د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۶

افغانستان

د امریکا پراختیايي پروګرام په افغانستان کې ۳۰ پروژې پیل کړي

ارشیف

د امریکا پراختیايي پروګرام وايي چې په افغانستان کې یې د اړو کسانو لپاره ۳۰ پروژې پیل کړي دي.

د هغه راپور له مخې چې پرون خپور شو، ویل شوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ډېرې مرستې به په دې برخو کې وي.

په دې راپورکې نه دي ویل شوي چې د امریکا پراختیايي پروګرام د یادو پروژو لپاره څومره پیسې ځانګړي کړي دي.

دا پروګرام وايي چې په افغانستان کې کابو ۲۳ میلیونه وګړي غذايي امنیت نه لري او تر نومبر پورې به نږدې ۶ میلیونه افغانان له بېړني بشري وضعیت سره مخامخ شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني په درو د افغانانو وهل له انساني کرامت سرغړونه وبلله

د طالبانو بیرغ

د نړیوالو له تندو غبرګونونو سره سره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په لوګر کې د څو تنو مجرمانو د درو وهلو د حکم ننګه کړې ده.

په تازه غبرګون کې پرون د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، چې دا مهال په برلین او دوحه کې فعالیت کوي ،د درو وهل د انساني کرامت سرغړونه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې د منعې کنوانسیون مراعات کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د جرمني دغې اندېښنې ته په ځواب کې لیکلي، اسلامي شریعت پر عدالت ولاړ دی.

طالبانو تېره اونۍ د درېیو ښځو په ګډون ۱۴ کسان په لوګر ولایت کې د اخلاقي جرمونو او غلا په تړاو عام محضر کې په درو ووهل.

د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د ترلاسه شویو عوایدو نوې کچه اعلان شوه

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه د الوتنو د تېرېدو له درکه هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې سرپرست مشر انعام الله سمنګاني پرون پر ټویټر لیکلي دي چې د متحده عربي اماراتو له ګاګ نومي شرکت سره د یوه تړون تر لاسلیکېدو وروسته د هېواد له هوايي حریم څخه اوس تقریباً سلګونه الوتنې تېرېږي او حکومت له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د میاشتې نږدې ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.

که څه هم د افغانستان د هوايي حریم له درکه د تېرکال د عوایدو دقیق ارقام نه شته، خو د ملکي هوایي چلند ادارې د وړم کال عواید څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ یاد کړي و.

د طالبانو حکومت داسې مهال له بېلابېلو مالي سرچینو د عایداتو د لوړېدو خبره کوي چې په افغانستان کې تر نیمایي زیات وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د سږ کال په اپرېل کې نړیوال بانک وویل چې د افغانانو د سړي سر عواید د پام وړ کم شوي دي.

ملګري ملتونه: ۲۴،۳ میلیون افغانانو ته مو مرستې رسولي

ارشیف

ملګري ملتونه وايي چې د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیون خلکو ته مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۱،۷ میلیون خلکو سره د غذايي موادو، له ۹،۸ میلیون خلکو سره د اوبو او حفظ الصحې په برخو او له ۵،۲ میلیون خلکو سره د غذايي تقویې په برخو کې مرستې شوې دي.

اوچا وايي، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

دې ادارې په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د بېوزلو خلکو شمېر ۹۷ سلنه زیات شوی دی.

طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل

ارشیف: د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو یوه کرونده کې د تریاکو راټولولو بهیر

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له هر راز مخدره موادو کار اخیستل د اسلام له نظره حرام دي او د دې موادو هرراز کاروبار هم جرم ګڼل کېږي.

په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شو، ویل شوي دي چې له سرغړوونکو سره به شرعي چلند وشي.

همداراز په یوه ویډیو کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین ملاعبدالحق همکار ویلي چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د مخدرو موادو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري.

که څه هم د طالبانو حکومت د مخدرو موادو پر کښت او کاروبار مخکې له دې هم بندیز اعلان کړی و، خو د مخدرموادو د کنټرول نړیوال بورډ تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي او باید مخنیوی یې وشي.

دې ادارې همداراز وویل چې له افغان کروندګرو سره باید د بدیل کښت په برخه کې مرستې وشي.

طالبانو دا بیان رد کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شوی دی.

له دې مخکې ملګرو ملتونو په تېره لړم میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په روان کال کې په افغانستان کې د تریاک له تولید څخه د ترلاسه شویو عوایدو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ سیالي د لیندۍ ۹مه ده

په سریلانکا کې د افغانستان او د دې هېواد د کرکټ لوبډلې ترمنځ د یوې مخکینۍ لوبې انځور

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ لوبه سبا د لیندۍ ۹مه په پام کې ده.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو د هغې لړۍ وروستۍ ده چې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې.

د دې لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د شپېتو منډو په توپیر وګټله، خو د یکشنبې په ورځ د دوی دوهمه لوبه د باران له کبله وځنډېده او که څه هم په دې لوبه کې دواړو لوبډلو مساوي پاینټونه وګټل، خو ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یوورځنیو سیالیو نړیوال جام ته غوره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه ویلي دي چې ملي لوبډلې، د سریلانکا په ګډون له ۱۴ د ۱۱ لوبو او د ۱۱۵ پاینټونو تر ګټلو وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو جام ته لاره وموندله.

جوزیپ بورېل: د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي

جوزیپ بورېل

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ريیس وايي، د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي.

جوزیپ بورېل نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د پراختیايي وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل: "د افغانستان د وضعیت په اړه به خبرې وکړو، هلته چې ډېر موارد سمې خوا ته نه درومي. د بدترېدو لور ته روان دي په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره. یو کال وروسته به د افغانستان حالات لا خراب شي."

تر دې وړاندې د اروپايي اتحادیې چارواکو پر ښځو د بندیزونو په خاطر اندېښنې ښکاره کړې وې.

طالبان افغان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولکي پورته زده کړې وکړي او اکثره ښځې یې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د دوو الوتکو د ترميم خبر ورکړی

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د دوی د هوايي ځواک تخنیکي متخصصانو دوې نورې الوتکې هم ترمیم کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دوی تکنېشنانو دوې اې این ۳۲ او اې این ۲۶ الوتکې ترمیم او الوت ته چمتو کړي دي.

تر دې وړاندې هم خوارزمي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي و چې، دوی شاوخوا ۷۰ الوتکې او هليکوپتر ترمیم کړي دي.

ډنډ پټان سره پر پوله تړلې لار پرانيستل شوه

ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ او د خیبر پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ د خرلاچۍ د سیمې ترمنځ د تګ راتګ لار، چې د وروستیو نښتو له کبله بنده شوې وه، پرون بېرته پرانیستل شوه.

د پاکستان د بشري سرچینو د پراختیا فدرالي وزیر ساجد حسین توري پرون په سیمه کې د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومونو په یوه جرګه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د دوو خواو ترمنځ د تګ راتګ لاره باید فوراً خلاصه شي.

د دې لارې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري او کاروبار په ټپه درېدلی و.

د پاکستاني چارواکو او رسنیو د څرګندونو پر اساس، د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه یو پاکستانی پوځي ووژل شو او د ۳ ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شول.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې

انځور - ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، په جوزجان کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته لمریزه برښنا برابره کړې ده.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې ولیکل، چې د لمریزې برښنا په واسطه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د پاکې انرژۍ زمینه برابرېږي.

په افغانستان کې په وروستیو کې د برښنا پرچاوي داسې وخت زیاته شوې، چې هوا هم سړه شوې او خلک وايي د ځانونو تودولو لپاره کافي امکانات نه‌لري.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

د کرېکټ نړیوالې شورا بېګا ناوخته اعلان وکړ چې، افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ته په مستقيمه توګه لار پيدا کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې له سرېلانکا سره د افغانستان دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه پنځه امتیازونه په جدول کې ورسېدل او په همدې خاطر افغان ټیم د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته ووت.

افغانستان دمګړۍ د سوپر لیګ په اووم مقام کې دی او دا اوه واړه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي.

افغانستان له سرېلانکا یوه لوبه ګټلې، یوه یې د باران په خاطر بشپړه نه‌شوه او سبا به وروستۍ لوبه ورسره لري.

افغانستان د کرېکټ په سوپر لیګ کې چې هدف یې مستقیما نړیوال جام ته د اتو ټیمونو وتل دي له دیارلسو لوبو ۱۱ ګټلي او ۱۱۵ نمرې لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG