افغانستان
ملګري ملتونه: بېوزلۍ سره د ۹۷ سلنه افغانانو د مخامخ کېدو اټکل مو کړی و
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، دوی اټکل کړی و چې د ۲۰۲۲م کال تر نیمايي پورې به ۹۷ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخامخ شي.
د دې ادارې د ننني ټویټ له مخې دوی هڅه کوي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ سره یوځای د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د ښه او پایدار معیشت په نیت خپلو مېنو ته ستنېږي.
بېلابېلو سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روغتیایي سرچینې: د بدخشان پروني اعتراض کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي
په بدخشان کې د ځایي اوسیدونکو او د طالبانو د مخدره موادو په ضد مبارزې ځواکونو ترمنځ شخړه کې د روغتیایي سرچینو په وینا ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دغه شخړه پرون دوشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې خلک د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په ضد مظاهرې ته راووتل.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، مظاهره کوونکو د طالبانو پر امنیتي کسانو تېږې وارولې او هغوی یې د کوکنارو د کروندو ویجاړۍ ته نه پرېښودل، خو طالبانو یې غبرګون کې پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.
اژانس د ارګو په روغتیایي مرکز کې د یوه روغتیایي کارکوونکي په حواله چې نوم یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نه دی یاد شوی، لیکلي چې دوی ته ۲ مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.
تر دې وړاندې د مې په درېیمه نیټه هم بدخشان کې ورته اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی و چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي وو.
ډبلیو اف پي: سېلابونو د بغلان ډېرې کرنیزې ځمکې ویجاړې او خلک قحطۍ سره مخ کړي
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په بغلان کې سېلابونو ډېرې کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې چې د دغه ولايت د خلکو د عايد يوه سرچينه بلل کېده.
د ملګرو ملتونو دغه پروګرام پرون دوشنبه (مۍ ۱۳) په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې دغو سېلابونو نه کور، نه ځمکه او نه د خوراک لپاره څه پرېښي.
د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په یوه ویډیو کې ویلي چې د بغلان خلک له قحطۍ سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک مرستو ته جدي اړتیا لري او طبیعي پېښې او ناورینونه د لوږو خلکو شمېر لاپسې لوړوي.
سیف دې چلډرن:د بغلان سېلونو ۸۰ زره تنه زیانمن کړي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي
د ماشومانو د خوندیتوب اداره سیف دې چیلډرن وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلونو شاوخوا اتیا زره خلک زیانمن کړي دي چې لږترلږه نیمايي یې ښځې او ماشومان دي.
مرستندویې ټولنې ویلي چې په دې سېلونو کې نژدې څلوېښت زره ماشومان بې کوره شوي دي.
د سیف دې چیلډرن د راپور له مخې، د هېواد د شمال په دې سېلونو کې بغلان ولایت ترټولو ډېر زیانمن شوی چې د ۱۲ زرو په شاوخوا کې کورونه یې ویجاړ کړي دي.
دې خیریه ټولنې ټینګار کړی چې د سېل ځپلو سیمو ماشومانو ته د څښاک ډېرې لږې اوبه رسېږي.
د سېف دې چیلډرن د بیان له مخې، د دې موسسې صحي ټیمونو د داسې مواردو راپور هم ورکړی چې د ځینو سیمو ماشومان د ګېډې په ناروغیو اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله له ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان سېلاب ځپلو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکړل شو
د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچاو" مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.
تیدروس ادهانوم ګیبریسوس نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ډېر کورونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.
د افغانستان لپاره د روغتیا سازمان څانګې له دې مخکې په بېړنۍ توګه د افغانستان شمال سېلاب ځپلو سیمو ته د اوه ټنه روغتیایي وسایلو د لېږلو خبر ورکړی و او ویلي وو چې دا مرسته د دې سازمان د هغو روانو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د ویجاړونکو سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو ته رسېدل دي.
ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلاب ځپلو سیمو کې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "یواینایچسيآر" وایي، د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې سېلاب ځپلو سیمو کې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او د خپلو شریکانو په مټ زیانمن شویو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د "یواینایچسيآر" آسیا پسفیک څانګې نن دوشنبې په په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو پر راپورونو د خفګان څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دغو سېلابونو له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپیان شوي او نژدې اوه زره کورونه ویجاړ شوي دي.
آیاوایم: زمونږ ټیمونه افغان سېلاب ځپلو ته د اضطراري مرستو په رسولو بوخت دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آیاوایم" وايي، د دوی ټیمونه په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د اضطراري مرستو رسولو لپاره په نه ستړې کېدونکو هڅو بوخت دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دوی د مرستو په بستو کې اضطراري پناهځایونه، غیرخوراکي اساسي توکي او وسایل، کالي او د ویجاړو شویو جونګړو د جوړولو لپاره سامان الات شامل دي.
د جمعې ناوخته د بغلان په څو ولسوالیو کې سختو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه کړي او تر ۱۶۰۰ زیات نور ژوبل کړي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي زیات وي.
د مقاومت جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو او درېیو د ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوه مخالفه ډله، د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په دوو حملو کې یې درې طالبان وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.
دغې جبهې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې لومړۍ حمله تېره شپه د کابل په نساجي سیمه کې د طالبانو د ګزمې پر موټر وشوه چې په نتیجه کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغې ډلې ویلي، تر دې مخکې یې د کابل په کارته سخي کې په بله حمله کې د طالبانو پوسته په نښه کړې چې دوه طالبان یې هلته وژلي او یو تن ټپي کړی دی.
طالبانو په دې باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دغه ډول ادعاګانې نه شي تاییدولی.
ایرانیو شرکتونو د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې
د ایران یوه چارواکي وویل، د دغه هېواد د کانونو د شرکتونو یوه کنسورشیم د افغانستان د کانونو بازار ته د داخلېدو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر قدیر قیافه د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه ویلي، په تېرو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په دې باب مذاکرې شوې دي.
د ده په وینا، پر ایران لګېدلي بندیزونه د ایران او افغانستان ترمنځ پر همکارۍ اغېز کوي او ایران د هغو ضمانتپاڼو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره مخامخوي چې په نړیواله صحنه کې ورته اړتیا ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي، د افغانستان له تېر حکومت سره د کانونو په برخه کې ځینې تفاهملیکونه لاسلیک شوي وو، خو د طالبانو له واکمنېدو سره تعقیب نه شول.
د ده په وینا، د افغانستان کانونو ته د داخلېدو لپاره د ایران د کانونو څو شرکتونه یو شوي او د فولادو یو لوی شرکت هم غواړي د افغانستان د کانونو بازار ته داخل شي.
سېف د چلډرن: له سېلابونو وروسته افغان ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او مرستو ته اړتیا لري
د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا "سېف د چلډرن" وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکس¬پاڼه لیکلي، چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سیف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلنیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.
د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي، چې له دې شمېر ۳لکه ۱۰ زره یې ماشومان دي.
طالبانو په کابل کې د درېیو غلو د وژلو ادعا کړې
د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې په پنځمه امنیتي حوزه کې د دوی له پوځیانو سره د ډزو په تبادله کې درې غله وژل شوي دي.
د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه ادعا کړې چې دغو غلو غوښتل له افشار سیمې د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي.
د ځدراڼ په وینا، د طالبانو وسلوالو غله تعقیب کړل، وروسته نښته وشوه چې په نتیجه کې یې درې غله ووژل شول او یو په ټپي حالت کې ونیول شو.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د دغو کسانو د هویت په باب څه نه دي ویلي، خو خپلواکو سرچینو هم دا موضوع تایید کړې نه ده چې وژل شوي کسان دې واقعاً غله وي.