمي سفر وي.

د جاپان حکومت ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد به له امپراتور ناروهیتو سره د غرمې ډوډۍ وخوري او له صدراعظم فومیو کیشیدا سره به خبرې وکړي.

د جاپان د حکومت ویاند یوشي­ماسا هیاشي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته خبریالانو ته وویل، صدراعظم کیشیدا به پر دوه اړخیزو همکاریو، پر هغو مسایلو چې منځنی ختیځ یې اغېزمن کړی او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

مصر: حماس ډله او اسراییل باید د اوربند په اړه انعطاف وښيي

د مصر د پلازمېنې قاهرې یوه څنډه
د مصر د پلازمېنې قاهرې یوه څنډه

مصر ویلي، که حماس ډله او اسرائیل غواړي په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د یرغمل شویو د تبادلې پر سر موافقه وشي، باید له ځانه «انعطاف» وښيي.

په غزه کې د اسرائیل د جګړې اوومه میاشت ده او لا یې هم د ختمېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

راپورونه وايي د تازه مذاکرو تر بې نتیجې ختمېدو وروسته اسرائیل بیا په غزه کې خپلې حملې شدیدې کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې د ښکېلو لوریو د انعطاف منلو پر اهمیت ټینګار وکړ او له دوی یې وغوښتل چې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو او په غزه کې د بشري غمیزې د ختمېدو لپاره هره لازمه هڅه وکړي.

حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي نن جمعه ویلي، هغه مرکچیان یې چې روانه اوونۍ د اوربند پر سر د خبرو لپاره په قاهره کې وو، اوس دوحې ته روان شوي دي.

حماس وايي، اسرائیل د اوربند هغه پېشنهاد چې منځګړو ورسپارلی و، رد کړی او انتقادونه یې ورباندې کړي دي.

د مصر له حکومت سره نږدې خبري اژانس القاهره پرون پنج شنبه راپور ورکړی و چې د اسرائیل مرکچیان هم له قاهرې روان شوي دي.

د جرمني دفاع وزیر: لویدیځ متحدان به کیف ته د هایمرس توغندیو درې سیستمونه ورکړي

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس(Boris Pistorius) اعلان کړی چې د اوکراین لویدیځ متحدان به کیف ته د هایمرس توغندیو درې سیستمونه ورکړي.

پیستوریوس دغه څرګندونې له خپل امریکایي سیال لویډ اسټن سره تر ملاقات وروسته پرون د مې په نهمه نېټه وکړې.

د هایمرس توغندیو سیستم چې پر لاریو نصبیدای شي، په یوه مهال څو پرله پسې هدایت شوي توغندي توغوي.

تراوسه چې اوکراین ته کوم توغندي ورکول شوي، اتیا کیلو متره مزل وهلی شي.

امریکا د فلسطین په رفح ښار کې د اسراییلو له عملیاتو نارضایتي وښوده

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویندوی جان کربي
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویندوی جان کربي

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویندوی جان کربي پرون (پنجشنبې) وویل، په رفح کې ستر عملیات به د حماس د ماتېدو سبب نه شي.

ښاغلي کربي پرون (پنجشنبې) خبریالانو ته وویل، پر رفح حمله به د حماس د سختدریځې ډلې د ماتولو لپاره د واشنګټن او تل ابیب ګډ هدف پوره نه کړای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا له خبرداریو سره سره اسراییل پرون (پنجشنبې) وویل چې په رفح کې د عملیاتو پلان ته دوام ورکوي.

په عین حال کې راپورونه ښيي چې د غزې د جنوب په رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو شمېر په زیاتېدو دی.

دا په داسي حال کې ده چې ملګري ملتونه، د غزې اوسیدونکي او مرستندویان وايي چې پر رفح د اسراییل د برید په صورت کې به انساني ناورین رامنځته شي.

د چین ولسمشر په هنګري کې له تود پوځي هرکلي وروسته د دغه هېواد صدراعظم سره وکتل

د چین د ولسشمر د هرکلي یوه څنډه
د چین د ولسشمر د هرکلي یوه څنډه

د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې نن په پوځي مراسمو سره د چین د ولسمشر شي جین پینګ تود هرکلی وشو.

د چین ولسمشر وروسته د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره وکتل.

هنګري اروپا ته د شي جین پینګ د سفر درېیم ټپال دی، هغه تر دې مخکې فرانسې او سربیا ته تللی و.

د هنګري حکومت د ښاغلي شي او اوربان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې تر لسو د زیاتو دوه اړخیزو موافقو د لاسلیک خبر ورکړی دی.

هنګري د اروپایي اتحادیې یوازینی غړی هېواد دی چې د چین «د یوه کمربند یوې لارې» په لویه پروژه کې شامل دی.

د هنګري صدراعظم چې له پیکینګ سره ښې اړیکي پالي، غواړي په اروپایي اتحادیه کې چې اکثراً نوموړی منزوي شوی، تعادل رامنځ ته کړي.

چین د بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد ترمنځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي.

لسګونه افغان کډوالو په برېتانیا کې رونډا ته د دوی د استولو د پرېکړې خلاف لاریون وکړ

د برېتانیا بیرغ
د برېتانیا بیرغ

د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې پرون چهارشنبه په لسګونو افغان پناه غوښتونکو روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو په مخالفت کې لاریون وکړ.

په هغو ویډیويي تصویرونو کې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، په لسګونو افغان پناه غوښتونکي لیدل کېږي چې د برېتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او وايي دوی باید روانډا ته د لېږلو په پرېکړه کې شامل نه شي، ځکه روانډا د دوی لپاره خوندي ځای نه دی.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو له انتقادونو سره- سره د برېتانیا پارلمان شا و خوا دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې روانډا ته یې د پناه غوښتونکو د لېږلو لایحه تصویب کړه چې هلته د دوی دوسیې وڅېړل شي.

روانډا به په پیل کې شا و خوا ۵۷۰۰ پناه غوښتونکي ومني.

په پام کې ده په راروانو شپږو اوونیو کې روانډا ته د هغو افغان پناه غوښتونکو لېږل پیل شي چې د برېتانیا حکومت «غیرقانوني پناه غوښتونکي» بللي دي.

د غزې له رفح ښار څخه ۳ ورځو کې د ۸۰ زرو فلسطینیانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی

د رفح یوه کډواله کورنۍ
د رفح یوه کډواله کورنۍ

د فلسطیني کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن پنج شنبه ویلي چې په تېرو درېیو ورځو کې چې اسرائیل د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات سخت کړي، له دغه ښاره شا خوا ۸۰ زره کسان نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

UNRWA په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، چې له تېرې دوشنبې له رفح ښار دغه ۸۰زره بېځایه شوي کسان هڅه کوي په نورو ځایونو کې ځانونه پناه کړي.

د غزې له نورو برخو د جګړو له کبله څه باندې یو ملیون کسانو رفح ښار ته پناه وړې ده.

د فلسطیني کډوالو دغې ادارې خبرداری ورکړ چې دغه کورنۍ په هېڅ ځای کې خوندي نه دي.

اسرائیل د نړیوالو له خبرداریو سره- سره د رفح ښار په ځینو برخو کې د دوشنبې ناوخته خپل بریدونه پیل کړل.

د چین ولسمشر نن په هنګري کې د دغه هېواد له صدراعظم سره ویني

د چین ولسمشر شي جین پینګ
د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن پنجشنبې د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د دې هېواد له صدراعظم ویکتوراوربان سره خبرې کوي.

شي جین پینګ اروپا ته په دې سفر کې له دې مخکې فرانسې او سربیا ته تللی و.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، هنګري د اروپایي اتحادیې یوازېنی غړی هېواد دی چې د چین د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې شامل دی.

د هنګري صدراعظم چې له پیکینګ سره ښې اړیکي پالي، غواړي په اروپایي ټولنه کې چې تر ډېره پکې نوموړی منزوي شوی، تعادل رامنځ ته کړي.

چین د بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد ترمنځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG