د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

عبدالرووف وايي د پيسو په بدل کې ازاد شوى خو پلار يې نه مني


په بلخ کې د انسان تښتونکو له بنده ازاد شوى عبدالرووف د خپل پلار ترڅنګ
په بلخ کې د انسان تښتونکو له بنده ازاد شوى عبدالرووف د خپل پلار ترڅنګ

عبدالرووف هغه ماشوم چې له دوو کلونو وروسته د انسان تښتونکو له بنده ازاد شو، په یوه نوې ویډیو کې ادعا کوي چې کورنۍ یې هغه د پیسو په بدل کې راخوشې کړی، خو پلار یې د پیسو ورکړه ردوي.

عبدالرووف چې نږدې دوه کاله د انسان تښتونکو په بند کې و، په یوه نوې خپره شوې ویډیو کې وایي، انسان تښتوونکو د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې هغه خپلې کورنۍ ته سپارلی.

عبدالرووف په دې ویډیو کې وایي، که چېرې يې کورنۍ پیسې نه وای ورکړې، نو انسان تښتوونکو دی نه خوشې کاوه.

هغه زیاته کړه:" زه په دې مبارکه میاشت کې د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوم. پلار او ټولې کورنۍ مې ډېره هڅه وکړه چې ما راخوشې کړي، خو تر هغه چې پيسې یې ور نه‌کړې، زه یې راخوشې نه‌کړم. اوس یې دوی ته پیسې ورکړي."

طالبانو ویلي چې عبدالروف یې د شل ورځو پوځي عملیاتو په پایله کې راخوشې کړی.

په بلخ کې د انسان تښتونکو له بنده ازاد شوى عبدالرووف
په بلخ کې د انسان تښتونکو له بنده ازاد شوى عبدالرووف

خو د ده پلار محمد نبي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې یوځل بیا وویل، چې ده د خپل زوی د راخوشي کېدو په بدل کې چا ته پیسې نه دي ورکړي ، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ور نه کړل.

هغه وویل: "موږ پیسې نه دي ورکړي، نه پوهېږم دا ویډیو چې دی وایي موږ پیسې ورکړي له کومه شوې. فکر کوم چې دا ویډیو به مخکې انسان تښتونکو ثبت کړې وي."

محمد نبي وایي، انسان تښتونکو په دې موده کې د ده زوی شکنجه کړی هم دی او د بند پر مهال د عبدالرووف په پښو کې د تړل شویو زنځیرونو له امله هغه اوس سم په لار نه‌شي تلای.

د عبدالرووف د پلار په خبره، د زوی رواني حالت یې ښه نه‌دی.

هغه د پخواني نا مسووله وسله‌وال اختر محمد ابراهیم‌خېل اړوند کسان د خپل زوی د تښتولو په قضیه کې په لاس لرلو تورنوي.

نوموړي وويل: "دا اختطاف د شاه غاسي، ضمیر او سلام بای له لوري چې د اختر لچک کسان دي شوي و. زوی مې ډېر کمزوری شوی. ځینې بې‌ځایه حرکتونه کوي، شپې چې ویده شي نو غږ کړي چې پښې مې خوږېږي، کاکا پښې مې مه تړۍ او کاکا ما مه وهۍ. همدا چې ژوند دی، دا موږ ته یو نعمت دی."

د اختر محمد ابراهیم‌خېل اړوند غیر مسوول وسله‌وال کسان د مخکني حکومت پر مهال هم د جنایي جرمونو په کولو تورن وو.

تر دې چې یو ځل ان د ملي امنیت ریاست د ابراهیم خېل د درې زامنو په ګډون د هغه څوارلس کسان ونیول، خو وروسته یې بېرته خوشې کړل.

و نه توانېدو چې د عبدالرووف د پلار د ادعا په اړه د اختر ابراهیم‌خېل د کورنۍ نظر واخلوو.

طالبانو د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د ملي ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده عبدالرووف خپلۍ کورنۍ ته وسپاره او ادعا یې وکړه چې دی د دوی په هڅو را خوشې شوی.

د دې ماشوم راخوشې کېدو تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه لرل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عبدالرووف له راخوشې کېدو وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې د هغه د راخوشې کېدو عملیات له شل ورځو راهیسی روان و او لا هم د پاتې کسانو د نیولو لپاره دوام لري.

XS
SM
MD
LG