د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

مختار: خپلواکي ولس پورې اړه لري او له پامه غورځول یې ملت ته سپکاوی دی


ارشیف: د افغانستان ملي بیرغ
ارشیف: د افغانستان ملي بیرغ

نن د اسد اته ویشتمه له بریتانیا څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۳ کالیزې سره برابره ده.

دا ورځ یو شمېر افغانان په هیواد کې دننه او له هیواده بهر لمانځي خو له کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، طالبانو په دغو ولایتونو کې هغو خلکو ته، چې په دې مناسبت یې د هیواد ملي بیرغونه پر کورونو یا دوکانونو نصب کړي وو، خبرداری ورکړی او په زوره یې ورباندې ټول کړي دي.

وسله والو طالبانو، چې په رینجر موټرو کې سپاره وو، پرون په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په لوډسپېکرو کې اعلانونه کول چې ملي بیروغونه لېرې کړي او که چا د دوی د امر سرغړونه وکړه، د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور به ونیول شي.

په همدې حال کې نن په لندن کې یو شمیر افغانان د خپل ملي بیرغ په رپولو دا ورځ لمانځي.

عصمت څاروان د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په اړه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز له رييس ډاکتر عارف مختار سره خبرې کړي او لومړی یې ورته ویلي، افغانانو له ګڼو بهرنیو قوتونو سره جګړې کړي خو د اکثرو لپاره د اسد ۲۸ مه ډیره مهمه ده. دا ورځ حکومتونه نه بلکې ولس لمانځي، د دې دلیل څه دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

XS
SM
MD
LG