افغانستان
د افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه ډالر ليلاموي
د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره په یوه داوطلبۍ کې لیلام کړي.
دغه بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، شرکتونو، صرافیو او د پولي خدماتو وړاندې کولو له ادارو چې پر شرایطو برابر وي، په دې داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بانک زیات مهال په بازارونو کې د افغانیو د ثبات په هدف په ملیونونو ډالر لیلاموي، که څه هم دې کار د افغانیو بیه یوڅه ثابته ساتلې خو خلک شکایت لري، چې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې لوړې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او کوربه مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د نوي سر روزونکي له خوا ملي ټیم ته ټول ور بلل شوي لوبغاړي مالدیف کې دي او د لوبو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
تمه ده افغان ټیم له مالدیف وروسته د جون په څلورمه له بنګله دیش او د جون په اوومه له پاکستان سره لوبه وکړي.
طالبانو د غزني په اندړ کې له یوه ډله ځوانانو د تفریح او موسیقي وسایل ټول کړي
په غزني ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو د اندړو ولسوالۍ له پارکه د ځوانانو د تفریح او موسیقۍ وسایل او اسباب ټول کړي.
دې ادارې ویلي چې د لډو ۱۵ تختې، اته ټیپونه او ۱۴ دایرې یې راټولې کړي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ځوانانو د جامو او ویښتانو د سټایل څخه نیولې تر تفریح او ګڼو نورو برخو له محدودیتونو سره مخ کړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د تمباکو له زیانونو باید افغانان وساتل شي
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان دفتر د تمباکو د نه کارولو په نړیواله ورځ د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ساتنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیرا سلواډو، وویل چې د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ژغورل د ټولو یو ګډ مسوولیت دی.
دغه سازمان همداراز په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې د داسې کارځایونو په رامنځته کولو ټینګار کړی چې پکې عمدتاً د سګرټو لوګی منع وي.
هر کال، د می ۳۱مه د تمباکو د نه کارولو نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې دمګړۍ څه باندې دوه میلیونه کسان سګریټ، چلم یا د تمباکو نور ډولونه څکوي.
په ناروې کې د طالبانو پر ضد د ځینو افغان فعالانو او ښځو اعتراض
لسګونو افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د ناروې پارلمان مخته د طالبانو د زوجینو د اصولنامې او د ښځو په وړاندې د هغوی د محدوونکو پالیسیو پر ضد اعتراض وکړ.
په دې اعتراضي غونډه کې ګډونوالو د طالبانو وروستۍ اصولنامه د کم عمره نجونو د ودونو اسانچارې او د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
فعالانو د ناروې له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره پریکنده اقدامات وکړي.
د شنبې په ورځ هم په برلین کې سلګونو افغان فعالانو او ښځو د طالبانو پر ضد لاریون وکړ او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یې د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه وغندل.
طالبانو له تېرو پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم بند کړی.
که څه هم طالبان ادعا لري چې د ښځو حقونه یې د شریعت له مخې تامین کړي خو افغان ښځې او نجونې په لویه کچه له کار او هر ډول ټولنیزو – سیاسي فعالیتونو محرومې دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، د ایران جګړې په دغه هیواد کې یو شمیر افغان کډوال بیکوره کړي
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي چې په ایران کې وروستۍ جګړې د افغان کډوالو په ګډون د ملیونونو خلکو ژوند سخت اغیزمن کړی دی.
یان ایګلند، چې په دې وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی، د شنبې په ورځ، د جون په ۲۹مه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په ایران کې د وروستۍ جګړې په ترڅ کې، د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون درې میلیونه او دوه لکه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړه چې د دې خلکو اکثرو خپلې سپمولې پیسې او کورونه له لاسه ورکړي او ځینو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
هغه وویل چې د دوی شورا له جګړې ځپلو افغان کډوالو او ایرانیانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.
د ناروې د کډوالو شورا د احصایو له مخې، په ایران کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
یونیسف د ګېټس له بنسټه د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د یونیسف استازي د ګېټس بنسټ له چارواکو سره کتلي دي او له افغانانو سره یې د دې بنسټ د مرستو په تړاو خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویالي د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې دا لیدنه کتنه ګټوره بللې ده، خو نور جزییات یې نه دې ورکړي چې د دې بنسټ چارواکو څه نوې ژمنې ورسره کړې دي.
د ګېټس بنسټ د امریکا د مشهور میلیارډر بیل ګیټس دی چې په نړۍ کې تر ډیره په روغتیایي او غذایي برخه کې له بې وزلو سره مرستې کوي.
د یونیسف استازي زیاته کړه چې له افغانانو سره د روغتیا، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو په برخو کې د دې بنسټ مننه کوي.
په لغمان کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي
په لغمان ولایت کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک نیازي په خپله فیسبوک پاڼه دا خبره کړې.
له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو لارۍ اوښتې او پکې ناستو کسانو ته یې دا مرګژوبله اړولې.
دا پېښه د لغمان د قرغیو په سرخکانو سیمه کې د کابل - جلال اباد لویې لارې په سر شوې.
د لغمان د والي ویاند د پېښې څو ویډیوګانې هم خپرې کړي او وايي چې ډېره مرګژوبله ماشومانو او ښځو ته رسېدلې.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جمعې په ورځ مالدیف ته ولاړ
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په څلور اړخیزو لوبو کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ مالدیف ته ولاړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان ټیم به په دغو سیالیو کې د کوربه هیواد ، پاکستان او بنګله دیش د ټیمونو په وړاندې لوبې وکړي.
دغه لوبې دغبرګولي له ۱۱ تر۲۰ ترسره کیږي.
بلخوا د افغانستان له شلو کلونو د کم عمر ځوانانو د فوټبال ټیم د اسیاد ۲۰۲۷ کال د جام په مقدماتي لوبو کې برخه اخلي.
افغانستان په (D) ګروپ کې دی او سیالۍ یې داګست له ۲۶ د سپتمبر تر۶ بحرین کې ترسره کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت: اوس ددې وخت رارسیدلی چې طالبان د خلکو دروغتیا او هوساینې زیاته پاملرنه وکړي
امریکا د نړیوال خوراکي پروګرام څرګندونو ته غبرګون کې وايي اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې طالبان د خلکو روغتیا او هوساینې زیاته پاملرنه وکړي. افغانستان کې دطالبانو حکومت تراوسه د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت ددغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دامریکا بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ راډیو ته ویلي : " څه دپاسه څلور کاله کیږي چې طالبان په واک کې دی او اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې طالبان د خلکو د روغتیا او سوکالۍ د ملاتړ لپاره رغوونکی رول ولري. "
دامریکا بهرنیو چارو وزارت وايی د ولسمشر دونالد ټرمپ په امر ټولې هغه مرستې چې امکان لري د طالبانو لاس ته ورشي ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام په دې وروستیو کې وویل چې وروسته لدې چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ لارې وتړل شوې دغه سازمان افغانستان ته د مرستو د واردولو لپاره د متحدو عربي اماراتو او ایران بندرونو ته مخه کړه چې هغه هم په ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له امله اوس له بندیزونو سره مخ دي او افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته کوچنیانو او میندو لپاره د مرستندویو خوړو زیرمې مخ په ختمیدو دي.
افغان سوداګر له ازبکستانه دوا واردوي
افغان سوداګرو د ازبکستان د دوا جوړولو له پنځو شرکتونو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن وویل چې د دې تړونونو له عملي کیدو سره به د افغانستان د دوا تر پنځه ویشت فیصده پورې اړتیا پوره شي.
افغانستان تر ډيره دارو درمل له بهره واردوي او د پروسږکال اکتوبر میاشتې راوروسته چې له پاکستان سره تجارتي لارې بندې شوې دي، د وارداتو اړتیا زیاته شوې ده.