نړۍ
هند: يوه اوونۍ کې د کورونا ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي
په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې اوس د پخوا په شان د کورونا په اړه ډېر څه نه ویل کېږي، هند په یوه اوونۍ کې د کورونا څه باندې ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي.
کتونکي وايي، دې ته په پام کې په هند کې د کورونا نژدې ۲ میلیارده ډوزه واکسینونه شوي، په یوه اوونۍ کې تر ۸۲ زره ډېرو مثبتو پېښو ثبت د اندېښنې وړ دی.
تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې په مهارشترا، کرالا، ډیلي، کرناټک او تامیل ناډو ایالتونو کې ثبت شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې پر اوکراین د سلو بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ
روسیې نن پر اوکراین د څه باندې سلو بې پیلوټه الوتکو برید وکړ خو د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا دا حمله مرګ ژوبله نه لري.
د اوکراین هوايي ځواک نن (د ډسمبر ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې روسیې د ۱۰۳ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د خرسون، میکولاییف، چیرني هیف، سومي، زاپوریژیا، خارکییف، پولتاوا، ژیتومیر او پلازمېنې کییف سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو له دې ډلې ۵۲ ډرونونه ویشتل.
د بیان له مخې په دې بریدونو کې دفترونو او د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
روسیې په وروستیو څو اونیو کې پر اوکراین حملو ته زور ورکړی او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل، مسکو په تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین د ۵۵۰ رهبري شویو بمونو، نژدې ۵۵۰ ډرونونو او ۲۰ توغندیو په وسیله حملې کړې دي.
علي خامنه یي د سوریې خلک د نویو واکمنو پرضد مقاومت ته وهڅول
د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وايي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر وړاندې وسله وال پاڅون د امریکا په مرسته بریالی شوی او د سوریې پر خلکو یې غږ کړی چې د نویو واکمنو پرضد مقاومت وکړي.
خامنه یي نن (د مرغومي ۲مه) په خپلو څرګندونو کې وویل چې خلک په تېره ځوانان باید د هغو پرضد ودرېږي چې په سوریه کې یې ناامني پلان او عملي کړه.
د بشاراسد رژیم د ډسمبر په اتمه وروسته له هغه وپرځېد چې د امریکا له خوا د تروریستي ډلې په توګه د نومول شوې هیات تحریر شام او نورو ډلو وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
په ۲۰۱۱ کال کې چې د سوریې د رژیم پرضد د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته وسله وال پاڅون پیل شو تهران او مسکو د اسد د حکومت منظم ملاتړ کاوه.
د ترکیې لویدیځ کې امبولانس هلي کاپټر غورځیدلی دی
د ترکیې په لویدیځه موګلا سیمه کې نن ۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو امبولانس هیلیکوپټر د یوه روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د ترکیې د روغتیا وزارت وايي، دا هیلیکوپټر چې دوه تنه پیلوټان، یو ډاکټر او یو روغتیاپال پکې وو، د موګلا له روزنیز او تعلیمي روغتون څخه د پورته کېدو پرمهال د روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د موګلا والي خبریالانو ته وویل چې هیلیکوپټر لومړی د روغتون له څلورم پوړ سره ولګېد او بېا پر ځمکه راپرېوت.
په روغتون او د پېښې په ساحه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
سره سمندرګي کې د امریکا یوه الوتکه ویشتل شوې
د امریکا پوځ نن یکشنبې وویل چې د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سره سمندرګي د پاسه په تیروتنه په ډزو چې هغه "دوستانه ډزې" بلل شوي، ویشتل شوې خو دواړه پیلوټان یې ژغورل شوي دي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې دا پیښه هغه وخت وشوه چې د امریکا پوځ د یمن د حوثي یاغیانو د په نښه کولو لپاره هوایي بریدونه ترسره کول.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټ کم ندي ویلي چې د دغې پیښې په مهال دغو پیلوټانو چې یویې برسیرن ټپي شوی، څه ډول ماموریت مخ ته وړ.
د پوځ په وینا د USS هیري ایس تورمان کشتۍ له خوا یو رهبري کیدونکی میزایل ویشتل شوی وچې په تیروتنه پر F/A-18 ډوله الوتکه چې له دې کشتۍ څخه پورته شوې وه، لګیدلی.
له دې مخکې سینټ کم د شنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې په هوایي هدفي بریدونو کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانوترکنټرول لاندې سیمو کې د دې ډلې د قوماندې یومرکز او د میزایلو یو زیرمتون په نښه کړي و.
البانیا غواړي ټیکټاک بند کړي
د البانیا صدراعظم ایدي راما پرون شنبه اعلان وکړ، چې حکومت یې ښايي د ویډیوګانو مشهوره شبکه ټیکټاک د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې بنده کړي.
په پلازمېنه تیرانیا کې د البانیا له ښوونکو او ارواپوهانو سره د کتنې پر مهال صدراعظم راما ویلي، ټیکټاک داسې دی لکه د سیمې اوباش.
د البانیا صدراعظم ویلي، موږ ټیکټاک د یوه کال لپاره بندوو او داسې پروګرامونه پیلوو، چې له زده کوونکو سره د دوی د تعلیم په وده او میندو او پلرونو سره د خپلو اولادونو د علمي سفر په څارنه کې مرسته وشي.
ټیکټاک د ویډیوګانو د شریکولو هغه شبکه ده، چې خلک په کې لنډې ویډیوګانې اپلوډ او کتلی شي، خو ګڼو هېوادونو ویلي چې دغه شبکه، د دوی د ماشومانو وخت ضایع کوي.
ترکیه: واورې ښویېدو یو تن مړ کړی
د ترکیې په ختیځ کې پرون شنبه د واورې په ښویېدنه/ برفکوچ کې یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شول.
د ترکیې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه مړ شوی کس ۱۶ کلن ایمري یزګان یاد کړی دی.
د ارزروم والي مصطفی چیفتچي خبریالانو ته ویلي چې د جودو ملي ټیم ۱۵ غړي پر ځايي وخت سهار لس بجې یوه غره ته ختلي وو، چې اورشیندنه پیل شوه.
په هغو لومړیو کې د دغه ټیم ۵ غړي د واورو له خوا لاندې شول چې یوه تنه یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او څلور نور په ښه وضعیت کې دي.
غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه اعلان وکړ، چې په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد.
دغه وزارت ویلي، چې د په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه.
په دې حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړای شول.
د اسراییلو پوځ: له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی
د اسراییلو پوځ وايي، له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی.
د پوځ په خبره، د توغندي د لګیدو له کبله په سیمه کې د ماتو شیشو په وجه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
پوځ وړاندې ویلي، ۱۴ نور کسان هغه مهال ټپیان شول چې د خطر زنګ له اوریدو وروسته یې هڅې کولي په امن ځایونو کې پټ شي.
د اسراییلو د پوځ په خبره، دا برید نن سهار وختي شوی دی.
دا دوه بریدونه وروسته له هغې دي چې د اسراییلو پوځ د یمن پر پلازمینه صنعا او حدیده ساحلي ښار چې د حوثي یاغیانو په واک کې دي هوايي بریدونه وکړل.
بل پل، په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلی ده.
د اسراییلو پوځ وايي، حوثي یاغیانو له حماس وسله والي ډلې سره په ګډه ۲۰۰ توغندي د اسراییلو پر لور توغولي دي.
د پوځ په خبره، په دې شمیر کې بې پیلوټه الوتکې هم شاملې وې.
د یمن حوثي یاغیان په احمر بحیرې او عدن خلیج کې په غزه کې د فلسیطنیانو په ملاتړ پر بیړو بریدونه کوي.
جرمني کې برید؛ تر دوو سوو زیات ټپیان او پنځه وژل شوي
د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.
د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي.
پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي.
د چارواکو په خبره، تیره شپه یو جرمن داکټر چې په خټه عرب دی او دوه لسیزې وړاندې جرمني ته راغلی و، یو کرايي موټر يې د کرسمس پر بازار وربرابر کړی چې ډيرو خلکو ته يې مرګژوبله واړوله.
تراوسه د دې کار اصلي علت معلوم نه دی.
د جرمني حکومت د دې ورځ په مناسبت نن شنبې په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د جرمني صداعظم اولاف شولز او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته تللي دي.
د جرمني په ماګدبورګ ښار کې یو کس د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو خپل موټر وربرابر کړی دی
یوه سړي د جمعې ناوخته د جرمني د ختيځ په ماګدبورګ ښار کې د کرسمس په یوه بازار کې خپل موټر د خلکو پر یوې ډلې وربرابر کړ.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د جرمني چارواکو ویلي موټر چلوونکی نیول شوی دی.
ځینو رسنیو ویلي، په پېښه کې یو تن مړ شوی دی.
ماګدبورګ، د برلین په لویدیځ کې، د ساکسوني-انهالټ ایالت مرکز دی او شاوخوا 240,000 وګړي په کې ژوند کوي.
د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۱۹مه په برلین کې یوه افراطي بریدګر د کرسمس په یوه مارکیټ کې پر خلکو یوه لارۍ وربرابره کړې وه چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
هغه برید کوونکی څو ورځې وروسته په ایټالیا کې په ډزو ووژل شو.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر تېره میاشت وویل، د سږني کال د کرسمس بازارونو ته د خطر مشخصې نښې نه شته.
خو هغې زیاته کړه چې دا عاقلانه کار دی چې خلک محتاط وي.
تر اوسه کومې ډلې د تازه پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.