د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۲۴

کندهار کې د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې


ارشيف: افغان فوټبال لوبغاړي

د کندهار ولایت د فوټبال امریت پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ تېره شپه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

ددې ریاست په وینا دغه لوبې چې عینو مېنې د فوټبال په لوبغالي ترسره کیږي یوه اوونۍ به دوام وکړي.

له بلې خوا بیا په غور ولایت کې د رمضان فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه سيالۍ په څلورو ګروپونو کې د ١٥ ټيمونو ترمنځ تېره ورځ پیل شوې او ښايي تر لس ورځو پورې دوام وکړي.

ددې ریاست په وینا، روانې سیالیو کې د ښاروالۍ لوبډلې وکولای شول د کوهستان لوبډلې ته ۸-۵ ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG