د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۵۸

نړۍ

سريلانکا: مظاهره چيان د پارلمان رئيس سره خبرو ته چمتو شول

سريلانکا کې مظاهره چيان

د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې مظاهره چیانو موافقه وکړه چې د پارلمان له رئیس سره خبرو ته کښېني او دولتي ودانۍ تخلیه کړي.

دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا چې پرون له اسعتفی پرته مالدیف ته تښتېدلی و له هغه ځایه سینګاپور ته تللی او اوس خبرونه وایي چې د سعودي عربستان جدې ښار ته رسېدلی دی.

په سریلانکا کې وضعیت کړکېچن دی، حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د پارلمان رییس ماهیندا یاپا ابیواردینا اعتراض کوونکو ته وویل چې د دې لپاره چې ولسمشر استعفی نه ده کړې دی به د ټولو قانوني لارو چارو مطالعه وکړي چې حل لاره پيدا شي.

که ولسمشر استعفی وکړي، پارلمان به راتلونکې اونۍ چهارشنبې نوی ولسمشر غوره کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شمالي وزيرستان کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

ارشيف

په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پوځ یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په نننۍ چاودنه کې د پوځ د موټرو هغه کاروان په نښه شوی دی چې له میرانشاه څخه د بنو پر لور روان و.

سرچینې زیاته کړه چې د پېښې په ټپیانو کې درې سرتېري او څلور ملکیان چې په پوځي کاروان کې روان وو، شامل دي.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې خو دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې د پاکستاني طالبانو درې تنه قوماندانان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د اسيا ماشومانو اووم پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

د اسيا د ماشومانو سيالۍ - ارشيف

د روسي رسنیو د راپورنو له مخې، د اسيا ماشومانو سيالۍ چې د روسيې په (ولاديو ستوک) ښار کې د کورش، لامبو وهلو، بډمنټون، فوټبال، فوټسال او جودو برخو کې وشوې، ١٣ ورځې يې دوام وکړ.

دې سياليو کې ١٢هېوادونو ګډون درلود چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځلې کېږي.

د يادو سیالیو اووم پړاو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله، د ٢٠٢٠ کال پر ځاى په ٢٠٢٢ کال کې وشو.

د يادولو ده چې افغانستان د ٢٠٢٢ کال ټورنمنټ کې د نقرې يو مډال د تکواندو ملي لوبغاړي ازاد بیگ نوروزي د لوبېدو بریا له لارې ترلاسه کړ.

د دې سياليو اتم پړاو به په ٢٠٢٤کال کې د روسيې په کوربه‌توب وشي.

ددې سیالیو موخه د شطرنج لوبې وده ښودل شوې.

چين د تايوان په شاوخوا سيمو کې د خپلو پوځي مانورو د غځولو خبر ورکړی

د چين پوځي مانورې

د چین دغه ګام په دې سیمه کې هوایي او سمندري ترافیک ګډ وډ کړي او د سیمه‌ییزې ناندرۍ اندېښنې یې زېږولي دي.

دا سیمه چې پوځي مانورې په‌کې کیږي، نړیوالې سوداګرۍ ته ډېر اهمیت لري.

دا مانورې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې کېږي، چین هغه سفر لمسونکی بللی و.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.

د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو خبرو کې پرمختګ شوی

د ايران اټومي بټۍ

د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو ستر مرکچیان وایي، یوې هوکړې ته د رسېدو هیلې شته.

د اروپایي ټولنې لوړپوړي مرکچي اینریک مورا (Enrique Mora) وایي، هیلې شته چې د اوونۍ ترپایه پورې خبرو کې پرمختګ وشي.

د روسيې مرکچي بیا ویلي، یوازې درې/څلور مسلې نا حله پاتې دي.

په دې اړه مخامخ خبرې له څه ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران، روسیې او اروپایي ټولنې د مرکچیانو ترمنځ پيل شوې.

امریکا په غیر مستقیم ډول دغه بحثونه څاري.

سختدريځې فلسطينۍ ډلې له اسراييلو سره پر اوربند سلا کړې

اسراييلي عسکر

د ایران له ملاتړه یوه برخمنه فلسطیني سختدریځه ډله وايي، له اسراییلو سره یې د درې ورځنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند سلا کړې ده.

په دې جګړه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۳۶ فلسطینیان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د اسلامي جهاد ډلې یوه جګپوړي غړي پرون اعلان وکړ چې د مصر په منځګړيتوب د اوربند په موافقه کې دا شامل دي چې دا هېواد به د اسراییلو له توقیف ځایونو څخه د فلسطیني بندیانو د خلاصون لپاره کار کوي.

چارواکي: د اوکراين د غَلو دويمه محموله لبنان ته رسېدلې

اوکرايني کښتۍ

د اوکراین د زیربناوو وزیر اولیکساندر کوبراکوف پرون (اګست ۷) وویل چې څلور کښتۍ ټولټال ۱۷۰ زره ټنه غله لېږدوي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دغه هېواد څخه د غلې دانې صادرات ودرول شول، خو د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب اوس د اوکراین د غلو کښتیو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه.

د موافقې په پایله کې، لومړۍ بېړۍ د اګست په لومړۍ نېټه له اوکراین څخه ووتله او په همدې ورځ ترکیې ته ورسېده.

د فبرورۍ په ۲۴ مه د جګړې له پيلېدو وروسته د اوکراين بندرونه وتړل شول، خو اوس د دغه هېواد يوازې درې بندرونه د غلو دانو د صادرولو اجازه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین په اړه د خپل راپور په خاطر بښنه وغوښته

اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې

د یکشنبې په ورځ (زمري ۱۶) په یوه بیان کې دغه سازمان د خپل راپور له امله د رامنځ ته شوي "خپګان او قهر" په خاطر بښنه وغوښته.

د بخښنې نړیوال سازمان د زمري په ۱۳مه په یوه راپور کې ولیکل چې د روغتونونو او ښوونځیو په ګډون په ملکي سیمو کې د اوکرايني ځواکونو مېشتېدو او د عملیاتو مخته وړلو د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور نه یوازې دا چې د اوکراین د ولسمشر، چارواکو او خلکو غوسه راپارولې، بلکې په کییف کې د بښنې نړیوال سازمان د دفتر مشر هم د دغه راپور په ناسم بللو سره د ځان او همکارانو برأت کړی او استعفا یې ورکړې ده.

د بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو

د امریکا ولسمشر جو بایډن

سپینې ماڼۍ پرون وویل، چې د ولسمشر جو بایډن د کورونا ټېسټ منفي شو.

نهه اویا کلن بایډن د جولای په یو ویشتمه کورونا شوی و چې څو ورځې وروسته یې نتیجه منفي شوه، خو د جولای په دېرشمه یې بله نتیجه بېرته مثبت وخته.

د جو بایډن ډاکتر ویلي دي، چې د ولسمشر صحت بیخي ښه دی، خو اوس به بیا هم د هغه بلې نتیجې ته انتظار شي او تر هغه به له نورو خلکو بېل وي.

د اوکراین پر زاپروژیا اټومي بټۍ ډزو اندېښنې رامنځته کړي

زاپروژیا اټومي بټۍ

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د اوکراین په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې ډزو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا به د اټومي ناورین سبب شي.

رافایل ګروسي پرون په یوه بیان کې وویل، د جمعې په ورځ د اروپا پر دې سترې اټومي بټۍ ډزې شوې چې په اوکراین او له اوکراین څخه ورها خوا خلک او چاپېریال تهدیدوي.

ماسکو او کییف یو بل تورنوي، چې د زاپروژیا پر اټومي تاسیساتو یې ډزې کړې دي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د فبروري په څلورویشتمه پيل شو او لاهم روان دی.

ایراني چارواکي: د اوبو یو څاڅکی ترکیې او افغانستان ته نه بخښوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.

حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هېواد پارلمان ته وکړه.

ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.

سعودي کې د یو ایراني وګړي خلاصون لپاره ایران له عراقه مرسته غوښتې

بیت الله شریف

ایران له عراقه غوښتي، چې د سعودي عربستان له زندانه د یوه ایراني تبعه په خلاصون کې مرسته وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ایراني تبعه د روان کال په جولای میاشت کې د حج د مراسمو پر مهال نیول شوی و.

نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان د جمعې په ورځ له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له عراق څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

عراق د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه دی.

تهران او ریاض په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اړیکې پرې کړي.

امریکا او روسیې د بندیانو تبادلې ته لېوالتیا ښودلې

پر کانګریس د امریکا بیرغ

متحدوایالاتو او روسیې ظاهراً په خپلو کې د بندیانو تبادلې ته لېوالتیا ښودلې.

له دې مخکې روسیې د امریکا د باسکټبال ستورې بریتني ګرینر د مخدر موادو د قاچاق په تور په نهه کاله بند محکومه کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي، چې دا حکم د منلو وړ نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف پرون د اګست په پنځمه وویل، روسیه چمتو ده چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.

د دې څرګندونو په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین ویلي دي، چې متحدایالتونه به د بندیانو د تبادلې په هدف د ولسمشرانو په کچه د خبرو وړاندیز تعقیب کړي.

په ایران کې سېلابونه تاریخي آثار ګواښي

ایران کې سېلابونه

په ایران کې د سېلابونو له پراخېدو وروسته د یزد ښار تاریخي میراثونو ته د احتمالي زیان په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د تاریخي آثارو یوه کارپوه کاوه منصوري پرون ایسنا خبري آژانس ته وویل، چې روانو سېلابونو د امیر چخماق په نوم د یزد د تاریخي آثارو ټولګې ته سخت ګواښ پېښ کړی.

د ایراني چارواکو په وینا په یزد کې سېلابونو ۲۴۰ تاریخي کورونو ته زیان اړولی دی.

له دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتو له کبله ۹۰ کسان مړه شوي او اته نور تري تم دي.

د بښنې نړيوال سازمان: اوکرايني ځواکونه د عملياتو پر مهال ملکيان په خطر کې اچوي

اوکرایني سرتېري

د بښنې نړیوال سازمان اوکرایني ځواکونه تورن کړي چې د استوګنې په ودانیو، ښوونځیو او روغتونونو کې په مېشتېدو سره ملکي وګړي په خطر کې اچوي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه تور د کییف له تُند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي، اګنیس کالامارد، وویل چې "د دې ډلې څېړونکو" د اوکراین د ځواکونو یو لړ کړنې مستند کړي چې په ګڼ مېشته سیمو کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي بېګا په خپله ویډیويي وینا کې وویل، حتی په فرضي ډول هم داسې کوم شرط نه‌شته چې د روسیې د برید دې پرې توجیه شي.

خو اګنیس کالمارډ وویل: "هیڅ شرایط د اوکراین پوځ د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د درناوي څخه مستثنی نه ګرځوي."

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د دې هېواد په ۱۹ ښارونو او کلیو کې د اوکراین د ځواکونو له خوا د ګڼ مېشتو سیمو دننه او په شخصي ودانیو کې د بریدونو شواهد موندلي دي.

د اوکراين پوځ: پر 'پيسکي کلي' مو د روسيې بريدونه په شا تمبولي

اوکرايني سرتېري

د اوکراین پوځ پرون (پنجشنبې) وویل چې روسي ځواکونو لږ تر لږه دوه ځلې پر پیسکي کلي حمله کړې خو بریدونه یې تمبول شوي دي.

د اوکراین پوځ په دې سیمه کې، چې دونیڅک ښار ته نږدې ده، د خپلو مخالفو وسله والو پر ضد له اتو کلونو راهیسې کلکې مورچې جوړې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم پرون تأیید کړه چې ځواکونو یې پر پیسکي سیمې یریدونه پیل کړي دي.

د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ لا هم شديده جګړه روانه ده.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي تېره ورځ ويلي و، اوکراين کې د جګړې لومړۍ کرښې دوزخ ته ورته دي.

نوموړي ويلي وو، دوی به د روسي ځواکونو پر وړاندې د امريکا ورکول شوي توغندي وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG