خبرونه
يونېسف په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۱۳زره بېوزلو مېرمنو سره مالي مرسته کړې

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې یې ۱۱۳ زره بېوزلو ښځو ته مالي مرسته رسولې ده.
یونېسف پرون (پنجشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا نغده مرسته به، چې برېتانیا ورسپارلې وه، د ښځو پر ژوند مهم اغېز ولري.
یونېسف غواړي چې په را روان ژمي کې له ۱۰ زره نورو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
د دغه پروګرام لپاره ۵۷ میلیون ډالره بودجه په پام کې نیول شوې ده.
نړیوالو مؤسسو خبرداری ورکړی چې راروان ژمی به د بېوزلو افغانانو لپاره له کړاونو ډک وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مهمند: په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو د بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی او له څو سوه کانټینرونو پرته نږدې درې زره نور به په څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته له افغانستانه د تللي پلاوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره د شوې موافقې له مخې د کراچۍ له ګمرکه د دغو بندو کانټینرونو د خلاصون کار له پرون سې شنبې راهیسې پیل شوی او هر کانټینر به چې له ګمرکه وځي، په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د مومند په وینا، دوی هیله من دي چې پاکستان هغو څه کم ۴۰۰ کانټینرونو ته هم اجازه ورکړي چې په کې بار مالونه یې د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست محمد یونس مومند په خبره، د لارې د بندېدو او د پاکستان د پرېکړې له مخې په تېرو څه کم دوو میاشتو کې چې د افغان سوداګرود مالونو کانټینرونه په کراچۍ کې بند پاتې دي، په میلیونو ډالره زیان سوداګرو ته رسېدلی دی.
بیلسټروم: ترکیه په ناټو کې د سویډن ځندولی غړیتوب تصویبوي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم نن وویل چې ترکیې سویډن ته ویلي چې په ناتو تړون کې د سویډن غړیتوب به چې څو اوونۍ یې ځنډولی، تصویب کړي.
سویډن او فنلنډ پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناتو تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل.
د فنلنډ غړیتوب هم چې ترکیې او هنګري یې د یوې مودې لپاره ځنډولی و، په دې تړون کې منل شوی، خو د سویډن له غړیتوب سره تراوسه ترکیې مخالفت کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړی دی، پر دغو هېوادونو تور پورې کړی و چې د هغو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي چې انقره یې ترهګرې ډلې بولي.
د ترکیې پارلمان د فنلنډ غړیتوب د اپرېل په میاشت کې تصویب کړ، خو سویډڼ تراوسه انتظار باسي.
ترکیې تراوسه د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
کرکټ؛ سریلانکا د راتلونکي میلادي کال په سر کې له افغانستان سره سیالۍ لري

د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې نن د نومبر په ۲۹مه نېټه د خپل راتلونکي کال لوبیز پلان رسنیز کړ.
په یاد پلان کې ویل شوي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ به سریلانکا د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې له افغان لوبډلې سره درې لوبلړۍ ولوبوي.
که څه هم د یادو سیالیو دقیقې نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې په دې لوبلړیو کې به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملې وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو یادې سیالۍ به د سریلانکا په کوربتوب ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې له امله د کرکټ نړیوالې شورا روانه میاشت د سریلانکا کرکټ بورډ غړیتوب ځنډولی و.
نړیوالو منځګړو د نورو اسراییلي بندیانو ازادېدو ته هیله ښودلې

نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکني بریدونه ونه کړي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي.
که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي.
اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو یرغمل شویو د آزادېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي که حماس د لسګونو نورو یرغملو خوشې کولو ته دوام ورکړي نو اوربند به وساتي.
خو د اسراییل بل لوی هدف به چې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل دي، ښایي ترلاسه نه شي.
د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې په تېرو څو ورځو کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې موقت اوربند ټینګ شوی، حماس تراوسه ۶۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، آزاد کړي دي.
پر دې سربېره حماس په دې موده کې نولس ټایلنډیان، یو فلیپیني او یو د اسراییل او روسیې دوه ګونی تابعیت لرونکی هم آزاد کړي دي.
دغه راز اسراییل هم له خپلو زندانونو ۱۸۰ فلسطیني بندیان چې ښځې او تنکي ځوانان دي آزاد کړي دي.
ګومان کېږي چې شاوخوا یونیم سل تنه به تراوسه له حماس سره یرغمل وي.
که د دغو یرغملو د خوشې کولو بهیر په اوسنۍ بڼه چې د ورځې شاوخوا لس تنه آزادېږي دوام وکړي نو اوربند کېدای شي دوه اوونۍ نور وغځېږي.
ډبلیو ایف پي: د اقلیم د بدلون بحران د افغانستان میلیونونه کورنۍ ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، د اقلیم د بدلون بحران په افغانستان کې په میلیونونه کورنۍ ګواښي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د اقلیم د بدلون بحران لیرې نه دی بلکه همدا اوس په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو لپاره په رښتینې ګواښ بدل شوی.
دې پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي ټولنې د زیانونو له خطرسره مخ کړي او لوږه زیاته شوې.
یاد پروګرام د اقلیم د بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې د دې یادونه کړې چې دا مهمه ده چې نړۍ د اقلیم د بدلون د ټکانونو پر وړاندې د دغو کورنیو د مقاومت وړتیاوې زیاتې کړي.
ټاکل شوې چې د اقلیم د بدلون کنفرانس سبا د نومبر په ۳۰ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانیستل شي چې د ډسمبر تر دولسمې پورې په دوام وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په تېره لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.
د پاملرنې نړیوالې موسسې د سنبلې په میاشت کې د یوې سروې نتیجې خپرې کړې او ویلي وو چې د افغانستان د ۷۸ سلنه وګړو میاشتنی عاید کم شوی چې یو لامل یې هم په دې هېواد کې پرله پسې وچکالۍ ښودل شوې وې.
اوچا: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د هرات له ۲۷۵ زره زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ټولټال ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یوازې ۲۷ نیم میلیون ډالره ترلاسه شوي دي.
اوچا نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له شوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د شپږو اوونیو په تېرېدو سره بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغیزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.
خو اوچا ویلي چې د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره په بودیجه کې زښت زیات کمی دی او نورو سرچینو ته بېړنۍ اړتیا ده.
د لاتویا بهرنیو چارو وزیر د ناټو عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر کریشیانیس کارینش د ناټو د عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دا ټلواله داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې د اجماع جوړولو توان ولري، لویو دفاعي لګښتونو ته ژمن وي او له روسیې سره د مقابلې لپاره یو واضح نظر ولري.
کارینش پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل ناټو داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له غړو هېوادو سره د جلا او ګډ کار وړتیا ولري او وکولای شي چې ټول یوه تګلوري ته سم کړي.
دا احتمال شته چې ناټو د راروان کال په جولای میاشت کې به واشنګټن کې په خپله راتلونکې سرمشریزه کې د ناټو لپاره یو نوی عمومي منشي ونوموي.
د امریکا سنا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې نوې بستې په اړه بحث کوي

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر جوبایډن له خوا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې د نوې بستې د طرحې په اړه راتلونکې اونۍ بحث وکړي.
د سنا د اکثریت مشر چک شومر پرون په خپله اونیز خبري غونډه کې وویل، دا موضوع به راتلونکې اوونۍ په سنا کې یاده کړي او هیلهمن دی چې دواړه ګوندونه به یې ملاتړ وکړي.
ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پهکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده.
سناتور شومر وویل چې د دې لایحې تصویب حتی که د سرحدي امنیتي تدابیرو د تمویل په برخه کې چې جمهوریپالو وکیلانو یې غوښتنه کړې وه کوم توافق هم ونه شي، یوه اړتیا ده.
اوکرایني چارواکي: د سومي پر 'سیري دینا' کلي د روسیې حملو درې کسان وژلي

د اوکراین چارواکي وايي، د دې هېواد د شمال ختیځې سیمې سومي پر سیري دینا کلي د روسیې توغندويي حملو ۳ کسان وژلي دي.
د سومي سیمه ایزو چارواکو پرون وویل، په وژل شویو کې یو اوه کلنه ماشومه چې له خپل پلار سره په موټر کې وه، هم شامله ده.
د دې چارواکي په وینا، په دې حمله کې د استوګنې پنځه کورونه ویجاړ شوي دي.
د سومي د څارنوالۍ دفتر ویلي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې آیا روسیې د دې حملې په وسیله د جګړې قوانین تر پښو لاندې کړي دي که نه.
د دنیپروپیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک وايي، په جنوبي نیکوپول ښار کې هم د روسیې په یوه بله حمله کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ ولګېده.
په تورخم کې له پاکستانه ایستل شویو افغان ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د تورخم په سرحدي سیمه کې یې له پاکستانه ایستل شویو د افغان کډوالو ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ کړي دي.
یونېسف د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وویل چې دا خوندي ځایونه ۲۴ساعته خلاص وي چې له پاکستان څخه ایستل شويو ماشومانو ته رواني ټولنیز ملاتړ او تفریحي فعالیتونه وړاندې کوي تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
یونېسف د دغو ماشومانو د شمېر او د رامنځته شویو خوندي ځایونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې د نومبر په لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه چې د راپورونو له مخې یو شمېر افغان ماشومان هم له خپلو کورنیو جلا او له سرپرست پرته افغانستان ته شړل شوي دي.
په څه باندې څلورو لکو افغانانو کې چې له پاکستانه د نومبر له لومړۍ ایستل شوي د راپورونو په اساس شاوخوا ۶۰ فیصده یې ماشومان جوړوي.