افغانستان
د کندهار بزګران او سوداګر د انګورو کمو حاصلاتو اندېښمن کړي
د کندهار ولایت د سوداګرې او پانګونې خونې عامل مدیر انجنیر عبدالباقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، وروستیو وچکالیو او اقتصادي ستونزو سږ کال د انګورو حاصلات کم کړي دی.
د نوموړي په خبره، تېر کال دا وخت به په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ موټره د سپین بولدک له لارې پاکستان ته صادرېدل خو اوس په ورځني ډول یوازې ۵ یا ۶ موټره صادرېږي.
ښاغلی باقي وايي، تمه ده چې راتلونکې یو میاشت کې دغه شمېر د پخوا په څېر شي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، هڅه کوي څو سږکال د افغانستان د شمالي ولایتونو له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم صادرات پیل کړي او د دوی په خبره، په اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې هم شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده
نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده.
د طالبانو تر واک لاندې په تیرو پنځو کلونو کې د تیر جمهوریت په لسهاوو پوځيان او یو شمیر چارواکي نادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تیرجمهموریت د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمودشاه حبیبي او د هرات د ښځو د زندان مشره عالیه عزیزي د هغو کسانو په ډله کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته نادرکه شوي دي.
پنځه کاله تېر شول خو د دغو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
که څه هم د طالبانو حکومت په ځلونو د تیرجمهوریت د چارواکو او پوځیانو د نیولو او جبري ناردکه کیدو موضوع رد کړې خو د نړیوالو ادارو شمیرې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پخواني نظام یو شمیر پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور يې نادرکه شوي دي.
ملګري ملتونه: افغانستان ته د بشري مرستو د کمیدو له کبله د درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه تړل شوي
ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته د بشري مرستو د کمیدو له کبله د درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه تړل شوي دي.
د نړیوالو اړیکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ملیسا فلمینګ پرون شنبه د (اګسټ۲۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" ۳،۷میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي".
د هغې په ټکو،" نژدې یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي".
د ملیسا وړاندې ویلي،" د دې مرکزونو تړل کیدل به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره شرایط نور هم سخت کړي".
له دې مخکې یو شمیر نړیوالو سازمانونو په ځلونو ویلي چې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کافي بودیجه نه لري.
د امریکا متحده ایالتونو ۱۲ افغان کډوال مرکزي افریقا ته اخراج کړي
د امریکا متحده ایالتونو ۱۲ افغان کډوال مرکزي افریقا ته اخراج کړي.
فرانس پریس خبري اژانس نن یکشنبې د (اګسټ۳۰مه) راپور ورکړی چې په دغو ۱۲ افغان کډوالو کې هغه افغان پناه غوښتونکی هم شامل دی چې ورور يې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.
د فرانس پریس د راپور له مخې، د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو اخراج شوي کډوال پرون شنبې د مرکزي افریقا پلازمینې بانګوي ته رسیدلي دي.
په اخراج شویو کډوال کې اته ایرانیان او پاتي کډوال د نیپال او نیکاراګوا اتباع دي.
د افغانستان له ګډون پرته په قرغیزستان کې د شانګهای سازمان سرمشریزه
ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه سبا (دوشنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شي. د سازمان د لسو غړو هېوادونو مشران به د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو او د سیمې او نړۍ پر مهمو تحولاتو خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې غونډې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ځي. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي.
افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.
افغانستان په داسي حال کې د بیشکیک په غونډه کې له ګډونه بې برخې شوی چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، له پولو هاخوا وسلهوال فعالیتونه، سوداګري او سیمهییز اتصال د شانګهای سازمان د غړو لپاره مهم موضوعات دي.
ازبکستان: له افغانستان سره به «قاطع او رغنده» سیاست ته دوام ورکړو
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې یو نژدې ګاونډی وباله.
میرضیایف پرون (شنبې) د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د هېواد بهرنۍ تګلاره یې پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده، خو له افغانستان سره د راتلونکې تګلارې په اړه یې د کوم نوي اقدام جزییات څرګند نه کړل.
ازبکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمهییز اتصال او سوداګریزو پروژو برخه وګرځوي.
افغانستان د ساختماني توکو په تولید کې پر ځان بسیا کېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) وايي، افغانستان د ساختماني توکو تر لسو د زیاتو ډولونو په کورني تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
د دې خونې د زیربنا او ساختماني چارو کمېټې مشر حمیدالله حبیبي ویلي، خصوصي سکتور هڅه کوي چې په نورو ساختماني توکو کې هم د هېواد د ځانبساینې کچه لوړه کړي او له حکومت او پانګهوالو یې غوښتي چې په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د ګول سیخ، فولادي بیمونو، صنعتي رنګونو، ساختماني ډبرو، دروازو او کړکیو، برېښنايي کیبلونو، موزاییک، خښتو او ګچ په ګډون یو شمېر مهم ساختماني توکي تولیدېږي.
د طالبانو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی
جرمني تایید کړې چې د کابل یو درې کسیز تخنیکي پلاوی دغه هېواد ته تللی، څو افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو لپاره لازم اداري او قونسلي ترتیبات برابر کړي.
د جرمني این ډي ار رسنۍ پرون (شنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، د پلاوي سفر افغانستان ته د نورو افغانانو د ایستلو د چمتووالي له بهیر سره مستقیم تړاو لري. د راپورونو له مخې، پلاوی د قطر له لارې جرمني ته تللی او د ۳۰ ورځو ویزه لري.
پلاوی به په برلین، بن او مونشن کې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو سره د اړوندو ترتیباتو په برخه کې کار وکړي. طالبانو تر اوسه د دې سفر په اړه رسماَ څه نه دي ویلي.
این ډي آر ویلي چې د طالبانو پلاوی حاضردمه په برلین کې د افغانستان په سفارت کې اوسي.
د اسلام اباد ستره محکمه: افغان محصلین دې د ویزو ستونزه د افغانستان سفارت له لارې حل کړي
د اسلام اباد سترې محکمې له افغان محصلینو غوښتي چې د ویزو د تمدید ستونزې د افغان سفارت له لارې حل کړي.
د پاکستان ډان ورځپانې راپور ورکړی چې د اسلام اباد د سترې محکمې قاضي خادم حسین له هغو ۸۷ محصلینو چې د پاکستان په بیلابیلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او ویزې يې پایته رسیدلي غوښتي چې خپلې ستونزې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له لارې حل کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې يې طالبان سمبالوي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه شاوخوا ۸۰ محصلین ۲۰۲۳کال کې په یو کلنې تحصیلي ویزې پاکستان ته تللي وو.
تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي
تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.
د دې سازمان دارالانشا ویلي، " په ناسته کې به په افغانستان کې د ترهګرۍ، د نشه يې توکو د قاچاق او پولو ته نژدې پر امنیتي اندېښنو خبرې وشي".
دا ناسته د سپټمبر په لومړۍ نیټه د قرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې جوړیږي.
تراوسه معلومه نه ده چې طالب چارواکي دې ناستې ته بلل شوي او که نه.
په دې ناسته د افغانستان د نژدې ګاونډيانو ایران او پاکستان سربیره د روسیه، چین، هند او منځنۍ اسیا ولسمشران ګډون کوي.
شانګهای سازمان لس غړي لري او افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی.
د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی
د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی.
د مالیې وزارت د تقاعد د حقونو عمومي ریاست د اعلان له مخې د روانې سنبلې میاشتې له لسمې نېټې به د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې، لوړو زدهکړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، د کابل پولیتخنیک پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د کابل پوهنتون ریاست، د کابل طبي پوهنتون او د تیر جمهوریت د دفاع او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکړه پیل شي.
دې ریاست وړاندې ویلي، متقاعدین دې د مالیې وزارت اړوند ویب پاڼه کې د خپل نوبت نېټه ترلاسه او په هماغه نېټه دې د تقاعد حقوقو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
مالیې وزارت له دې مخکې د درې نورو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی و.
په تیرو پنځو کلونو کې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ملکي او پوځي متقاعدینو د خپلو تقاعدي حقونو او معاشونو د نه ترلاسه کولو له کبله په ځلونو لاریونونه او اعتراضي غونډې کړې دي.