د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۳۳

افغانستان

د افغانستان بانک نن ۱۱ ميليون ډالر ليلاموي

ارشیف

د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون امریکایي ډالره د دواطلبۍ له لارې پلوري.

دغه اقدام د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتنې لپاره کېږي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بانک له ټولو تجارتي بانکونو او د پیسو له خدماتي شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتل شوي چې په دې لیلام کې ګډون وکړي."

د افغانستان بانک کله ناکله لسګونه ميلیون ډالر لیلاموي، چې د افغانیو د ارزښت له ثبات سره مرسته وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نيډ پرايس: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو او لګښت پر لارو چارو غور کوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نیډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نه‌لري چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني ازاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاري.

خو هغه لارې چارې لټوي چې له دغو پیسو د افغانستان خلک مستقیماً ګټه پورته کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په اوس وخت کې موږ فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شي.

د تېر کال د اګست له میاشتې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان بانک شاوخوا اوه ملیارد ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

د دغې شتمني نیمایي یعنې درې نیم ملیارد ډالره یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو ته ځانګړې شوې ده.

افغان کرېکټ لوبډلې له ايرلنډ دويمه شل اوريزه لوبه هم وګټله

افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرېکټ ټیم پرون (دوشنبه) د ایرلنډ لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.

دا د دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوره سیالي وه. تر دې وړاندې لومړۍ دوې شل اوره سیالۍ ایرلنډ او یوه افغانستان ګټلې وه.

پرونۍ مسابقه د باران د ورېدو له کبله یوولس اورونو ته کمه شوه، افغانستان په ټاکل شویو یوولس اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدراڼ وکړې چې په ۲۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې خو راشد خان نه یوازې دا چې په لسو توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، په باولینګ کې ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

اوس دواړه ټیمونه مساوي دي او پنځمه مسابقه به، چې سبا (چهارشنبه) کېږي، د دې لړۍ ګټونکی وټاکي.

دا مسابقې د ایرلنډ په کوربه‌توب په بلفاست ښار کې کېږي.

طالبانو د اريانا نيوز خبريال صبور روفي وهلي ډبولی دی

اريانا نيوز

طالبانو پرون د اریانا نیوز یو خبریال صبور روفي په داسې حال کې وواهه چې نوموړي د چاودنې د ځای تصویر اخیست.

پرون د اریانا نیوز ټلوېزیون د ودانۍ مخته چاودنه وشوه چې په لړ کې یې څو تنه ژوبل شول.

خو کله چې روفي غوښتل پر خپل موبایل ټليفون د پېښې ویډیو واخلي، طالبانو وواهه.

په خپرو شویو تصویرونو کې د روفي له سره پر مخ بهېدلې وینې ښکاري.

طالبانو د خپلې دويم ځلي واک يوه کلنه موده کې لسګونه خبريالان وهلي، شکنجه کړي او بنديان کړي دي.

پرون د طالبانو د بيا ځلي واک د يوې کلنۍ په مناسبت نړيوالو بنسټونو له طالبانو وغوښتل چې له خبريالانو سره تاوتريخوالی ودروي.

حامد کرزی: نږدې ده چې لور مې له ښوونځي محرومه شي

حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، لور یې له ښوونځي څخه محرومېدو ته نژدې ده ځکه چې طالبان له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو حق نه ورکوي.

ښاغلي کرزي د جرمني له دویچې ویلې سره په مرکه کې وویل چې د ده لس کلنه لور، ملاله له شپږم ټولګي څخه فارغېدو ته نږدې ده او له شپږم پورته به درس نه شي ویلی.

طالبانو تېر کال له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي خو خپله ژمنه یې د نړیوالو له فشارونو سره سره په ځای نه کړه.

پرون د طالبانو د بيا ځلي واک کال پوره شو، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

پر کور دننه او بهر په ځلونو له طالبانو غوښتنه وشوه چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي، خو طالبانو ويلي چې په دې اړه د خپل مشرتابه امر ته انتظار دي.

سيما بحوث: د طالبانو واکمنۍ کې د نجونو او مېرمنو وضعيت لا هم ناوړه دی

يو شمېر معترضې افغان مېرمنې

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره وايي، د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا هم ناوړه دی.

سیما بحوث پرون (دوشنبه) د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره هم‌مهاله په یوه بیان کې وویل، افغان ښځې او نجونې له کار او تعلیمه بې برخې کړای شوي، روغتیايی اسانتیاوې یې محدودې شوي، او تاوتریخوالی پرې زیات شوی دی.

دې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر اساس تشدد وباله.

اغلې بحوث پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار د اجازې ترڅنګ په حکومت کې ونډه ورکړي.

ملګري ملتونه: اوس هم وخت شته چې طالبان د افغانستان د ستونزو په اړه فکر وکړي

ارشيف

ملګرو ملتونو پرون له طالبانو وغوښتل چې لا هم فرصت شته چې له ستونزو څخه د افغانستان د ایستلو لپاره فکر وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د طالبانو د واک ته رسېدو د کال له پوره کېدو سره هم‌مهاله همدا راز وویل، که بدلون را نه‌وړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه له هغو کسانو سره تعامل کوي چې بشري حقونه رعایتوي او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.

پرون طالبانو د واک ته رسېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

رينا اميري: افغانان پراخ بنسټه حکومت غواړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، نړۍ دې د افغانانو د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

رینا امیري نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي چې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ولري.

میرمن امیري وایي، اوسمهال ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له عامه نظره څنډې ته شوي او "د تاوتریخوالي تر سیوري" لاندې ژوند کوي.

امیري د افغانستان راتلونکې لار اوږده او له ننګونو ډکه بللې، خو زیاته کړې ده چې امریکا د افغانانو ترڅنګ دریږي.

په خوست کې د ازادۍ راډ‌یو پخوانی خبریال امیر بهیر د ناڅاپي ناروغی له کبله ومړ

امير بهير

امیر بهیر شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او ۱۲ کاله یې له ازادي راډیو سره کار وکړ.

نوموړي اوس مهال د خوست د لوړو زده کړو په یو شمیر موسسو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وو.

امیر بهیر د څو کلونو لپاره په خوست کې د خبریالانو د یوې خپلواکې ټولنې مشر وو او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د حقوقو په دفاع کې يې مهمه ونډه درلوده.

د امیر بهیر مړی نن د دوشنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ځايي خلکو سربېره د دې سیمې یو شمېر روڼ اندو، د رسنیو استازو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخیستې وه.

د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو ۲۱ ميليون زيان‌ګالو افغانانو سره مرستې کړي

مرستې - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو، اف، پي وایي، روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ ميلیون زیاتو زیانګالو خلکو سره مرستې کړي دي.

خو ډبیلو اف پي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې له دغو مرستو سره سره لوږه نه‌ده کمه شوې او اوس هم په ميلیونونو کسان هره شپه وږي بیدیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوراکي مرستو د دوام لپاره ۹۶۰ ميلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري چې په ژمي کې د اتلس ميلیونه کسانو لاس‌نیوی وکړي.

بل پلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا فاو وایي، په تېرو دولسو میاشتو کې یې په افغانستان کې له زیانګالو بزګرو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو، کیمياوې سرې او تخنیکي روزنې مرستې کړي ترڅو د خوړو د نه خوندیتوب د بحران مخه ونیول شي.

فاو په یوه ټویټ کې ویلي چې غنم د افغانستان اصلي محصولات دي او د دې هېواد د وګړو د ټول مصرف شاوخوا اویاسلنه جوړوي.

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو له وړتيا ګټه نه‌ده اخيستل شوې

يو شمېر افغان نجونې چې انځورګري کوي

د ملګرو ملتونو د جنسیتي مساواتو او د ښځو د پیاوړتیا د چارو ادرې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له وړتیاووهیڅ استفاده نه‌ده شوی.

دغې اداري نن په یوه ټویټ کې ویلي، تر هغو به افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ونه رسیږي ترڅو د دې هېواد په ورځني ژوند کې د ښځو پر مساوي ګډون بندیز لیرې شوی نه وي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ښځو او نجونو د زده کړې او کار په برخو کې محدویتونه لګول شوي دي.

ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له زده کړو محرومې شوي دي.

اروپايي ټولنه: طالبانو د خپلې واکمنۍ په يو کال کې د ښځو له حقونو سرغړونه کړې

طالبانو څو ځل د مېرمنو د اعتراضونو مخه ونيوله

اروپایي ټولنه وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په یوه کلنه دوره کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په کلکه سرغړونې کړي دي.

نن دوشنبې د زمري ۲۴مه، د اګست ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شوه خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د اروپایي ټولنې یوې ویاندې نبیلا مسرالي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په ترڅ کې پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل، طالبان د یوه ټول شموله سیاسي نظام په رامنځته کولو کې پاتې راغلي او په دې توګه یې د افغانانو هیلې له خاورو سره یو کړي دي.

پر ښځو د نورو محدودیتونو ترڅنګ له شږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو محرومې شوې دي.

نړیوالو، بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو زده کړې او کار ته درناوی، د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا او ځینې نورشرطونه د طالبانو مخ ته ایښي دي.

ارزګان کې سېلابونو د سر او مال زيانونه اړولي

افغانستان کې راوتلي سېلابونه

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې سېلابونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د ارزګان ولایت د والي ویاند مولوي علي جان پوهنیار نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه سېلابونه پر خاص ارزګان او چنارتو ولسوالیو راغلي او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې یو ماشوم مړ کړی دی.

نوموړی وايي، په چنارتو ولسوالۍ کې سېلابونو د مسافرو درې موټر وړي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه او لسګونه کورونه یې تخریب کړي، خو ځاني زیان چا ته نه دی رسېدلی.

له څو ورځو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ايران د پارلماني چارو مرستيال وزير له متقي سره د ترانزيت پر زياتېدو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

د ایران د بهرنیو چارو د کونسلي او پارلماني چارو مرستیال وزیر پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر زیاتېدو خبرې کړي.

دا په یوه اوونۍ کې درېیم ایراني چارواکی دی چې کابل ته سفر دی.

تېره اوونۍ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته تللي وو او له طالب چارواکو سره یې د اوبو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند حافظ احمد تکل په دې اړه وويل: "ښاغلي بیګدلي څرګنده کړه چې وروسته له دې به په افغانستان کې د ایران ټولې کونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجرا کوي، نوموړې زیاته کړه چې د ویزو په عاجل ډول اجرا به وکولای شي چې ایران ته د افغانانو د غیر قانوني تګ په مخنیوي کې مرسته وکړي او په تګ راتګ کي به سهولت رامنځته شي."

ښاغلی تکل وايي چې د ایران دا اقدام به په دغه هېواد کې له مېشتو کارګرو افغانانو سره د قانوني هستوګنې په برخه کې مرسته وکړي.

د ده په وینا امیرخان متقي له ښاغلي بیګدلي څخه وغوښتل چې په ایران کې افغانانو ته د کار موندنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

زابل کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي

سېلابونه - ارشيف

په زابل ولایت کې لږ تر لږه درې تنه په سېلونو او ۳ ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ مړه شوي دي.

له وړمې شپې څخه د زابل په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا میزانې ولسوالۍ کې سېلونه راوتلي او خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په نس ناستي د درو ماشومانو د مړینې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره درې ماشومانو د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. همدا راز په میزانې ولسوالي کې د شدیدو سېلونو له کبله درې تنه مړه شوي دي."

که څه هم ښاغلی حکیمي وايي چې د عامې روغتیا ریاست ټیمونه سېل ځپلیو او وبا ځپلیو سیمو ته استول شوي خو په ځانګړي ډول سېل ځپلي وايي چې مرستې ورسره نه دي شوي.

اتريش کې يو شمېر افغانانو د طالبانو د واک د يو کلنۍ په اړه مظاهره وکړه

په کاناډا کې هم پرون يو شمېر مېرمنو واک ته د طالبانو د رسېدو د يو کال پوره کېدو په غبرګون کې مظاهره وکړه

یو شمېر افغانانو پرون (یکشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د واک ته رسېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له امریکا، اروپايي هیوادونو، د ملګروملتو امنیت شورا او ناټو څخه یې غوښتل چې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي.

نن د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو او واک ته د طالبانو د بيا ځلي رسېدو کال پوره شو.

په کابل او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو د طالبانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG