د امریکا د ټکزاس ایالت په یو لومړني ښوونځي کې یوه ځوان سړي ۱۸ ماشومان او درې مشران په ډزو وژلي دي.
د ټکزاس په اووالدې Uvalde ښار کې له بېګانۍ پېښې وروسته ولسمشر جو بایډن پر وسلو د بندیز د قانون مخالفان وغندل او ژمنه یې وکړه چې په متحدوایالتونو کې د ډزو په وسیله د خلکو د وژنو د لړۍ مخه به ونیسي.
ښاغلي بایډن په غرېو نیولي اواز وویل، هغه وخت رارسېدلی چې د میندو- پلرونو او د امریکا د ټولو وګړو دې درد ته علاج پیدا شي.
ښاغلي بایډن هغو کسانو ته چې د ده په وینا د وسلو د ازاد خرڅلاو د مخنیوي د قانون مخالفت کوي او یا ځنډ پکې راولي په خطاب کې وویل چې خلک به د دوی دا کار هېر نه کړي.
له دې مخکې د ټکزاس والي ګریګ ابوټ Greg Abbott په یو خبري کنفرانس کې وویل مشکوک برید کوونکي د سیمې یو اوسېدونکی اتلس کلن سلوادور راموس دی چې امریکايي تابعیت لري.
د ټکزاس د عامه امنیت ادارې سي ان ان ټلویزیون ته ویلي چې برید کوونکي، مخکې له دې چې د راب Robb په نوم لومړني ښوونځي ته د ډزو په مقصد ولاړ شي خپله انا هم په ډزو وژلې ده.
بریدکوونکی وروسته په خپله هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
بېګانۍ پېښه په متحدوایالتونو کې په تېرو څو کلونو کې په ډزو د خلکو د وژنو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.