افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه به زیمبابوې سره دوهمه شل اووره لوبه کوي.
نننۍ سیالي د افغانستان پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې پیلېږي.
افغانستان پرونۍ شل اووره مسابقه له دغه هېواده په ښو نومرو وګټله.
پرونۍ لوبه زیمبابوې پیل کړه، چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
افغانستان وکړای شول، ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.
افغانستان له زبمبابوې څخه تېرې درې واړه ۵۰ اووره مسابقې وګټلې.