نړۍ
اروپايي مرکچیان د روسیې د تېلو بندیز په اړه موافقې ته ونه رسېدل
د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي چې اروپايي مذاکره کوونکي د روسیې د تېلو د بندیز په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.
خو دغه چارواکي ویلي، چې دوی به د اروپايي ټولنې تر سرمشریزې مخکې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره کار ته دوام ورکړي.
د اروپايي ټولنې سرمشريزه نن دوشنبه پيلېږي.
په دې غونډه کې به پر دې بحث وشي چې ایا د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید اروپايي ټولنې ته د سمندر له لارې د روسیې د تېلو د لېږد بندیز ومني که څنګه.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به د ویډیو کنفرانس له لارې غونډې ته وینا وکړي.
هغه به په خپلو خبرو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر په دغه هېواد باندې د زیاتو بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سنتکام: د هرمز تنګي لور ته تلونکې ایراني بېپیلوټه الوتکې ویشتل شوې
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د هرمز تنګي پر لور روانې څو ایراني بریدګرې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) په نخښه او نسکورې کړې دي.
سنتکام په اېکسپاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو بې پېلوټه الوتکو د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ له خطر سره مخ کړی و.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ایران ته خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې بېړیو پر لور د بریدګرو ډرونونو له لېږلو ډډه وکړي.
ټرمپ تهران ته په خطاب کې ویلي وو: «ښه ده چې ژر تر ژره خپل وضعیت سم کړئ!».
رویټرز: اماراتو د ایران د کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې، ابوظبي دا ادعا نه تاییدوي
رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له ایران سره د امریکا او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پیل د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویلي چې متحده عربي امارات د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.
د راپور له مخې، دا اقدام د ایران له لوري د جګړې په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو له درنو بریدونو وروسته د یوه تاکتیکي بدلون په توګه ارزول کېږي.
رویټرز د څلورو سرچینو له قوله ویلي چې دوو سیمهییزو سرچینو د ۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې درې میلیارد یې ایران ته لېږدول شوي دي. دوو نورو سرچینو بیا د دې موافقې ارزښت ۲۰ میلیارد ډالره ښودلی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران له خوا پر اماراتو د بریدونو د درولو په بدل کې شوی دی.
خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په لومړیو ساعتونو کې په یوه خبرپاڼه کې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړل او ویې ویل چې ایران ته د پیسو د لېږد، په ځانګړي ډول د درې میلیارد ډالرو د انتقال ادعاوې، بېبنسټه دي.
ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»
نوموړي د ایران چارواکي «بېباوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بېپیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».
د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه
د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.
د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.
دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
ټرمپ: امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري.
دونالد ټرمپ دا خبره یوې انتخاباتي غونډې ته چې جزئیات یې د تلویزیون له لارې جورجیا ایالت کې خپاره شول وکړه.
ترمپ چې د جورجیا والي هم ورسره وو دغې غونډې ته وویل : "نه پوهیږم چې اوریدلي مو دي کنه ، خو مونږ نن ورځ ایران سره جګړه پای ته ورسوله. او هغوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري . دا هغه څه دي چې مونږ ورباندې ټینګار کړی وو."
ټرمپ زیاته کړه : "دا د مونږ ټول هدف و، ۹۵ سلنه دا وو ،او هغوی دا کار ترټولو پیاوړي ممکن ځواک باندې وکړ. "
د متحدو ایالاتو ولسمشر یو ساعت مخکې ویلي وو چی امریکا او ایران کولای شي ډیر ژر ددې اونۍ ترپایه د سولې توافق لاس لیک کړی او هرمز تنګی د بیړیو په مخ پرانیزي.
خو دایران بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې وویل چې د جنګ د پای ته رسولوپه هکله خبرې "یو ګمان دی" او د هوکړې جزئیات تراوسه نهايي شوي نه دي.
ولسمشر ټرمپ وايي په ایران نوي بریدونه یې لغوه کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دایران له مشرانو سره خبرو کې د پرمختګ له امله یې په دغه هیواد د جمعې دشپې بریدونه لغوه کړل.
دونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال ولیکل: " لدې امله چې دایران اسلامي جمهوریت سره خبرې دایران ترټولو لوړ مشرتابه ته راجع شوي او د هغوی لخوا تایید شوي، زه د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه هغه پلان شوي بریدونه او بمباري لغوه کوم چې ټاکل شوې وه نن شپه ترسره شي. "
ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره د موافقې عمومي او تفصیلي ټکي د ټولو ښکیلو لوریو لخوا تایید شوي چې په کې امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او نور هېوادونه شامل دي.
د امریکا ولسمشر د دې موافقې د جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د موافقې د لاسلیک وخت او ځای به ډېر ژر اعلان شي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به تر هغه وخته دوام ولري څو دا موافقه نهايي شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د تازه شخړو له امله د تیلو بیې بیا لوړې شوې
د ایران او امریکا د تازه بریدونو له امله په نړۍ کې د تیلو بیې لوړې او ذ ونډو بازار رالویدلی دی.
نن پنجشنبې د شمالي سمندرد برېنټ تیلو بیه ۱،۷ سلنه زیاته شوې او د هربیرل بیه یې څه کم ۹۵ ډالرو ته رسیدلې او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا ۲ سلنه لوړه شوې او د یوه بیرل بیه نژدې ۹۲ ډالرو ته رسیدلې.
د ختیځې آسیا د اسعاروپه بازارونو کې امریکایي ډالر د یورو، پونډ او ین په وړاندې خپل ارزښت یوڅه له لاسه ورکړ.
تهران ادعاکړې چې هرمزتنګی یې په بشپړډول تړلی؛سینټکام دغه ادعا ردکړې
ایران د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱ ادعا وکړه چې د دې هیواد پرځینو هدفونو د امریکا له خوا د شپې له بریدونو وروسته یې د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړلی دی. ایران خبرداری ورکړ چې هره کشتۍ چې له دې ستراتیژیکې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي، تر برید لاندې به ونیول شي. ایراني دولتي رسنیو د ایران د سپاه پاسداران له قوله وروسته خبرورکړچې پردوو کشتیو برید شوی دی.
خو د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د ایران دغه ادعاوې ردکړي او ویلي یې دي چې سوداګریزې کشتۍ لا هم د اوبو له دې مهمې لارې چې د نړۍ د تېلو او ګازو شاوخوا یوه پنځمه برخه ترې تېرېږي، تګ راتګ کوي.
په سیمه کې وروستی کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې امریکا پرایران د بریدونو یوه نوې لړۍ ترسره کړه چې په ترڅ کې یې د دې هیواد د پوځي څارنې وړتیاوې، مخابراتي سیسټمونه، استخباراتي تأسیسات او د هوايي مدافعې مرکزونه په نښه کړل. واشنګټن وویل چې دغه هدفونه د امریکايي ځواکونو او د نړیوالو کشتیو لپاره ګواښ بلل کېدل.
ایران په ځواب کې په بحرین او کویټ کې پر هغو هدفونو چې له امریکا سره تړاو لري، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
سپاه پاسداران: په سیمه کې مو امریکايي هدفونه په توغندیو وویشتل
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله یې په کویت کې په الازرق هوايي اډه کې امریکايي پوځي الوتکې وبشتي دي.
سپاه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اډه کې یې د امریکا مهم پوځي تاسیسات او د عملیاتو د کنټرول مرکزونه هم په نخښه کړي دي.
په بیان کې دا ادعا هم شوې چې په اردن کې د امریکا د قوماندې یو مرکز هم په نخښه شوی دی.
تر دې وړاندې کویت اعلان کړی و چې د ایران د بریدونو او د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالېدو له امله یې خپل هوايي حریم په موقتي ډول تړلی او الوتنې یې نورو مسیرونو ته اړولې دي.
د کویت پوځ له خلکو غوښتي چې امنیتي لارښوونې مراعات کړي او معلومات یوازې له رسمي او باوري سرچینو ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د بحرین د پاچا رسنیز سلاکار ویلي چې د بحرین هوايي دفاعي ځواکونو یو شمېر ایراني توغندي او الوتونکي توکي شنډ او له منځه وړي دي.
سنټکام: د ایران پر ضد د دفاعي بریدونو نوې لړۍ بشپړه شوه
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې د «دفاعي بریدونو» نوې لړۍ بشپړه کړې ده.
سنټکام په یوه بیان کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د وسلهوالو ځواکونو پر څارنیزو تاسیساتو، مخابراتي سیسټمونو او د هوايي دفاع پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د بیان له مخې، د امریکا سمندري ځواک، هوايي ځواک او سمندري پلي ځواکونو د لوړ دقت لرونکې وسلې پر هغو هدفونو کارولي چې د امریکايي ځواکونو او د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېدل.
سنټکام ټینګار کړی چې دا بریدونه د ایران د «پرلهپسې او بېدلیله دښمنانه اقداماتو» په ځواب کې ترسره شوي او امریکايي ځواکونه لا هم بشپړ چمتووالی، هوښیارتیا او پوځي وړتیا لري.