خبرونه
له روسيې د جرمني د صدر اعظم غوښتنه: اوکراين کې جګړه پای ته ورسوئ
د جرمني صدر اعظم اولاف شولز یو وار بیا د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتي چې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.
هغه په برلین کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره په کنفرانس کې په پوتین غږ وکړ چې دا جګړه ودروي، د خلکو بې معنی وژل بند او خپل پوځیان له اوکرایین وباسي.
د هند صدر اعظم هم په خپلو خبرو کې وویل چې ډیالوګ د حل یوازينۍ لار ده.
مودي چې حکومت یې له روسیې تسلیحات ترلاسه کوي د اوربند غږ وکړ خو د کریملین د غندلو لپاره یې د لویدیځ غوښتنې رد کړې.
په داسې حال کې چې د هند او جرمني صدر اعظمان سره غږېدل د اوکرایین په جنوب کې د اودیسا په ښار د یو راکټ د لګېدو خبر خپور شو چې یو شمېر خلکو ته یې مرګژوبله اړولې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هالنډ ساحلونو ته نږدې اوبو کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي ژغورل شوي
هالنډ ته نږدې سمندر کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي له یوې بېړۍ ژغورل شوي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ له پناه غوښتونکو ډکه بیړۍ د هالند جنوبي سواحلو ته نږدې اوبو کې لار ورکه کړې وه چې سورلیو ته جدي خطر پېښ کړی و.
هالندي ځواکونو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره عملیات وکړل او ۳۶ افغانان او دوه سوډانیان یې وژغورل.
دوه سوډاني اتباع د انسانانو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
هالنډي چارواکو ویلي دا لومړی وار چې دوی له داسې پېښې سره مخ شوي او معلومه نه وه چې بېړۍ له کومه ځایه چېرته روانه وه.
هېڅ یوه پناه غوښتونکي اسناد نه درلودل او تر لومړنیو صحي مرستو وروسته یوه هستوګنځای ته وړل شوي.
ډونالډ ټرمپ وايي د ایران د اټومي پروګرام او پوځي وړتیا لویه برخه له منځه تللې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران اټومي پروګرام او پوځي وړتیا لویه برخه له منځه تللې خو واشنګتن ښايي یو دو نور مراکز هم هدف هدف وګرځوي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د امریکا، اسراییلو او ایران د جګړې د ختمولو لپاره خبرې ښې روانې دي خو تهران ډېر د باور وړ نه دی.
هغه وویل چې امریکا د پوځي عملیاتو لپاره بېړه نه لري او کولای شي پاتې اهداف په لنډ وخت کې تر برید لاندې ونیسي.
ټرمپ د نطنز شاوخوا یوه ځمکتلي اټومي مرکز ته اشاره وکړه.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې ټرمپ لا په ایران د تازه بریدونو په اړه پریکړه نه ده کړې او واشنګتن لا هم له ډپلوماټیکو حل لارو ملاتړ کوي.
اخوا د ایران د رهبر مجتبي خامنه يي ته په منسوبو خبرو کې د شنبې په ورځ په امریکا او اسراییلو باندې د تازه بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو رئیسالوزرا د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر باورلیک ومانه
د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن یکشنبه په کابل کې د افغانستان لپاره د بلاروس د نوي غیرمقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د طالبانو د حکومت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د بلاروس سفیر ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د روان کال په جون میاشت کې اوګورودنیکوف، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې په ازبکستان کې د دغه هېواد سفیر دی، د افغانستان لپاره هم د غیرمقیم سفیر په توګه ټاکلی و.
بلاروس په کابل کې فعال سفارت نه لري او د افغانستان اړوند ډیپلوماتیکې چارې یې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پرمخ وړل کېږي. دغه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ورسره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.
افغانستان د هانګ کانګ د شپږ اوریزو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان د کرکټ لوبډلې نن یکشنبې د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
افغان لوبډلې د استرالیا د ۱۱۵ منډو هدف په وروستي اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. په دې لوبه کې عمران میر په ۱۴ توپونو ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
روبیو: څرګنده نده چې د اوکراین جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، لاهم څرګنده نه ده چې د اوکراین جګړې ته به د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې وویل، واشنګټن هڅه کوي معلومه کړي چې ایا د سولې هوکړې ته رسېدل ممکن دي که نه، خو اوس مهال د داسې هوکړې نښې نه لیدل کېږي.
بلخوا اروپايي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، روبیو په خصوصي خبرو کې په راتلونکو میاشتو کې د سولې د هوکړې او د ډسمبر میاشتې د میامي په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډون په اړه شک څرګند کړی دی.
روبیو همدارنګه ویلي چې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر د اوکراین او ایران د شخړو د حل لپاره هڅې کوي.
په جرمني کې د زرګونو ځوانانو اعتراضونه په تاوتریخوالي او له پولیسو سره په نښتو پای ته ورسېدل
د جرمني په څو ښارونو کې د زرګونو ځوانانو اعتراضونه، چې د رسنیو په وینا د فرانسې له اعتراضونو څخه په الهام اخیستو ترسره شوي وو، د شنبې په ورځ، د لړم په نهمه، له تاوتریخوالي او پولیسو سره په نښتو پای ته ورسېدل.
د جرمني د برلین او فرانکفورت په ګډون په څو ښارونو کې لسګونه زره ځوانان د شنبې په ورځ د«Gen Z regelt!» په نوم د ځوانانو د یوه خوځښت په بلنه واټونو ته راووتل او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او د ښوونځیو د وضعیت په ګډون یې د بېلابېلو ستونزو پر ضد اعتراضونه وکړل.
دغه اعتراضونه، چې په پیل کې په سوله ییزه او ارامه فضا کې روان وو، په پای کې په تاوتریخوالي واوښتل او پولیس اړ شول چې د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له مرچ لرونکو سپرېګانو او اوبو شیندونکو موټرو کار واخلي.
په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، یو شمېر اعتراض کوونکو پر پولیسو ډبرې او د اوبو بوتلونه ورګوزار کړي دي.
د جرمني په هامبورګ او کولن ښارونو کې هم پولیسو د ځوانو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوبو شیندونکو موټرو کار واخیست.
په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپیان پیلیږي
سبا دوشنبې د لړم په یولسمه په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي.
له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین به په جنوبې ولایتونو کې د سې شنبې په ورځ پیل شي. دې بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې له پوليو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپل مسوولیت ادا کړي او خپل ماشومان د پولیو واکسین په دې کمپاین کې واکسین کړي.
په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین داسې مهال پیلږي چې په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۴۲ ته رسیدلی. ډیری پیښې په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي. پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
روبیو: امریکا د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په حل کې ګټور رول لوبولو ته چمتو ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې اورېدلې او دې ته چمتو دی که وکولای شي په دې برخه کې ګټور رول ولوبوي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پاکستان په دې باور دی چې افغان طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره نږدې اړیکې نه لري، خو دا هیواد د ترهګرۍ مخالف دی، که له هر ځایه سرچینه اخلي او هر څوک چې یې هدف وي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روبیو د څرګندونو په غبرګون کې طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو معلوماتو تکیه کړې چې د پاکستان له خوا ورته ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دوی منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټي پي د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.
روبیو: ټرمپ تراوسه پر ایران د پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه نه ده کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه نه ده کړې او واشنګټن لا هم د اختلافاتو ډیپلوماتیک حل ته چمتو دی.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره اړیکې هېڅکله په بشپړه توګه نه دي پرې شوې او د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو د رسمي مذاکراتو د پیل نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. روبیو همداراز ایران د سوداګریزو بېړیو او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ تاسیساتو په ګواښلو تورن کړ.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران اوس مهال له امریکايي چارواکو سره مستقیمې لیدنې ته اړتیا نه ویني او خبرې به یوازې د ایران د شرطونو له منلو وروسته پیل شي. د تهران په شرطونو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
شان وان دایور: افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې له ۱۵۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د ایستلو لومړنۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې، افغان ایواک مشر شان وان دایور په یوه بیان کې وویل: "په هغو کډوالو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، د داسې کسانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی؛ هغه کورنۍ چې طالبان یې د په نښه کولو لپاره لا له وړاندې هر دلیل لري."
د نوموړي په خبره دا مهمه نه ده چې دوی له کومې لارې دلته رسېدلي دي، هغه خطر چې د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږي، د ټولو لپاره یو شان دی. امریکایي چارواکو تراوسه په دې اړه رسماً څرګندونې ندي کړي او پاکستان او پرافغانستان واکمنو طالبانو هم د دغو راپورونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.