د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان

د جرمني پارلمان له افغانستانه د تخليې ماموريت څېړي

د جرمني بيرغ

د جرمني پارلمان وایي، یو کمېسیون به یې له افغانستانه د تخلیې ماموریت وڅېړي.

قانون پوهانو په ورته وخت کې د یوه بل کمېسیون د جوړولو هم ویلي چې په وینا یې په افغانستان کې به د شل کلن حضور په اړه پلټنې وکړي.

د پارلمان غړو پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دا دوه پلاوي به راتلونکې میاشت، د اوړي له رخصتیو مخکې جوړ شي.

جرمني له افغانستانه د تخلیې ماموریت پر مهال او له هغه را وروسته زرګونه هغه افغانان د کورنیو له غړو سره بیولي چې له دوی سره یې کار کړی وو.

د جرمني چارواکي وایي، اوس هم هره اوونۍ شاوخوا دوه سوه افغانان په چارتر الوتکو کې له اسلام اباده جرمني ته لېږدوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو ملي سپورټ تلوېزیون د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ خپروي

د سپین غر او امو نهنګان لوبډلې د شپږیزې کرکټ سیالیو پرمهال - 7.9.2020

د افغانستان کرکټ بورډ نن د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي رادیو تلوېزیون سره د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو د خپرېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

کرکټ بورډ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې داوړو خواو د لوبو پر غوره او با کیفیته خپراوي ټینګار کړی.

د بورډ په خبره، دغه لوبې به د ملي سپورټ له لارې په ژوندې بڼه تولید او خپرې شي.

په افغانستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه پیلېږي، چې د اګسټ میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې

ارشیف

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سیالۍ د ٢١ ولايتونو ٣٧٣ ورزشکارانو په ګډون نن دوشنبه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په جمنازيوم کې پيل شوې.

د دې ریاست په وینا، دغه سيالۍ چې د فزيکي سپورټ، فزيکي اتلتيک او بدن ښکلا په سبکونو سره پيل شوې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو له ترسره کېدو موخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او په بهرنيو سياليو کې ګډون کول دي.

روزګان: ترافيکي پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او پنځه ژوبل دي

ارشيف

د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند اغاولي قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د روزګان – کندهار پر لویه لار د سوزل په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو په نتیجه کې وشوه.

د ویاند په وینا په دې پېښه کې دوې ښځې او دوه نارینه مړه شوي او ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

خلک وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لویو لارو کې د بمونو او ماینونو د چاودنو له کبله مرګ ژوبلې تقریباً بیخي پای ته رسېدلي خو ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

ننګرهار کې يو شمېر کروندګرو ته کرنيز وسايل ورکړل شول

ارشيف

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د« UNDP» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې بزګرانو ته کرنیز وسایل ویشلي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دې ریاست له قوله په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دغه وسایل تېره ورځ د ۶ شوراګانو له لارې شاوخوا ۱۵۰ بزګرانو ته ویشل شوي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ویشل شویو وسایلو کې د جوارو هایبریډ تخمونه، کیمیاوي سرې، دوا پاش او یو شمېر نور کرنیز وسایل شامل دي.

‎ (UNDP ) او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلي کېدو خبره کړې.

د طالبانو حکومت ازبکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي

د ازبکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ازبکستاني چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېر پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تیره ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سره په تاشکند کې لیدلي.

په خبر کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دغه شان په ټرانزیټي لارو کې د پرتو ستونزو په حل بحث شوی دی.

د وزارت په وینا، په دغه ناسته کې افغان پلاوي مقابل لوري ته په تاشکند کې د افغان سوداګرو ستونزې ورسولي او د حل کېدو په برخه کې یې ژمنې هم شوي.

دغه شان په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نه غوښتې، چې په افغانستان کې پانګونې لپاره زیاتې اسانتياوې رامنځته کړي.

طالبانو تخار کې تر لسو ډېر درملتونونه تړلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولايت موقعيت

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې تر لسو زیات درملتونونه، د کاري جواز نه درلودلو له کبله وتړل شول.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان ازادۍ راډیو ته وویل: دوی ۱۹ درملتونونه ارزولي چې په نتیجه کې یې ۱۲ درملتونونه وتړل شول.

د ده په وینا د ارزونې پر مهال ځینې تر وخت تېر درمل هم راټول شوي دي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

يو شمېر افغان خبريالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو له لوري د دوو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

په اروزګان کې د پیوستون ټلوېزیون مشر خان محمد سیال او د هلمند کې د هیلې ټلوېزیون خبریال ځوان تکل د جمعې او شنبې په ورځو کې د طالبانو له خوا خوشې شول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه بیان کې چې پرون د کمېټې د ټویټر له لارې خپور شو، د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې درې نور خبریالان هم خوشې کړي.

خبریال او لیکوال عمادالدين دوران د ثور په ٢٤مه په کابل کې، د دایکندي د افتاب راډیو مسوول مرزا حسيني د غبرګولي په درېيمه او د ګردیز غږ راډیو مسوول جمال الدين دلدار د غبرګولي په اوومه د طالبانو له خوا نیول شوي او لا هم په بند کې دي.

عربي اماراتو د پکتيکا زلزله ځپلو ته روغتون فعاله کړ

د زلزلې يو شمېر ټپيان په ځايي روغتون کې

د متحده عربي اماراتو یو سیمه ییز روغتون د افغانستان په زلزله ځپلې پکتیکا کې فعاله شو.

د اماراتو د دولتي خبري اژانس له مخې د دغه روغتون وسایل او تجهیزات وړمه ورځ له اماراتو نه افغانستان ته استول شوي وو.

په دغه روغتون کې چې په زر متره مربع ساحه کې فعاله شوی پنځه اویا بسترونه، ۲۵ اکسیجن ډبې، دوه مجهزې عملیات خونې او د بېړنیو صحي مرستو وسایل شامل دي.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی الداهیري ویلي چې هېواد یې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زاید هم امر کړی چې د زلزله ځپلو د چټکې مرستې په هدف دې یو هوايي دهلیز هم فعاله شي.

د پکتیکا او خوست زرګونه کسانو ته د جون په ۲۲ په یوې قوي زلزله کې مرګژوبله اوښتې ده او لا هم ګڼ ټپيان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

طالبان: د پاکستان حکومت پر تذکرو افغانستان ته د افغانانو د پرېښودو موافقه کړې

تورخم

په تورخم کې طالب چارواکو ویلي چې پاکستان موافقه کړې تر اختر پورې افغانان په تذکرو باندې افغانستان ته پرېږدي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د تورخم د کمیسار سیدغازي الله هاشمي په حواله راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي څو په صفري نقطه کې ستونزې په بشپړه توګه هوارې کړي.

پاکستان وروسته له هغه په تذکرو افغانستان ته د خلکو د پرېښودو سره موافقه کړې چې د راپورونو له مخې تېره شنبه یوه کس وروسته له هغه ځان تر ټریلر موټر لاندې کړ او ساه یې ورکړه چې پاکستاني پولیسو افغانستان ته نه‌پرېښود.

په تورخم کې د دې پېښې په اړه پخواني ولسمشر حامدکرزي خواشیني ښودلې او په خپل ټوېټر یې لیکلي چې په تورخم او سپين بولدک کې له افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند غندي.

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د تطبیق او د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسیف نن په یوه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د دغو مرستو خبر ورکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د اقتصادی وضعیت له خرابېدو سره په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخامخ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې زیات ماشومان او ځوانان داسې احساسوي، چې اړ دي کار وکړي او ځینې یې له افغانستانه بهر خطرناکو سفرونو ته زړه ښه کوي.

په پنجشېر کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

په پنجشېر کې د طالبانو چارواکي وايي، په یوه ټرافیکي پېښه کې یو طالب مړ شوی او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصر اله ملکزاده نن ازادۍ راډیو ته وویل، د پنجشېر د مرکز په مربوطاتو کې د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله د یوه رنجر ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې دغه مرګ ژوبله پېښه شوې ده.

کاپیسا کې د اوبو پر سر د لانجې له امله یو تن مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

په کاپیسا ولایت کې د اوبو پر سر د لانجې په نتیجه کې یو تن مړ شوی دی.

ویل شوي دغه لانجه د تګاب ولسوالۍ په تترخېل سیمه کې پېښه شوې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالفتاح فایز ازادۍ راډیو ته وویل، د نن سهار په دې پېښه کې بل کس ټپي شوی هم دی.

طالبان وايي، د قتل په تور یو کس نیول شوی دی.

کندهار کې د کراتې سیالۍ د دې ولایت د لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

ارشیف

په کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د کراتې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سیالۍ د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په دولتي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو هرات، فراه، خوست،کابل او کندهار ترمنځ چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.

د دې ریاست په وینا، دغه سيالۍ چې د کندهار کراتې فدراسيون په مرسته ترسره شوې کندهار په کې لومړى مقام خپل کړ.

له يادو سياليو يې موخه د کندهار منتخبې لوبډلې جوړول او د ملي سياليو لپاره چمتو کول دي.

غور کې د فوټبال ليګ پیل شوی

ارشیف

غور کې د ١٦کلنو کم عمره فوټبال ليګ پیل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیګ تېره ورځ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د فدراسیون په وینا، دغه لیګ به دوه اوونۍ دوام وکړي.

د دې سياليو ترسره کېدو موخه د فوټبال ورزش وده او د ١٦کلنو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

په ازبکستان کې مېشت افغان سوداګر د ستونزو حل غواړي

د ازبکستان بیرغ

په ازبکستان کې مېشتو افغان سوداګرو، د ټرانزیټ، بانکي ستونزو او دغه شان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه هغه هېواد ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر په ترڅ کې شوې ده.

د طالبانو حکومت د صتعت او سوداګرۍ وزارت په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې پلاوي سوداګرو سره په لیدنه کې د یادو ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.

دا لیده کاته داسې مهال کېږي، چې په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د ازبکستان په ګډون ګن شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپلې سوداګریزې پولې تر یو وخته تړلې وې، چې بیا وروسته بېرته دغه چاره عادي شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG