خبرونه
د کارکوونکو اعتصاب؛ د هالنډ په يو هوايي ډګر کې لسګونه الوتنې لغوه شوې
د هالنډ د پلازمېنې امسټردام په سخیپول هوايي ډګر کې پرون د اعتصاب له کبله په لسګونو الوتنې لغوه شوې.
د څو ساعتونو لپاره دغه اعتصاب د KLM هوايي شرکت د هغو کارکوونکو د ډلې له خوا چې د مسافرو بیکونه تنظیموي، روان و.
دوی اعتراض درلود چې د کارکوونکو شمېر کم دی او کاري شرایط یې هم ناوړه دي.
دا اعتصاب داسې مهال وشو، چې د ښوونځیو رخصتۍ دي او ګڼې کورنۍ په سفر بوختې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي.
د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي.
په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.
سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي
سربیا او سویډن له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایرانه ووځي.
د سربیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ ویلي: "د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله، د سربیا جمهوریت اتباعو ته توصیه کېږي چې ایران ته سفر ونه کړي. ټولو هغو کسانو ته چې په ایران کې دي هم سپارښتنه کیږي چې ژر تر ژره له هغه هیواده ووځي."
سربیا مخکې هم له خپلو اتباعو څخه د جنوري په نیمایي کې له ایرانه د وتلو غوښتنه کړې وه.
په جلا توګه، د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمو سټرنګارډ په ایکس پاڼه لیکلي چې "موږ په ایران کې د سویډني اتباعو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې له هغه هیواده را ووځي."
یوه ورځ وړاندې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم یو ځل بیا له ټولو جرمني اتباعو څخه وغوښتل چې د امریکا د احتمالي برید د خطر له امله له ایران څخه را ووځي. په ایران کې د راجستر شویو جرمني اتباعو شمیر په سلګونو کې دی.
ایران د جمعې په ورځ وویل هیله لري په چټکۍ سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره یو تړون ته ورسیږي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که خبرې ناکامې شي، نو د یوه محدود پوځي برید په اړه غور کوي.
د کرکټ نړیوال جام؛ د پاکستان او نیوزیلند لوبه باران وځنډوله
د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د پاکستان او نیوزیلنډ لوبه د باران په سبب ونه شوه.
دغو دواړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.
یکشنبه به د نړیوال جام په لوبو کې لومړی سریلانکا له نیوزیلنډ او بیا به ماښام مهال هند له جنوبي افریقا سره مخ شي.
د کرکټ د نړیوال جام په اتو غوره پړاو کې د هند، جنوبي افریقا، ویست اندیز او زمبابوې ټیمونه په اول ګروپ کې دي.
د نیوزیلنډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا ټیمونه په دویم ګروپ کې دي.
دا وار په ګروپي دور کې د افغانستان او اسټرالیا په څېر ځینې لوبډلې چې مخکې ښې ځلېدلې وې حذف شوې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.
هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي.
سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې.
ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.
یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو
برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.
ولسمشر ټرمپ د تعرفو په برخه کې د سترې محکمې پریکړه شرموونکې وبلله
ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه چې د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې د هغه د مخکنیو تعرفو یوه برخه غیرقانوني اعلان کړه؛ نوي اجرایي فرمانونه صادر کړل.
د دې فرمانونو له مخې د امریکا د تجارتي شریکانو پر ټولو وارداتو د یو سل او پنځوس ورځو لپاره لس فیصده تعرفه وضعه شوه.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په شپږو موافقو او دریو مخالفو راییو سره د ولسمشر ټرمپ هغه تعرفې رد کړې چې د بیړنیو حالاتو د قانون پر بنسټ لګول شوې دي. سترې محکمې وویل چې ولسمشر دا واک نه لرې چې د امریکا پر تجارتي شریکانو تعرفې ولګوي.
د سترې محکمې د رییس جان رابرټس په بیان کې د همدې تعرفو په اړه راغلې دي چې د امریکا په اساسي قانون کې دا واک کانګرس ته ورکړل شوی دی.
ښاغلي ټرمپ وويل، له نورو لارو او قوانينو به د تعرفو د عملي کولو لپاره کار واخلي او زياته یې کړه چې د هغه سياست پلي کولو ته به دوام ورکړی چې د امریکا د اقتصاد لپاره ګټور دی.
ولسمشر ټرمپ بیا د سترې محکمې دا پریکړه وغندله، هغه یې له شرمه ډکه وبلله او ویې ویل چې هغه تعرفې به په خپل ځای پاتې شي چې د ملي بیړنیو قوانینو تر چتر لاندې نه دي.
ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي
ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي.
ریچارډ بنټ به خپل راپور د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا یو شپیتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پروسږکال په خپله شپیتمه غونډه کې له ښاغلي بنټ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي او د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو کې دې دا راپور یو شپيتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام: په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان په ډیریدو دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمیرو زیاتیدو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړه.
جان ایلیف له اسوشیتد پریس اژانس سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې دغه اوس په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې دا تر بل هر وخت لوړه شمیره ده.
ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې د دوی له ادارې سره د مرستو د کمیدو له امله اوس مجبوره دي چې له څلور خوارځواکو ماشومانو څخه له یوه سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د اوس لپاره هره میاشت یوازې له دوه میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې مرسته کولی شي.
امریکا ښایي پر ایران محدود پوځي عملیات وکړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د دې ارزونه کوي چې پر ایران محدود پوځي عملیات ترسره کړي.
له ډونالډ ټرمپ څخه چې کله د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال پوښتنه وشوه چې دا محدود عملیات پر ایران د فشار لپاره ترسره کوئ چې یوې موافقې ته غاړه کیږدي؟
ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې ویلی شم چې دا موضوع تر غور لاندې ده.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو لس-پنځلس ورځو کې به څرګنده شي چې د ایران په اړه څه پریکړه کوي.
د کرکټ د نړیوال جام لومړی پړاو لوبې پای ته ورسیدې
د کرکټ د شل اورونو د نړیوالې اتلولۍ دوهم پړاو لوبې سر له جمعې پيلیږي.
د دې نړیوال جام له دوهم ګروپه، لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ او پاکستان تر منځ ده.
دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د سریلانکا او هند په ګډ کوربتوب پيل شو او د نړۍ شل لوبډلو برخه پکې واخیسته چې د دوهم پړاو لوبې د اتو مخکښو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي.
افغان لوبډله ونه توانیده چې له لومړي پړاو څخه دوهم ته لاره وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دې نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د مارچ په اتمه د هند په حیدراباد کې ترسره شي.