د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ تله ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۵۱

افغانستان

هرات کې طالبانو هغه کس نيولی چې خپله مور يې پلورلې

طالب عسکر په هرات ولايت کې

په هرات کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي، یو تن یې په دې تور نیولی چې خپله مور یې په څلور نیم لکه افغانۍ پلورلې وه.

دې قوماندانۍ پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس د دوو نورو کسانو په همکارۍ نکاح شوې ښځه پلورلې وه.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نیول شویو کسانو پر خپلو تورونو اعتراف کړی دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د بې روزګارۍ او لوږې له زیاتېدو وروسته په ځلونو د ماشومانو په تېره بیا د کم عمره نجونو د پلورلو خبرونه خپاره شوي خو دا لومړی ځل دی چې د یو چا له لوري د خپلې مور د پلورلو ادعا کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

منزه کاکړ: د کراچۍ له زندانه ټول خوشې شوي بنديان به افغانستان ته ولېږدول شي

کراچۍ کې يو زندان - ارشيف

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټي ایم مدافعه وکیله منزه کاکړ وایي چې، هغه ټول بندیان به چې د کراچۍ له زندانه یې د خوشې کېدو امر صادر شوی، افغانستان ته ولېږدول شي.

مېرمن کاکړ نن ازادي راډیو ته وویل، د ۱۹۲ بندیانو له ډلې چې د خوشې کېدو امر یې صادرشوی، د افغانستان د سفارت په مرسته اتیا تنه یې په موټرو کې پولې ته لېږدول شوي چې افغانستان ته واوړي او نور به وروسته ولېږدول شي.

هغې وویل چې دغو بندیانو له شاوخوا درې میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندانونو کې تېر کړي دي.

ویل کېږي چې شاوخوا درې سوه افغانان د کراچۍ پولیسو په هغه هېواد کې د اقامت د لازمو اسنادو د نه لرلو په خاطر نیولي او توقیف کړي و.

پنټاګون: امريکايي ځواکونو په تېر کال کې ۱۲ ملکي افغانان وژلي

د امريکا ياد بريدونه د بې پيلوټه الوتکو په وسيله ترسره شوي

پنټاګون ویلي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې ۱۲ تنه ملکي وګړي په افغانستان کې وژلي دي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي دي، د دوی د ارزونو له مخې تېر کال امریکايي سرتېرو د پوځي عملیاتو پرمهال په تقریبي ډول ۱۲ ملکي افغانان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د امریکا کانګرس له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پنټاګون څخه کلني راپورونه غواړي چې ځینې برخې یې محرمې دي.

د امریکا دفاع وزارت لا له مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د لسو ملکي غړو د وژنې مسوولیت منلی دی.

د دې اسنادو د علني برخې د معلوماتو له مخې یو بل ملکي افغان د ۲۰۲۱ کال د جنوري په اتمه په هرات کې او یو بل د اګست په ۱۱ مه په کندهار کې د امریکايي ځواکونو په حملو کې وژل شوي دي.

بلاول بوټو: نړيواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې زغم ولري

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو پر وړاندې زغم ولري او ګډ کار ورسره وکړي.

ښاغلي زرداري، له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې غوښتنه کړې چې متحده ایالات دې له طالبانو سره په مستقیم ډول ګډ کار وکړي.

زرداري د افغانستان د هغو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه هم وکړه چې امریکا کنګل کړې دي او ويلي دي چې، دا پیسې د طالبانو نه بلکې د افغانستان د خلکو دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت روسيې سره د نفتي او خوراکي موادو د تامين قرارداد لاسليک کړی

د طالبانو بيرغ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي چې له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.

ښاغلي عزیزي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې وزارت یې هڅه کوي چې په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې طالبانو ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.

د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي.

هغه د نرخونو او داچې پیسې به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږي، نورجزیات نه‌دي ورکړي.

پوتزل: که طالبان د خلکو غوښتنې ونه مني ټولنه به له بدبختۍ سره مخ کړي

مارکوس پوتزل

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وایي که طالبان عملي اقدامات ونه‌کړي د افغانستان خلک به لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي.

ښاغلي پوتزل دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، په وینا کې وکړې.

په څو ټویټونو کې چې یوناما پر خپله پاڼه خپاره کړي، ښاغلي پوتزل ویلي، که د ټولنې د ټولو قشرونو غږ وا نه‌ورېدل شي او ټولنې خپل استازیتوب ونه‌کړي نو به طالبان افغانان لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي.

د هغه په خبره طالبان په دې کې پاتې راغلي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ولري.

د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته د امریکا، روسیې، چین او هند په ګډون د دې شورا د یو شمېر غړیو پر استازیو سربېره د افغانستان په استازیتوب د پخواني حکومت استازي وینا وکړه.

دې ځانګړې غونډې ته همدارنګه د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم بلل شوې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو سرمشریزه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده.

دا پرله پسې دویم کال دی چې هیڅوک د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا نه کوي.

بل لورته نن ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه رابللې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت "یوناما" مشر مارکوس پوټزل دغې غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له خوا دغه سازمان ته معرفي شوي استازي نصیر احمد فایق ویلي، د افغانستان د ملت غږ او غوښتنې به راپورته کړي.

طالبانو تېر کال خپل یو مطرح غړی سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د استازي په توګه معرفي کړ، خو ملګرو ملتونو ونه مانه.

د یوناما سرپرست د افغانستان د وضعیت په تړاو امنیت شورا ته راپور ورکوي

په افغانستان کې د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل

د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل نن د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي.

د امنیت شورا غونډه به د افغانستان په وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي.

ملګرو ملتونو په وار وار د افغانستان په اوسني وضعیت جدي اندېښنه ښودلې او د ښځو په وړاندې یې د طالبانو په پالیسیو کلکې نیوکې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام له وخته پاتې شوي استازي نصیراحمدفایق په خپل ټوېټر باندې لیکلي د امنیت شورا په دې ناسته کې به د خپل ملت غوښتنې او غږ پورته کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو نوی والي معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت نوي والي پرون رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې مولانا محمد محسن هاشمي تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت مرستیال و.

د راپور له مخې هاشمي ویلي، خلکو ته خدمت کول او د امنیت تامین یې له لومړیتوبونو څخه دي.

په دې وروستیو کې پنجشېر د ملي مقاومت د جبهې او د طالبانو د خونړیو نښتو شاهد دی.

د دغو جګړو په پایله کې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او ګاونډیو ولایتونو ته یې پناه وړې ده.

نن د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی

ډاکتر نجیب الله

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی.

د ډاکتر نجیب کورنۍ د هغه د تلین په مناسبت د هغه پلرنۍ ځمکه یوه ښوونځي ته وقف کړې ده.

ډاکتر نجیب د ۱۳۷۵ کال د تلې/میزان په ۵مه کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره ووژل شو.

ملګري ملتونه: د ژمي له رارسېدو مخکې افغان زیانګالو سره مرسته کوو

کابل کې بېځایه شوي کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ژمي له رارسېدو مخکې به په افغانستان کې له زیانګالو خلکو سره مرسته وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي، خو دې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، مګر په یوه بل ټویټ کې یې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو او نورو ضروري شیانو د مرستې خبر ورکړی.

د د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ د راپور له مخې اوسمهال د جګړو له کبله له درې میلیون زیات افغانان بېځایه شوي دي.

ټاکل شوې سبا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان پر وضعيت بحث وکړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، دغه بحث به سبا سې شنبه د کابل پر وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي.

یوناما وايي، د دې غونډې په یوه برخه کې به د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان په اړه معلومات ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې ونه‌کړي.

د ده په وینا د تېر کال د موافقې له مخې د افغانستان تر څنګ میانمار هم تېر کال او سږ کال په دې اسمبلۍ کې له خبرو کولو بې برخې شول.

تېر کال پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه.

يو شمېر نړيوال سازمانونه په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ارزوي

کندوز کې د نري رنځ يو روغتون

د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي په همدې هدف افغانستان ته سفر کړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړی غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې دایره شوه.

دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده په مرکز سربېره او ولایتونو کې د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې و ارزوي.

د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور په اساس افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د نري رنځ ناروغۍ له امله مري.

افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی.

يونېسف بغلان کې ماشومانو ته د زده‌کړې ۷۲۰ محلي ټولګي جوړ کړي دي

د افغان ماشومانو محلي ټولګي - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د اکټیډ موسسې په مرسته د بغلان په پنځو ولسوالیو کې له زده‌کړو د محرومو ماشومانو لپاره ۷۲۰ محلي ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي.

له دې جملې څخه ۶۲۰ ټولګي د یونېسف له‌خوا او ۱۰۰ نور ټولګي د اکټیډ مؤسسې له‌خوا جوړ شوي دي.

پژواک اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه بنسټونه د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ترڅنګ د يادو ټولګيو لپاره نور اړين وسايل هم برابروي.

دغه ټولګي د نهرين، بغلان-مرکزي، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو په مرکزونو کې فعاله شوي.

پوتزل د افغان نجونو او ښځو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ ورکړی

مارکوس پوتزل

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یوه ډله افغان فعالو او سوداګرو ښځو سره لیدلي.

یوناما په خپله ټوېټر پاڼه د دې لیدنې جزیات ورکړي.

د بیان له مخې ښاغلي پوتزل د افغان نجونو او ښځو څخه د ملګرو ملتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په ټولنه کې د افغان سوداګرو ښځو د رول او هم هغوی سره د لازمو مرستو د برابرولو په سر خبرې شوې دي.

پوتزل داسې مهال د افغان ښځو او نجونو سره د يوناما د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت بنديزونه لګېدلي دي چې کورني او نړيوال غبرګونه يې هم پارولي دي.

بدخشان کې چاودنې یو کس وژلی او درې ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان موقعیت

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې چاودنې یو کس وژلی او ۳ یې ټپيان کړي.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي وايي، دا چاودنه نن ۴ بجې او ۲۳ دقیقې د فیض اباد د ښاروالۍ څنګ ته وشوه.

احمدي زیاتوي چې یو وژل شوی او درې ټپیان ملکي کسان دي او طالبانو ته په دې چاودنه کې تلفات نه دي اوښتي.

په فیض اباد کې دا چاودنه داسې مهال کېږي چې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په څو ولسوالیو کې د طالبانو او مقاومت ملي جبهې ترمنځ وسله والې نښتې هم شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG