د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۷

افغانستان

مدني فعال عظیم عظیمي د طالبانو له بنده ازاد شوی

افغان مدني فعال عظيم عظيمي
افغان مدني فعال عظيم عظيمي

ښاغلي عظيم عظیمي ازادي راډیو ته په یو پیغام کې یوازې دومره لیکلي چې، دی له بنده ازاد شوی خو نور جزيات يې ور نه کړل.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همزار هم ازادي راډیو ته لیکلي چې نوموړی یې وخته ازاد کړی خو نېټه یې مشخصه نه‌کړه.

افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون کې يې لاریون پلان کړی و.

هغه سفر بیا پر ټاکلې نېټه ترسره نه‌شو.

ښاغلي عظیمي چې له کلونو راهیسې يې په افغانستان کې بېلابېل مدني فعالیتونه کول په دې وروستیو کې به يې کله نا کله د طالبانو حکومت کړنې نقدولې.

د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وایي، هغه‌ یې د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیولی، خو ښاغلي عظیمي دطالبانو د دغې ادعا په اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

د ښاغلي عظیمي د نیول کېدو له امله په کور دننه او بهر او ان د بشري حقونو نړیوال سازمان غبرګونونه يې پارولي و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي

په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.

د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.

جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.

د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشه‌يي توکو قاچاق شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.

په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي د مثبتو پېښو زیاتوالی

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچ‌آی‌وي اخته دي.

د اسلام اباد محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم وصادر کړ

د پاکستان د اسلام‌اباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.

پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.

د اسلام‌اباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.

د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.

تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه. خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده.

د ترکیې د استخباراتو مشر کابل او کندهار ته تللی

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل او کندهار ښار ته سفر کړی دی.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وویل، کالین په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

هغه د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، په دغو خبرو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا، دوه‌اړیزو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه بحث شوی دی.

له دې جلا د قطر د ملي امنیت سلاکار له مرستیال حمد بن خمس الاکبیسي هم کابل ته تللی او له یعقوب مجاهد سره لیدلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.

په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل شوی

آرشیف
آرشیف

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې‌ وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.

راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله

افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG