د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۳۳

نړۍ

ايران کې د بنديوانې فرانسوۍ جوړې د قضيې په تړاو يو شمېر نور کسان نيول شوي

د ايران بيرغ

د ایران قضا وايي چې پر بندیوانې فرانسوۍ جوړې د تورونو د قضیې په اړوند یو شمېر نور کسان هم توقیف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي غواړي د دې قضیې په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي پرون خبریالانو ته وویل، د نویو کسانو توقیف د دې قضیې په اړه مهم اطلاعات روښانه کړي دي.

دفرانسې د ښوونکو د ټولنې چارواکې سیسلي کوهلر او ملګری یې ژاک پاریس په تېره مې میاشت کې ایران ته په رخصتۍ تللي وو، چې د کارګرانو د ټولنې د اعتراضونو د پارولو په تور ونیول شول.

دوی په جاسوسۍ او د ایران د ملي امنیت په ګواښلو تورن شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسپانيا کې د امريکا سفارت ته استول شوی بم شنډ کړی شوی دی

د اسپانيا پوليس

په اسپانیا کې د بمونو د شنډولو متخصصانو پرون هغه بم شند کړ چې په یوه لیک کې دننه، په مادرید کې د امریکا سفارت ته استول شوی و.

دا په تېرو څو ورځو کې په اسپانیا کې جګپوړو چارواکو ته د پوستې په وسیله د بمونو د استولو لسمه پېښه وه چې تېره اونۍ صدراعظم پیدرو سانچیز ته په پوسته کې د بم په استولو سره پیل شوه.

دې ته ورته لیکونه د دفاع وزارت، د هوايي ځواک قرارګاه، د وسلو جوړولو یوې فابریکې او د اوکراین سفارت ته هم استول شوي وو.

د اسپانیا دفاع وزیرې مارګریتا روبلیس پرون له خپل اوکرایني سیال الکسي ریزنیکوف سره په کتنه کې وویل چې، دا ګواښونه به د دې هېواد، د اوکراین د برحق داعیې له ملاتړ څخه په شا نه کړي.

روسيې د اوکراين پر خرسون ښار بيا بريدونه کړي

انځور - ارشيف

د اوکراین جنوبي خرسون ښار پرون پنجشنبې، یو ځل بیا د روسيې د پوځ په توغندويي حملو کې په نښه شو.

د دې ښار پوځي ادارې پرون وویل چې، په دې حملو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په ښار کې د برښنا جریان پرې شوی دی.

د اوکراین پوځ د اوکراین په ختیځه جبهه کې بخموت ښار ته نژدې هم پر ځینو ښارونو د توغندويي حملو خبر ورکړی.

پر خرسون ښار د روسي ځواکونو په راکټي حملو کې چې د نوامبر په شلمه پیل شوې، تر اوسه شل کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلوېښت کسان ټپیان شوي.

د جاپان او هسپانيا لوبډلې د فوټبال نړيوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې

د جاپان او هسپانيا فوټبال لوبه

د جاپان او هسپانیا لوبډلې د تېرې شپې په سیالیو کې له بري وروسته د فوټبال د نړیوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې.

جاپان هسپانیا ته د یو په وړاندې په دوه ماتې ورکړه او له دې سره هم‌مهاله جرمني له کوستاریکا څخه د دوو په وړاندې په ۴ ګولونو وګټله.

سره له دې چې جاپان تېره شپه کوستاریکا ته ماتې ورکړه خو جاپان د شپږو امتیازونو خاوند شو او د اي ګروپ د لومړي ټیم په توګه یې بل پړاو ته لاره ومونده او هسپانیا، چې د جرمني په شان یې ۴ امتیازونه لرل، د ګولونو د امتیاز له کبله منځ‌لوبو ته ووت او کوستاریکا خو جرمني له نړیوال جامه رخصت شول.

د فوټبال نړيوال جام چې قطر کې روان دی د دسمبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.

اوکرایني چارواکي: دونیڅک کې سختې نښتې شوي

اوکراین کې جګړه

اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د ډونیڅک په سیمه کې سختې جګړې کړي دي.

دا خبره د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن کړې او زیاته کړې یې ده چې روسانو د اوکراین په سویل خرسون کې خپلې دفاعي کرښې قوي کړي او د دې ښار پر مرکز يې د توغندیو ورولو ته دوام ورکړی.

خرسون تېره میاشت اوکرایني ځواکونو له روسانو بېرته نیولی و.

بل خوا په اوکراین کې تخنیکي اینجنران هڅه کوي څو وکولی شي د روسیې د بمباریو په پایله کې پرچاو شوې برښنا بېرته فعاله کړي.

د روسیې پرلپسې بمباریو په اوکراین کې میلونونه اوکراینیان د ساړه ژمي په درشل کې بې برښنا کړي.

د اکراین لوی درستیز وویل؛ په دنباس کې چېرته چې روسان هڅه کوي په جګړه کې برلاسی ولري د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، د روسیې توپچي د اوکرایني ځواکونو پوستې او څو ښارګوټي یې په نښه کړي دي.

لوی درستیز وايي روسي ځواکونو د لیمان ښار ته نژدې دفاعي کرښې جوړې کړي دي او تازه مهمات هلته ځای پر ځای کوي.

پاکستان کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ۹ کسان وژل شوي دي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان، انځور - ارشيف

پاکستاني چارواکي د دې هېواد د ډبرو د سکرو په یوه کان کې په یوه چاودنه کې د لږ تر لږه نهه کان کېندونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کانونو او طبعي منرالونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار محد عارف ویلي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزو سیمې په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د عارف په وینا په دې اړه څېړنه پیل شوې ده چې چاودنه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.

قطر کې د فوټبال نړيوال جام؛ ټاکل شوې نن څلور لوبې ترسره شي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

کاناډا له مراکش، کرویشیا له بلجیم، جاپان له هسپانیا او کاستاریکا له جرمني سره لوبې کوي.

د دغو لوبو په نتیجه کې به د بل دور یو شمېر نور ټیمونه هم مشخص شي.

پرون د اتو ټیمونو ترمنځ د لوبو په نتیجه کې د دغه جام بل پړاو ته چې ۱۶ ټیمونه به سره لوبې کوي، اته ټیمونه ووتل.

ارجنټاین دوه د صفرپه مقابل کې پولنډ ته ماتې ورکړه، مکسیکو دوه د یوه په مقابل کې له سعودي عربستان لوبه وګټله.

اسټرالیا یو د صفر په مقابل کې ډنمارک مات کړ او تونس هم له فرانسې لوبه یو د صفر په مقابل کې وګټله.

د فوتبال د نړیوال جام بل پړاو لوبې به چې د نکوټ پړاو بلل کېږي، بل سبا د ۱۶ ټیمونو ترمنځ د شنبې په ورځ پیل شي.

د فوتبال د نړیوال جام سیالۍ به د ډسمبر تر اتلسمې پورې دوام وکړي.

اسلامي دولت ډلې د خپل مشر وژل کېدل تأييد کړل

انځور - ارشيف

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله چې مشر یې په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی.

د دغې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه صوتي پیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، یوازې د خپل مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړې خو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له‌مخې د امریکا پوځ وویل، القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې په اکتوبر میاشت کې ویلي و چې، د سوریې هغو یاغیانو چې مخکې یې له حکومت سره روغه جوړه کړې، د درعا ولایت په جاسیم کلي کې د داعش یو شمېر وسله‌وال وژلي دي.

دغې ډلې په راپور کې ویلي و چې، په وژل شویو کې د دې ډلې یو عراقي مشر هم شامل دی چې د نښتې پر مهال یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي موادو ته چادونه ورکړې وه.

دا د داعش سخت دریځې ډلې دوهم مشر دی چې په روان کال کې وژل کېږي.

تر هغه مخکې د دې ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په فبروري میاشت کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا په یوه برید کې وژل شوی و.

امريکا روسيه کې د خپل يو زنداني په اړه اندېښنه ښودلې

د امريکا بيرغ

د امریکا متحد ایالتونو د خپل یوه تبعه، پاول ویلان په اړه چې په روسیه کې زنداني دی، اندېښنه ښکاره کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون وروسته تر دې اندېښنه څرګنده کړه چې د پاول ویلان کورنۍ وویل چې، له یوې اونۍ راهیسې یې هیڅ حال نه‌شته.

د کربي په وینا، امریکایي دیپلوماتان کوښښ کوي چې د پاول ویلان له وضعیته خبر شي.

روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پاول ویلان پخوا د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو سرتیری و چې په دوه زره اتلسم کال کې د روسیې له لورې د جاسوسۍ په تور ونیول شو بیا دوه کاله وروسته په شپاړس کاله بند محکوم شو.

اسپانيا کې د اوکراين په سفارت کې چاودنه شوې

اسپانيا کې د اوکراين سفارت کې چاودنه

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اوکراین په سفارت کې پرون چاودنه وشوه.

د سفارت د یوې استازې اولېه نیکولینکو په وینا دې چاودنې یو تن ټپي کړی دی چې د مرګ خطر یې نه‌شته.

نیکولینکو په خپل فېسبوک کې د د پېښې په تړاو څرګنده کړې ده چې سفارت ته د یوه استول شوي لیک د پرانیستو پر مهال دا چاودنه وشوه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د پيښې تحقیقات وکړي او ښاغلي کولیبا په ټوله نړۍ کې د اوکراین پر سفارتونو غږ وکړ چې امنیتي تدابیر سخته کړي.

د چین پخوانی ولسمشر 'ژیانګ زیمین' ومړ

د چین پخوانی ولسمشر ژیانګ زیمین

د چین پخوانی ولسمشر ژیانګ زیمین چې په ۱۹۸۹کال کې یې د تیانامین د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته د دې هېواد د کمونېست ګوند رهبري وکړه نن چهارشنبه د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.

دا خبر د چین دولتي رسنیو ورکړی دی.

د چینايي رسینو د راپورونو پر بنسټ هغه د وینې سرطان له کبله نن په شانګهای کې ساه ورکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG