د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۵۵

نړۍ

د بلجیم پارلمان له ایران سره د یوه تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث کوي

د بلجیم پارلمان

ټاکل شوې نن د بلجیم پارلمان نن له ایران سره د یوه پېشنهادي تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث وکړي.

دغه تړون په دې اړه دى چې یو ایرانی ډیپلومات چې له پاریس بهر د بمي حملې په تور په شل کلن بند محکوم دی، بېرته ایران ته ولېږل شي که نه.

دغه تړون د اپوزیسیون د وکیلانو او د ایران د سیاسي مخالفانو د مدافع وکیلانو انتقادونه پارولي دي.

دوی وايي، دا به دې ته لار اواره کړي، د اسد اله اسدي په نوم ایرانی وګړی به چې په تروریستي فعالیت تورن او د ۲۰۲۱م کال په فبروري میاشت کې محکوم شوی، بېرته ایران ته ولېږل شي.

د بلجیم په پارلمان کې د اپوزیسیون یوه وکیل جورجیس دالیماګني وویل، د دغه تړون متن د اسدي لپاره برابر شوی دی.

دغه ایرانی په ۲۰۱۸م کال پاریس ته نږدې د ایران د یوې مخالفې تبعید شوې ډلې، د ایران د مقاومت ملي شورا پر یوه غونډه د بمي حملې د طراحۍ له کبله په تروریزم محکوم شوی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په اروپا او افریقا کې طبیعي پېښو لسګونه کسان مړه کړي

په اروپا کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځو

په اروپا او افریقا کې د سختې تودوښې، توپان، په ځنګلونو کې اور لګېدا او سېلابونو له کبله لسګونه تنه مړه شوي دي.

د فرانسې په کوغس ټاپو کې د تالندې او توپان په نتیجه کې لږترلږه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاریس او مارسې ځینو ځایونو ته سېلابونه ورغلي او لارې یې بندې کړي دي.

په پرتګال ګې د زیاتې ګرمۍ له امله فوق العاده حالت اعلان شوی.

د افریقا په الجزایر هېواد کې په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله تراوسه لږترلږه ۳۸ تنه مړه شوي او په سوډان کې تراوسه ۷۷ تنه سېلابونو مړه کړي دي.

د ترکیې مرکزي بانک یو سلنه سود کم کړ

ارشیف

د ترکیې مرکزي بانک ناببره یو سلنه سود کم کړ خو ورسره جوخت د ډالر پر وړاندې د دغه هېواد د پیسو، لېرې ارزښت ولوېد.

د ترکیې مرکزي بانک سود له ۱۴ سلنې ۱۳ سلنې ته راټیټ کړ چې له کبله یې د لېرې ارزښت ولوېد او پرون هر ډالر په ۱۸ لېرې تبادله شو.

د لسګونه ناقانونه کډوالو یوه بېړۍ د یونان کینتیرا ټاپو ته رسېدلې

ارشیف

د یونان دولتي تلوېزیون وايي، یوه بېړۍ چې ۶۷ غیرقانوني کډوال په کې سپاره وو، پرون پنجشنبه کینتیرا ټاپو ته ورسېده.

د دې ټاپو د سمندرغاړو ساتونکو وویل چې د دې بیړی اکثره سپرلي افغانان دي.

راپورونه وايي، په دې تړاو د یونان پوله ساتو درې تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي.

ویل شوي چې بېړۍ له ترکیې څخه یونان ته تللې او نهايي هدف یې ایټالیا و.

د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل شوې

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ د غونډې انځور.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل کړې.

په بروکسل کې د دغو خبرو هدف د کاسوو او سربیا ترمنځ د کړکېچ کمول دي او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې، چې انعطاف وښيي.

د اروپايي ټولنې منځګړي وايي، هیله من دي چې دغه خبرې وکړای شي په بالکان حوزه کې کړکېچ کم کړي او دواړه لوري له لانجمنو لفاظیو ډډه وکړي.

بورېل نن په ټویټر کې لیکلي: "د کاسوو په شمال کې وروستي کړکېچ وښوده چې د دې وخت راغلی څو د بشپړ عادي مسیر خوا ته حرکت وکړو."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د سربیا له ولسمشر الکاسندر وچیچ او د کاسوو له صدراعظم البین کورتي غوښتنه وکړه، چې د ګډو زمینو په پیدا کولو کې انعطاف منونکي وي.

روسیه کې تازه په کرونا ویروس ۳۳ زره کسان اخته شوي

ارشیف

روسیې پرون چهارشنبې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د څه باندې ۳۳ زره نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په روسیه کې په وروستیو اوو اونیو کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتو کسانو اخته کېدو ته په پام چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ماسک واغوندي او د واکسین یو بل ډوز واخلي.

پرون په روسیه کې په روغتونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰ تنو اوښتی وو.

نن د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین او ترکیې ولسمشرانو سره ګوري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټیرش

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش د اوکراین په لیویف ښار کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره وګوري.

ګوټيرش به چې پرون دې ښار ته رسېدلی، د روسیې له خوا د اوکراین د محاصره شوې اټومي تاسیساتو د امنیتي وضعیت او پر اوکراین د روسیې د نږدې شپږ میاشتني یرغل د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به د اوکراین د تور سمندرګي له هغه بندر څخه هم کتنه ترسره کړي چې په دې وروستیو کې ورڅخه بیا د اوکراین د غلو دانو صادرات پیل شوي دي.

نوموړی به په دې سفر کې په استانبول کې د همغږۍ له ګډ مرکز څخه چې د اوکراین د غلو د صادراتو کښتۍ تنظیموي، هم لیدنه وکړي.

د یونان په یوه ټاپو کې د پناه غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوې

ارشیف

د یونان چارواکي وايي، یوه کښتۍ چې په لسګونو پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، پرون د دغه هېواد د جنوب یوه ټاپو ته نږدې ډوبه شوه.

د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، په دې کښتۍ کې ناستو کسانو شمېر ۹۷ ته رسېده، خو د هغوی د هویت په باب یې څه نه دي ویلي.

د دوی په وینا په دې پېښه کې څوک ټپي یا ورک شوی نه دی.

د کی­تیرا نیوز ویبسایټ د راپور له مخې، ګومان کېږي دغه کسان چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم په کې شامل دي د افغانستان وګړي وي.

لا معلومه نه ده چې دغه کښتۍ کله له کومه ځایه روانه شوې وه.

د منځني ختیځ، اسیا او افریقا ډېری پناه غوښتونکي له ترکیې یونان ته اوړي چې وکړای شي ځانونه د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته ورسوي.

هر کال په لسګونو پناه غوښتونکي د دغه خطرناک سفر پر مهال په سمندرونو کې ډوبېږي.

ترکیه اسراییلو ته خپل سفیر لېږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

ترکیه وايي، پرېکړه یې کړې چې اسراییل ته خپل سفیر ولېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبه په انقره کې یوه خبري کنفرانس ته له اسراییل سره د ډیپلوماتیو اړیکو د بشپړې احیا په باب وویل: "موږ د ترکیې له اړخه پرېکړه وکړه، چې د اسراییل په بیت المقدس کې خپل سفیر وګمارو. په بل ګام کې ولسمشر ته د سفیر د نوم تر وړاندې کولو وروسته دا لړۍ رسماً پیلېږي."

ترکیه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په ۱۹۴۹م کال کې لومړنی هېواد و، چې اسراییل یې په رسمیت وپېژاند، خو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا هم له کړکېچ سره ملې وې.

روسیه کې ګډ نظامي تطبیقات؛ چینايي سرتېري هم ګډون کوي

د چین سرتېري

پیکنګ وایي، روسیې ته به یو پوځي جزوتام واستوي چې د هند، بېلاروس، منګولیا او تاجکستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره په پوځي تمرینونو کې ګډون وکړي.

د چین دفاع وزارت نن وویل چې په دغو ګډو پوځي تطبیقاتو کې ګډون له اوسني نړیوال او سیمه ییز وضعیت سره تړاو نه لري چې ښکاري اشاره یې پر اوکراین د روسیې روان یرغل ته ده.

په یوه بیان کې ویل شوي چې په دې تمرینونو کې له ګډون څخه یې هدف دا دی چې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې پراخې، ستراتیژیکه همکاري پیاوړې او د مختلفو امنیتي ګواښونو په وړاندې د غبرګون وړتیا زیاته شي.

ایران له امریکا سره د بندیانو تبادلې لپاره چمتووالی وښود

سیامک نمازي

تهران وایي، چمتو دي چې له متحدو ایالتونو سره بندیان تبادله کړي او له ولسمشر جو بایډن غواړي څو اقدام وکړي او په دې برخه کې موجوده خنډونه لرې کړي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې هڅې کړي چې له لسو زیات هغه کسان چې په متحدو ایالتونو کې بندیان دي وروسپارل شي او واشنګټن بیا هڅه کړې چې د سوداګر سیامک نمازي په ګډون یو شمېر هغه کسان چې د ایران او امریکا دوه ګونی تابعیت لري آزاد کړي.

نمازي په ۲۰۱۵ کال کې په ایران کې بندي شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کاناني په یوه خبري غونډه کې وویل چې ایران چمتو دی چې له واشنګټن سره بندیان تبادله کړي او متحده ایالات هم باید له قید او شرط پرته ایراني اتباع خوشې کړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانټوني بلېنکن ویلي و چې دې ته ژمن دي چې په ایران کې ټول امریکایي بندیان آزاد کړي.

ټاکل شوې ګوتيريش سبا د ترکيې او اوکراين له ولسمشرانو سره وګوري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش به سبا د اوکرایین او ترکیې له ولسمشرانو ولودمیر زلنسکي او رجب طیب اردغان سره په اوکرایین کې وګوري.

ښاغلی ګوتریش به په‌دې سفر کې د تورې بحیرې له هغه بندره کتنه وکړي چې د پنځه میاشتنې ځنډ وروسته يې بېرته د غلو په صادراتو پیل کړی.

ټاکل شوې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زلنسکي او انتونې ګوتریش به د ژاپورژیا اټومې بټې په اړه؛ چې په‌دې وروستو کې د روسي ځواکونو تر حملو لاندې وه او د نړیوال اټومې اژانس اندېښنې یې راپارولې وې، هم خبرې وکړي.

د کريميا په شمال کې د روسيې مهماتو په يوه زېرمه کې چاودنه شوې

د چاودنې انځور

د روسیې دفاع وزارت وايي، د کریمیا په شمال کې پرون سې شنبه د روسیې د مهماتو یوه زېرمه کې چاودنه وشوه.

د وزارت په خبره په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي او د شا و خوا سیمو د زرګونو کسانو د تخلیې سبب شوه.

دغه وزارت دا پېښه د سبوتاژ یوه هڅه ګڼلې ده.

په عین حال کې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې تر دې پېښې وروسته د دژانکوی سیمې په یوه برېښناکوټ کې بله چاودنه وشوه. دا سیمه د روسیې له خوا اشغال شوې ده.

دا لا معلومه نه ده دغه دوې پېښې چې هم‌ماله شوي، کوم ارتباط سره لري که نه.

که څه هم اوکرایني چارواکو په مستقیم ډول د دغو پېښو د مسوولیت له اخیستو ډډه کړې خو ځینو یې داسې اشارې ورکړي چې په دغو پېښو کې کییف لاس لري.

خېبر پښتونخوا کې د 'واکسيناتورانو' دوه ساتونکي وژل شوي

پر پاکستاني پوليسو چاودنه - ارشيف

چارواکي د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله‌والو کسانو په برید کې د پولیو د کارکونکو د دوو ساتونکو پولیسو د وژلو خبر ورکوي.

د سیمه‌ییزو پولیسو یوه چارواکي محمد عمران وویل چې، په دغه پېښه کې چې نن د دې ایالت په ګومل ښارګوټي کې رامنځته شوې، د پولیو کارکونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

هغه ویلي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین څلورو کارکونکو او د هغو ساتونکو پر موټر سایکلونو سفر کاوه چې پر موټر سایکل سپرو وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

حمله کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د دې پېښې مسؤلیت یې هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

دا پېښه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو د پیل شوي کمپیان په دوهمه ورځ رامنځته شوې، هغه ایالت چې په‌کې د اپریل له میاشتې راهیسې د پولیو ۱۴ نوې پېښې ثبت شوي دي.

ايران: د اټومي تړون په اړه مو د امريکا له لوري دوه غوښتنې منل شوي دي

ايران اټومي بټۍ

د امریکا متحده ایالتونه وایي، د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو په هدف به د اروپایي ټولنې "وروستۍ طرحې ته" په شخصي ډول ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه د ایران له خوا د دې وړاندیز لاسلیک ته د شنه څراغ ښودلو په جریان کې د ایران ځواب ته په تمه دي.

د ایران ایرنا دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبدالهیان په حواله ویلي، امریکایي لوري د دوی دوه غوښتنې په شفاهي ډول منلي دي.

عبدالهیان ونه ویل چې امریکا د دوی کومې غوښتنې منلي دي، خو پرون یې وویل چې د اټومي تړون په تړاو به خپل وړاندیزونه په کتبي ډول ولیږي.

نوموړي ویلي، که د دوی نظر ومنل شي، هېواد یې چمتو دی چې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هوکړه لاسلیک او اعلان کړي.

له روسيې د نړۍ د ۴۲ هېوادونو غوښتنه: له زاپوريژيا اټومي تاسيساتو مو ځواکونه وباسئ

د اوکراین د زاپوریژیا اټومي تاسيسات

د نړۍ دوه څلوېښت هېوادونو له روسیې غوښتي چې خپل وسله وال ځواکونه د اوکراین له زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وباسي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې پرون د اروپایي ټولنې پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، زاپوریژیا اټومي تاسیساتو کې د روسي پوځیانو حضور د اټومي خوندیتابه د ژمنو مخه نیسي.

زاپوریژیا باندې، چې د اروپا په کچه لوی اټومي برښنا کوټ دی، څه موده وړاندې بمباري هم وشوه چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې جدي اندېښنې یې وپارولې.

هغه مهال که څه هم د راډیو اکتیف وړانګې خپرې نه شوې، خو اټومي تاسیساتو ته نژدې پوځي فعالیت له اور سره لوبې کول وبلل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د زاپوریژیا تاسیساتو شاوخوا سیمه باید ملکي ساحه اعلان شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG