د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

منصور احمد خان ولې بحث پاروونکې څېره وه؟


کابل کې د پاکستان پخوانی سفير منصور احمد خان
کابل کې د پاکستان پخوانی سفير منصور احمد خان

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي، په افغانستان کې یې کاري موده پای ته ورسېده.

هغه پرون په خپل ټویتر کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست، امیر خان متقي سره یې د مخه ښې کتنه درلوده.

منصور احمد خان، له هغو څېرو دی، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال هم پر خپله دنده و او د دوی تر واکمنۍ وروسته هم له فعالو کسانو ګڼل کېده.

هغه پرون د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، د طالبانو د روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره هم کتلي او د هغه له خوا ډالۍ هم ورکړل شوې ده.

زموږ همکار صالح محمد صالح، د باور غورځنګ له مشر، نجیب ازاد څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، منصور احمد خان ولې بحث پاروونکې څېره وه؟

د ښاغلي نجيب ازاد مرکه د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
XS
SM
MD
LG