خبرونه
د اوکراين ولسمشر د جي شل سرمشريزې ته غوښتل شوی
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو د ډلې یا جي شل په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته بلل شوی دی.
په پام کې ده چې دا غونډه د روان کال په نوامبر میاشت کې جوړه شي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو پرون وویل چې خپل اوکرایني سیال ته یې په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون پکې کوي.
پوتین په دې غونډه کې ګډون تایید کړی خو د اوکراین د ولسمشر دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جي شل اکثر غړو پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی خو اندونیزیا تر اوسه په دې مسئله کې بې پرې پاتې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سپاه پاسداران: په هرمزتنګي کې بله هله لاره به خوندي نه وي
سپاه پاسداران وايي چې د هرمزتنګي له لارې د کشتیو خوندي تګ راتګ یوازې د هغه مسیر له لارې ممکن دی چې له مخکې ایران ټاکلی او هره بله لار چې د ایران له همغږۍ پرته اعلان شوې وي، د منلو وړ نه ده او یو امنیتي خطر ګڼل کېږي.
سپاه پاسداران دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د چهارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې عمان د یوې "موقتي" سمندري لارې په معرفي کولو سره له کشتیو غوښتي چې د اوس لپاره دې په هرمز تنګي کې د تګ راتګ لپاره له همدې لارې کار واخلي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی چې له هغو کشتیو سره به چلند وکړي چې د ایران له همغږۍ پرته د دې مهمې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي.
ایران تر دې وړاندې یوه بله لار ټاکلې وه او هغه یې د هرمز تنګي چې د نړۍ د تیلو شاوخوا یو پرپنځمه برخه له همدې لارې تیریږي، د تېرېدو یوازینۍ خوندي لاره بللې وه.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر: له طالبانو سره خبرې یوازې د "عملیاتي بحثونو" په کچه وې
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر وایي، د طالبانو د حکومت له پلاوي سره خبرې اترې د "یوازې عملیاتي بحثونو" په کچه وې چې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه ترسره شوې او طالبانوته هېڅ ډول امتیازاتوورکول پکې شامل نه وو.
ښاغلي برونر د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا د امتیازاتو موضوع نه ده، هېڅ ډول امتیازات په کې نشته." د هغه په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ تخنیکي غونډه د روان کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې ترسره شوه، او ورپسې دویمه غونډه د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې وشوه چې تمرکز یې افغانستان ته د مجرمینو د بېرته لېږلو پر "عملیاتي طریقې" و.
برونر وویل چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د بېرته ستنولو په چارو کې هڅې همغږې کړي. هغه ټینګار وکړ چې دغه خبرې اترې یوازې د بېرته ستنولو لپاره په "عملي ترتیباتو" پورې محدودې وې او باید د یوې عادي اداري پروسې په توګه وګڼل شی. د کمېشنر په خبره د سې شنبې ورځې په غونډه کې د اروپايي ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو ګډون کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي چې د پنځه کسیز پلاوي مشري یې کوله، وویل چې کابل هیله لري:"دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې پیاوړې کړي، او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ به همکاري نوره هم پراخه کړي."
د ملګروملتونو د بشري حقونو د چارواکو او ادارو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم د اروپایي کمیسیون پردغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت په تیره د ښځو د حقونو وضعیت ته په پام باید د طالبانو پلاوی بروکسل ته نه وای غوښتل شوی او اروپایي هیوادونه باید افغانان هغه وضعیت ته بیرته ونه لیږي چې خطرناک دی.
د امریکا پوځ: په سوریه کې مو د داعش یو جګپوړی مشر وژلی
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې ځواکونو یې د سوریې په شمال لوېدیځ کې په یوه هوايي برید کې د داعش ډلې یو مهم مشر وژلی دی.
سینټکام د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه برید د جون په ۱۹مه ترسره شوی او په ترڅ کې یې د داعش یو جګپوړی مشر، علي حسین العلیوي، وژل شوی دی.
د امریکا پوځ ویلي، دا برید د هغو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو د هڅو برخه ده چې د امریکايي وګړو او د امریکا خاورې ته ګواښ پېښوي.
د سینټکام قوماندان، براد کوپر، ویلي چې امریکايي ځواکونه او سیمهییز متحدان به یې د داعش د پاتې شونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د دې ډلې دایمي ماتې یقیني شي. هغه زیاته کړې چې امریکا به د خپلو ځواکونو، خاورې او متحدانو دفاع ته دوام ورکړي.
د بریتانیا پاچا چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې ملاتړ وکړ
د بریتانیا پاچا درېیم چارلس د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې، چې دا مهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، ملاتړ څرګند کړ او پرون (چهارشنبه) یې د لندن په کلارنس هاوس کې له لوبغاړو سره ولیدل.
دا لوبډله د طالبانو له لوري پر ښځینه ورزش د بندیزونو له امله نه شي کولی د افغانستان په استازیتوب په رسمي نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د لوبډلې ډېری غړې له افغانستانه وتلې او اوس په استرالیا کې اوسي.
د لوبډلې غړې اکیل لطیفي ویلي، دوی د هغو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش حق نه لري. هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به افغان ښځینه کرکټ لوبډله بېرته تر خپل ملي بیرغ لاندې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
پاچا چارلس له دې لوبډلې سره داسې مهال ولیدل چې دوی د څو سیالیو لپاره بریتانیا ته تللي دي.
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۰ میلیونه یورو ورکوي
اروپايي ټولنې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې، څو په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا پیسې به د اساسي خدمتونو، د معیشت د ملاتړ، مسلکي زده کړو او د راستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره ولګول شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي چې اروپايي ټولنه د راستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده او له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د بېځایه کېدو بحران ته د کمولو لپاره تر ۱۴۰ میلیونو یورو ډېره مرسته کړې ده.
د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ
د افغانستان او هند سوداګریزې خونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د هندي پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرتابه او غړو چمتووالی ښودلی چې د دغه هېواد سوداګر به د درمل جوړونې، لوژستیک، ترانسپورټ او تولیدي سکتورونو په برخو کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وکړي.
دې خونې پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې دا ژمنه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو او د ګډو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
یادې خونې زیاته کړې چې ټاکل شوې د هند یو ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي، او د هند د سوداګرۍ خونې د دغه سفر تایید کړی دی.
تمه کېږي چې د دغه پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ګډو پروژو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
یوناما: په دیپلوماسۍ کې د ښځو ګډون د سولې لپاره اړین دی
افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) دیپلوماسۍ کې د ښځو د ګډون د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په ټولنیز ژوند کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټینګار کوي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې په تصمیم نیولو، ديپلوماسۍ او دسولې په هلوځلو کې د ښځو واقعي ګډون دیوې تلپاتې، متوازنې او سوله ایزې ټولنې لپاره اړین دي.
یوناما ټینګار کوي چې ښځې په نړیوالو اړیکو کې یواځې ګډون کوونکې نه دي بلکه د سولې دمنځګړیتوب په برخه کې خپلو هلوځلو سره کولای شي دیوې ډیرې عادلانه او امن لرونکې نړۍ په رامینځ ته کولو کې برخه واخلي.
یوناما د دیپلوماسۍ او عامه خدماتو په برخه کې دافغان نجونو او ښځو لپاره د برابرو فرصتونو په رامینځ ته کولو ټینګار کوي.
د جون ۲۴ مه په دیپلوماسۍ کې د ښځو دګډون نړیواله ورځ ده.
سره لدې چې طالبان وايي افغانستان کې یې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي خو ددوی ترحاکمیت لاندې په تیرو ۵ کلونو کې ښځې او نجونې د مشرتابه له دندو یو مخ لیرې کړای شوي دي او په زده کړو اوکارباندې یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاهجي د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کوي
د بښنې نړیوال سازمان د ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاهجې محکومیدل ،عادلانه محاکمې څخه څرګنده سرغړونه ګڼی او ددوی د فوري خوشې کیدو غوښتنه کوي.
د بشر د حقوقو دغه دواړه فعالان کوټه کې تروریزم ضد محکمې لخوا په عمري قید محکوم شوي دي.
د بښنې دنړیوال سازمان چارواکې ایزابیل لاسه په خپله اعلامیه کې وايي پاکستان کې د تروریزم ضد قوانینو څخه دسوله ایزو اعتراضونو د چوپولو لپاره «ناوړه استفاده» کیږي.
یاد سازمان ټینګار کوي چې هیڅ داسې مستقیم سند نشته چې د ۲۰۲۴ کال د اعتراضونو په مهال زورزیاتي سره د ماهرنګ بلوچ اوصبغت الله شاهجې تړاو ثابت کړي.
ددغو لاریونونو په مهال چې د بلوڅ فعالانو په وژل کیدو داعتراض لپاره شوي وو هغه مهال یو امنیتي مامور وژل شوی وو.
حکومت د لاریونونو مخه ونیوله چې د زور زیاتي په نتیجه کې هم لاریون کوونکو او هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې دغه دواړه فعالان دبشري حقوقو څخه د دفاع له امله په نښه شوي او باید سملاسي خوشې کړای شي.
افغانستان کې چارواکي د هرات ښار د ماستر پلان د تصویب خبر ورکوي
هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکي د هرات ښار د ماستر پلان د تصویب خبر ورکوي.
د هرات ولایت مقام په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه جامع پلان له تقریبا دوو کلونو تخصصي څیړنو او مطالعاتو وروسته بشپړ او کابل کې د ریاست الوزرا لخوا منل شوی دی.
خبر زیاتوي چې دغه پلان چې راتلونکو کلونکو کې دهرات د ودې او پراختیا مسیر ټاکي ، د استوګنیزو ، تجارتي ، صنعتي او تفریحي ځمکو د کارونې د تنظیم په موخه جوړ شوی او په ۵۰ زره جریبه ځمکه کې د هرات د نوي ښار پراختیا په کې شامله ده.
هرات د افغانستان په لویدیځ کې لرغونی ګڼ نفوسه ښار دی چې په وروستیو کلونو کې په کې سوداګري او صنعت نسبتا ښه وده کړې.
د رسمي ارقامو له مخې هرات ولایت څه دپاسه دوه ملیونه نفوس لري چې شاوخوا ۶۵۰ زره کسان یې په هرات ښار او پاته نور په ولسوالیو کې اوسي.
سنا د ولسمشر ټرمپ د حربي صلاحیتونو محدودولو ته رایه ورکړه ; ټرمپ : بې معنا ده
د متحدو ایالاتو سنا مجلس، دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهملیک له امضاء څو ورځې وروسته، په یوه نوې رایه اخیستنه کې پریکړه وکړه چې د ایران په وړاندې جګړه باید ودرول شي او دبیا پیل لپاره به یې ولسمشر دکانګرس اجازې ته اړتیا ولري.
دغه پریکړه په ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو تصویب سوه.
خو دا مصوبه به د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ونه سپارل شي او تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.
دغه طرحه چې لومړی د استازو جرګې تصویب کړې وه، ډونالډ ټرمپ مکلفوي چې امریکایي ځواکونه له ایران سره له هر ډول پوځي ښکېلتیا وباسي، مګر دا چې کانګرس په څرګند ډول د دې اقدام اجازه ورکړي.
سنا مجلس کې د څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په شمول ، ۵۰ سناتورانو دې لایحې ته مثبته رایه ورکړه. بلخواته یې یو ډیموکراټ سناتور هم مخالفت وکړ.
د امریکا ولسمشر د کانګرس په دغې مصوبې سخت انتقاد وکړ او دا اقدام یې « بې وخته او بېمعنا» وباله.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې ولیکل:
«په داسې حال کې چې ما ایران ډېر بد حالت او د بشپړ سقوط درشل ته رسولی، د امریکا کانګرس پرېکړه کوي چې د جګړې د واکونو د لایحې په اړه یوه په سخت ډول بېوخته او بېمعنا رایهاچونه ترسره کړي. »