د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

نړۍ

ترکیه کې د چاودنې له امله ۴۰ کسان وژل شوي

د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري.
د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې پرون ماښام د چاودنې له امله لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي.

مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ښودل شوی وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، له چاودنې شاوخوا ۱۵ ساعته وروسته د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري او په کان کې اور لګېدنه لا هم روانه ده.

د تورې بحیرې په سواحلو کې د بارتین ولایت په اماسرا سیمه کې له دغه کان څخه ۵۸ تنه ژغورل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د پېښې ځای ته ولاړ شي.

د چاودنې کره لامل لا هم معلوم نه دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خپګان څرګند کړی

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.
د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

د سیمې د یو شمېر هېوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان پر مړینه خپګان څرګند کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف له ایران سره د خواخوږۍ په پار په پاکستان کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی او خپل بیرغ یې نیمه ځوړند حالت ته راوستلی.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د رییسي مړینې بوږنولی او په خبره یې د ایران-هند د اړیکو په پراختیا کې د هغه د رول یاد به تلپاتې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم پر پېښه خواشیني ښودلې او ویلې یې دي، د پیښې له لومړنیو ساعتونو دوی له ایران سره په همغږۍ کې و او د ژغورنې چارو کې یې هم برخه اخیستې ده.

لبنان کې بیا درې ورځي ملي ماتم اعلان شوی او د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې هم ایراني ولس ته تسلیت ویلی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې فلسطیني ډلې حماس هم چې د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کېږي، د رییسي پر مړینه خفګان څرګند کړی او هغه یې د فلسطینیانو د مقاومت ملاتړی یاد کړی دی.

رویټرز بیا د ایران د سرسخته رقیب اسراییلو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې دوی د رییسي د مړینې په پېښه کې لاس نه لري.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي پرون یکشنبه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شول.

له نایجر څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي

په نایجر کې د امریکايي ځواکونو اډه چې اوس ترې دغو ځواکونو وتل پیل کړي دي.
په نایجر کې د امریکايي ځواکونو اډه چې اوس ترې دغو ځواکونو وتل پیل کړي دي.

د افریقا د لوېدیځ له نایجر هېواد څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د ځواکونو وتل پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۵مې به بشپړ شي.

د امریکا د دفاع وزارت او د نایجر د چارواکو ترمنځ تر څو ورځنیو خبرو وروسته، نایجر او امریکا په ګډه اعلامیه کې پرون یکشنبه وویل، دوی د سرتېرو د وتلو پر سر سلا شوي دي.

کله چې نایجر په دغه هېواد کې د ۶۵۰ امریکايي سرتېرو حضور غیرقانوني وباله، د دغو سرتېرو د وتلو بهیر پیل شو.

دغو ۶۵۰ امریکايي سرتېرو هلته د افراطیت په وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې همکاري کوله.

په نایجر کې پوځي واکمنانو د ۲۰۲۳م کال په جولای میاشت کې تر کودتا وروسته پر قدرت ولکه ټینګه کړه او په مارچ میاشت کې یې له واشنګټن سره د پوځي همکاریو موافقه فسخه کړه.

بریتانیا د چین او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو تازه پیاوړتیا ته اندېښنه وښوده

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانت شاپس
د بریتانیا دفاع وزیر ګرانت شاپس

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانت شاپس پرون یکشنبه وویل چې د چین او روسیې د ولسمشرانو د ډیپلوماتیکو اړیکو د تازه پیاوړتیا په باب ډېره اندېښنه لري.

د هغه په وینا د شي جین پینګ او ولادمیر پوتین ترمنځ د اړیکو دغې ژورتیا ډیموکراسۍ ته یو ګواښ پېښ کړی دی.

د بریتانیا دفاع وزیر د دغه هېواد سکای نیوز تلوېزیوني شبکې ته ویلي، په دې باب ځکه اندېښنه لري چې چین او روسیه هغه دوه هېوادونه دي چې پر ډیموکراسۍ باور نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د چین او روسیې ولسمشرانو تېره پنجشنبه په خپلو منځونو کې د شراکت د نوي عصر رامنځته کولو ژمنه وکړه.

د غزې مرکزي برخه کې د اسراییل هوايي حمله؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور
غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د غزې په مرکزي برخه کې د اسراییل په تازه هوايي حمله کې ۲۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پرون یکشنبه د غزې په شمال کې د حماس ډلې خلاف د جګړو شدت زیات شوی و.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په همدې حال کې د اسراییل مشران په دې اړه، چې تر جګړې وروسته به څوک پر غزه واکمني کوي، سره وېشلي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې جنګي کابینې د دوو نورو غړو له‌خوا هم له انتقادونو سره مخامخ دی.

د هغه عمده سیاسي سیال او د ملي اتحاد د ګوند رهبر بني‌ګنځ خبرداری ورکړی، که د جون میاشتې تر اتمې داسې یو پلان برابر نه‌شي چې د غزې په باب نړیواله اداره هم په کې شامله وي، دی به له حکومت څخه ووځي.

دا څرګندونې داسې وخت شوي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان پرون له نتنیاهو او د اسراییل له نورو مشرانو سره په کتنه بوخت و.

د ایران د ولسمشر لېږدونکې هیلي کوپټره له ستونزې سره مخ شوې

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي هیلي کوپټره له یوې پېښې سره مخ شوې.

د ایران دولتي رسنیو تایید کړې چې د رییسي هیلي کوپټره په لویدیځ اذربایجان ولایت کې سخته ناسته درلوده.

ایسنا اژانس ویلي چې د رییسي د هیلي کوپټرې ځینو سورلیو ته مرګ ژوبله رسېدلې.

د راپورونو له مخې، هیلي کوپټره په یوه ځنګلي سیمه کې چې هوا یې هم لړه وه له پېښې سره مخ شوې او سیمې ته څو امبولاسونه استول شوي.

لا معلوم نه دي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په څه حال کې دی.

ملګري ملتونه: د اسراییل عملیاتو له رفح ښار څخه ۸۰۰ زره فلسطینیان تېښتې ته اړ کړي

د رفح ښار یوه څنډه
د رفح ښار یوه څنډه

ملګري ملتونه وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د بریدونو او پر ځینو برخو د سختو بمباریو له امله شاوخوا ۸۰۰ زره فلسطینیان چې د غزې په دې جنوبي ښار کې یې پناه اخیستې وه، تېښتې ته اړ شوي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارینی په دې اړه وویل، په رفح کې د اسراییلو د پوځی عملیاتو له پیل راهیسې، فلسطینیان په پراخه کچه بې ځایه شوي دي.

هغه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د مې له شپږمې راهیسې، کله چې اسراییل په رفح کې خپل عملیات پیل کړل، د رفح نژدې نیمایي وګړي چې ۸ لکه کېږي، سړکونو ته راوتلي او تېښتې ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا فلسطینیان هغو سیمو ته تښتیدلي دي چې د اوبو مناسبې سرچینې او د روغتیايي اسانتیاوې نه لري.

د جمعې په ورځ، ۱۳ اروپايي او اسیايي هېوادونو له اسراییلو څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې پر رفح ښار پراخ بریدونه ونه کړي.

تر دې مخکې امریکا په وار وار له اسراییلو غوښتي وو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له پلان پرته په رفح کې پراخ پوځي عملیات پیل نه کړي.

عیني شاهدانو هم پرون (شنبې) د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون په څنډه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو پوځ وايي، هوايي ځواک یې په غزه کې تر ۷۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

په عین حال کې اسراییلو ادعا کړې چې د رفح په ختیځ کې د دوی د ځمکنیو ځواکونو په بریدونو کې د حماس د افراطي ډلې ۵۰ غړي وژل شوي او لسګونه تونلونه یې کشف کړي دي.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له لوري ترهګره ډله ګڼل کېږي.

د اسراییلو جنګي کابینې د غزې د جګړې په اړه د نوې ستراتېژۍ پرېکړه وکړه

د غزې د جګړې یوه څنډه
د غزې د جګړې یوه څنډه

د اسراییلو د جنګي کابینې غړي بیني ګانتز پرون (شنبې) د صدراعظم بنیامین نتانیاهو حکومت ته د جون تر لسمې پورې وخت ورکړ چې د غزې په جګړه کې نوې ستراتیژي وړاندې کړي، که نه نو دی به له دې کابینې استعفا وکړي.

بیني ګانتز ټینګار وکړ چې په دې ستراتېژۍ کې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنیدلو، په غزه کې د حماس د واکمنۍ د پای ته رسېدلو، د غزې لپاره د څو ملیتي ملکي حکومت د جوړولو، له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو او پر ټولو اسراییلیانو د عسکري خدمت د جبري کولو په شمول شپږ محورونه شامل دي.

ښاغلي ګانتز له ریاض سره د اړیکو د عادي کیدو په اړه وویل: له سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کول د ایران او د هغه د متحدانو په وړاندې له ازادې نړۍ او لویدیځ سره د اتحاد د رامینځته کولو په خاطر د یوې هراړخیزې پروسې یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې لا هم په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کیږي، د حماس له سختدریځې ډلې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې تړانګې د ادارې د پلان په اړه له صدراعظم سره د کابینې د ځینو غړو د مخالفت له امله د اسراییلو جنګي کابینه وېشل شوې ده.

په واکمن لیخود ګوند کې د بنیامین نتانیاهو د ګوند همکار یوف ګالانت هم د چهارشنبې په ماښام له صدراعظم څخه وغوښتل چې له جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره خپل پلان وړاندې کړي.

بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې وویل چې د ګانتز له خوا اعلان شوي شرایط به د اسراییلو د ماتې، د یرغملو د خلاصون د هڅو د ناکامېدو، د حماس د جګړې د دوام او د فلسطیني دولت د تاسیس سبب شي.

ایران په عمان کې له امریکايي چارواکو سره خبرې تایید کړې

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

یوه ورځ وروسته له هغې چې اکسیوس مجلې په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو په اړه راپور ورکړ، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د دغو خبرو ترسره کېدل تایید کړل.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی استازي پرون د مې د میاشتې په ۲۹مه د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو په هکله د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې وویل٬ دا خبرې اترې یو روان بهیر دی.

د ایران استازي زیاته کړه: "دا خبرې نه لومړۍ وې او نه به هم وروستۍ وي."

د امریکا او سعودي چارواکو د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور محمدبن سلمان او چپ لور ته جیک سلیوان
د عکس ښي لور محمدبن سلمان او چپ لور ته جیک سلیوان

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون د شنبې په ورځ، د مې په ۲۹مه په ظهران کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وکتل او د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه یې خبرې وکړې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د پیاوړتیا پر لارو چارو او همدارنګه په غزه کې د جګړې د بندولو په اړه خبرې وشوې.

د سعودي عربستان د حکومت ویاند وویل٬ محمد بن سلمان او جیک سلیوان د فلسطین د مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د دې راپور له مخې محمد بن سلمان او جیک سلیوان په غزه کې د جنګ د پای ته رسېدو او سیمې ته د بشري مرستو د زیاتولو په ضرورت هم خبرې وکړې.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د لیدو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جیک سلیوان له محمد بن سلمان سره د غزې د جګړې او په غزه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پرله پسې هڅو په ګډون د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې او مشورې کوي.

د پاکستان حکومت له بشکیک خپل یو شمېر محصلان ویستلي

تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.
تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د قرغیزستان له پلازمېنې بشکیک یې خپل یو شمېر محصلین په ځانګړې الوتکه کې راویستلي دي.

د پاکستان ملي راډیو تلوېزیون د راپور پر بنسټ، تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

دې تلوېزیون د چارواکو له قوله دا هم لیکلي چې نن یکشنبه به هم ډېر شمېر نور محصلان له بشکیک وویستل شي.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او لږ تر لږه ۲۹ تنه یې ټپيان کړل.

په ټپیانو کې ډېر یې پاکستاني محصلان دي.

په همدې حال کې د قرغیزستان حکومت یوه اعلامیه کې ویلي چې وضعیت اوس ښه شوی او د حالاتو د سمون ډاډ یې ورکړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG