د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۲۳

افغانستان

طالبانو پر رسنیو نوى بنديز ولګاوه

آرشیف: په رسنیو کې د سوداګریزو اعلانونو يو انځور

د طالبانو حکومت رسنیو ته ویلي، چې سوداګریز اعلانونه تر خپرولو مخکې دوی ته وښيي.

خبریالان وايي، چې د طالبانو ادارې ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي چې د هر راز سوداګريز اعلان په اړه له دوی سره مخکې تر مخکې همغږي وکړي.

خو خبریالان د طالبانو دا پرېکړه د رسنیو د ازادیو د محدودولو لور ته یو بل ګام بولي.

دا لیک د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ د مرستیال او د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته استول شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جنوب ختیځ کې زلزله ځپلي د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وایي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زرګونه کسان چې وروستۍ مرګونې زلزلې اغېزمن کړي، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري او د ساري ناروغیو د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې ادارې اوچا په سیمه کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

د دغې زلزلې له امله چې د چهارشنبې د ورځې سهار وختي وشوه، په تر ټولو زیاتو اغېزمنو پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږترلږه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دوه زره تنه ټپیان شوي او شاوخوا لس زره کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی او په دې اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې خلک زښت زیات خوړو او پاکو اوبو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې چارواکو اغېزمن شویو ته روغتیایي خدمات رسولي خو هغوی چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

زمان پر نړیوالې ټولنې او د بشري مرستو پر سازمانونو او ادارو غږ وکړ، چې د خوراکي موادو او درملو په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د دې خطر ډېر زیات دی چې د دغې زلزلې په ژوندي پاتې شویو کې ناروغۍ خپرې شي ځکه اغېزمن شوي خلک سم کورونه یا سرپناوې نه لري چې په کې واوسي.

د افغانستان د تکواندو یوه لوبغاړي اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی

د عکس چپ لور ته محس رضايي

محسن رضايي د اسيا د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي د منګولیا او جاپاني سیالانو په ماتولو سره په اسیا کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، رضايي په لومړۍ لوبه کې منګولیايي سیال ته او په دوهمه لوبه کې جاپان څخه سیال ته په ماتې ورکولو سره وکړای شول، چې د برونزو مډال وګټي.

د یاد ریاست په وینا، د دغه مډال په ګټلو سره محسن رضايي وتوانېد چې د خپلو پخوانیو نمرو په پرتله ۱۴.۴۰ نمرې زیاتې کړي او په څو ورځو کې به د تکواندو د نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې د اسيا د برونزو دوه ارزښتناک مډالونه ګټلي او دا د راتلونکې لوبو لپاره یو ښه پرمختګ دی.

د اسیا د اتلولۍ د تکواندو سیالیو ۲۵ پړاو د جنوبي کوریا په کوربه توب د روانې میلادي مياشتې په ٢٣مه پیل شوی، چې د شاوخوا ۳۰ اسیايي هېوادونو لوبغاړو په کې ګډون کړی.

لوګر کې د والیبال سیالۍ د الیاس خان بابا لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

ارشیف

په لوګر ولایت کې د والیبال سیالۍ د الیاس خان بابا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د والیبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبې د جوزا میاشتې په ۱۶مه پیل شوې وې چې پای لوبه یې تېره ورځ ترسره شوه.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو پای لوبې ته د الیاس خان بابا او د چینې فابریکې لوبډلې ووتې چې د الیاس خان بابا لوبډلې د لسو نمرو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه.

په یادو سیالیو کې د میدان ښار، بغلان او جلال آباد ولایتونو نه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو موخه وزرش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

افغان صرافانو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د یوه نړېدلي کور انځور

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ویشت میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.

د دې ټولنې مرستیال او د کابل د شهزاده سراۍ د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیسې د افغانستان صرافانو او بهر مېشتو افغان سوداګرو، صرافانو او محصلینو مرسته کړې او دوی به یې پر مستحقو کسانو وویشي.

د ښاغلي حضرت زي په خبره ۸ میلیونه د کابل د سرای شهزاده صرافانو او ۱۴ میلیونه نورو چې په کې د افغانستان د نورو سیمو صرافان، بهر مېشتي افغان سوداګر او محصلین شامل دي، کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه مرستې په دوو بستو کې چې یوه یې نغدي او بله د اتو میلیونو په ارزښت د خوراکي موادو او د کور نور اړین لوازم او وسایل دي، له زیانمنو شویو سره کېږي.

د راپورونو له مخې په پکتیکا او خوست کې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي مرګونې زلزلې له د زرو زیاتو کسانو ژوند اخیستی او شاوخوا پنځلس سوه نور یې ټپیان کړي دي.

هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې

هند تراوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي

هند د ۳زره مټريک ټنه غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان ته یې د ۳زره مټریک ټنو بله جوپه غنم استولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.

هند له دې وړاندې هم له افغانستان د سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې.

په افغانستان کې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو او وروسته، چې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري ناروین د رامنځته کېدو ګواښ وکړ هند هغه مهال له افغانستان سره د ۵۰ زره مټریکه ټنه غنمو او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو اعلان کړی و.

په کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ويزو ورکول پیلوي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د چین سفیر وانګ یو

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.

ښاغلي وانګ یو دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، متقي او وانګ یو پرون په کابل کې سره وکتل او دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې کړي.

اعلامیه کې د چين سفير له قوله لیکل شوي، په نږدې راتلونکي کې به زلزله ځپلو سره بشري مرستې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوريو دا ژمنه هم کړې چې سږ کال به چين ته له افغانستانه د جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پام‌وړ چټکتيا راشي.

ملګري ملتونه افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ورکوي

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، په افغانستان کې یې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه وکړه.

د بشري چارو او اضطراري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې به دغه لس ملیونه ډالره به د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

پرون شنبه له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوې الوتکې او له ترکمنستان څخه یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده.

راشد خان تر اوسه زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه ټوله کړې

راشدخان

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي، چې تر اوسه توانېدلی له بېلابېلو اشخاصو زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه یا چنده ټوله کړي.

راشد خان د بسپنې ټولولو دغه کمپاین په انټرنټ کې پیل کړی، چې شېبه شېبه د ټولو شویو پیسو اندازه زیاتېږي.

راشد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا تر ټاکل شوي حد ۱۵۰ فیصده زیاتې پیسې دي، چې دوی هدف ټاکلی و.

راتلونکی کال به په نړۍ کې تر ۲ میلیونو زیات پناه غوښتونکي لاسنیوي ته اړتیا ولري

آرشیف : د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنري له لوري افغان کډوالو سره د مرستې یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي په ۲۰۲۳م کال کې به په نړۍ کې تر ۲ میلیونو زیات پناه غوښتونکي د سرپناه په برخه کې لاسنیوي ته اړتیا ولري.

دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې په دغو کسانو کې به د افغانستان او میانمار یا پخوانۍ برما پناه غوښتونکي هم شامل وي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له دولتونو په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

طالبانو د سرپل په بلخاب کې د عملیاتو د پای ته رسېدو ادعا وکړه

له طالبانو جلا شوی هزاره قوماندان مهدي مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې جګړه تایید کړه.

دې وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې په بلخاب کې د دوی ګډ چاڼیز عملیات چي څو ورځې مخکې پیل شوي وو پای ته رسېدلي دي.

دفاع وزارت ویلي چې دا عملیات نن سهار د مخالفینو چي په اعلامیه کې باغیان بلل شوي د سیمو په نیولو سره پای ته ورسېدل.

د طالبانو حکومت له دې مخکې په بلخاب کې د جګړې راپورونه رد کړي وو.

خو د طالبانو هزاره قوماندان مهدي مجاهد ته نژدې کسانو نن هم آزادۍ راډیو ته وویل چې د تېرو دریو ورځو په جګړو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د سرپل د والي یو ویډیويي پیغام هم خپور کړی چې وايي د طالبانو حکومت د بلخاب له خلکو سره هیڅ راز ستونزه نه لري او ادعا کوي چې خلک د دوی ملاتړ کوي.

ننګرهار کې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جلال اباد ښار یوه څنډه

ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن شنبه سهار شااوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند« پاس غونډۍ» کلي د احمد شاه په نامه د یوې دینې مدرسې دېوال د پرېوتو له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، په یاده پېښه کې یوه زده کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د دېوال د غورځېدو لامل نه دی معلوم خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو او د ځینو ودانیو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي.

وړمه ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ورښت له کبله د یو کور د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې یو تن مړ او ۵ نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د غوړیو بیې راټیټېږي

ارشیف

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده.

دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې.

د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې.

د وزارت په وینا، سوداګرو ویلي، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی.

د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي وي دغه چاره د افغانستان په بازارونو کې په ۱۶ لیټره غوړیو کې ۴ ډالره کمښت ښي.

د غالیو تولیدونکي او صادرونکي نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي

ارشیف: هرات کې د غالیو اوبدونکی

په افغانستان کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي.

د دغې ټولنې مشر محمد انور رحیمي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې دغه غوښتنه کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاده لیدنه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوې د افغانیو غالیو د نړیوال بازار تر څنګ په دغه برخه کې ښه تولید او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هم بحثونه شوي.

یاد وزارت وړاندې لیکلي، چې اوسمهال له افغانستان نه نورو هېوادونو ته د غالیو د صادراتو په برخه کې د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو د ټولنې د هغو ستونزو د حل ژمنه هم کړې، چې ددې ټولنې لخوا ورسره شریکې شوي.

په افغانستان کې دطالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره ددغه صنعت پانګه والو د خپلو تولیداتو پر وړاندې د نړیوال بازار نشتون جدي اندېښنه یادوي.

اروپايي اتحادیې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

اروپايي اتحادیې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې نغدو پیسو به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک اوبه، سرپناه او درمل برابر کړل شي.

پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس اعلان وکړ، چې هېواد به یې افغان زلزله ځپلو ته دوه نیم میلیون پونډه مرسته وکړي.

تر دې مخکې تایوان او جنوبي کوریا هر یو یو – یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.

ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

ارشیف: په کابل کې د یو شمېر ښځو له لوري د کار، ډوډۍ او زده کړو د غوښتنې په خاطر د سوله ییز لاریون انځور. May 26 2022

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه جوړوي.

دې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا ناسته به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه دایره شي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې لس ورځې وړاندې د جون ۱۵مه په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل.

دې دا هم وویل، چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شطبې تجربه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG