د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

نجیب: د نشه‌يي موادو رانيولو لپاره مې د خپلې مېرمنې او مور سره زر خرڅ کړل


د يو معتاد انځور
د يو معتاد انځور

د ننګرهار ولایت د کږې ولسوالۍ نجیب له اوولسو کالو راهیسې نشه کوي، ده تر نشو مخکې د خراتۍ ماشین او پنځه شپږ دوکانونه درلودل.

خو کله چې يې نشو ته مخه کړه، نو پلار له کاره وشاړه، پر ده اوس څوک په کور کې باور نه کوي او ډېر بېوزله شوی دی.

دی وايي چې د نشه‌يي موادو رانيولو لپاره مې د خپلې ښځې او مور سره زر هم خرڅ کړي دي.

دا چې نجيب ولې او څنګه معتاد شو او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی، دا به خپله د ده له خولې واورو.

د نوموړي خبرې د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
XS
SM
MD
LG