افغانستان
طالب چارواکي وايي بدخشان کې یې اته وسلهوال مخالفین وژلي
په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د اتو وسلهوالو مخالفینو د وژلو خبره کوي.
د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري معزالدین احمدي پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ په میدان سیمه کې دغه وسلهوال مخالفین پرون سهار وروسته له هغې ووژل شول چې پټنځای یې وموندل شو او امنیتي ځواکونو برید پرې وکړ.
د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې چې په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان او د هوایي قواوو قوماندان ګډون کړی و، د یوه مخالف وسلهوال د نیول کېدو ترڅنګ څو میله سپکه او درنه وسله هم ترلاسه شوه.
د طالبانو دغه سیمهییز چارواکي د طالبانو لور ته د احتمالي مرګژوبلې د اوښتو او نه هم دا چې وژل شوي وسلهوال مخالفین څوک و، څه نهدي ویلي، خو وسلهوال مخالفینیې باغیان او مقاومتیان یاد کړي دي.
تر دې مخکې په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، اویغور او منځنۍ اسیا د هېوادونو د یو شمېر سختدریځو د فعالیت راپورونه ورکړل شوي و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم روسي ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم واتونید په خپله دویمه نړیواله لوبه کې روسیې ته پنځه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې.
دغه لوبه نن چهارشنبې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه.
افغان ټیم پرون سه شنبې مجارستان ته په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
قزاقستان د بزکشۍ د روانو نړیوالو کوربتوب کوي.
د افغانستان په ګډون په دې لوبه کې نهه نورو هېوادونو ګډون کړی دی.
دغه لوبې د روانې میاشتې په ۱۶پیل شوي او پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱ ترسره شي.
نن د کب ۲۷مه د خبریال ورځ ده، د خبریالانو ملاتړي سازمونه وایي طالبانو رسنۍ په بې ساري کچه سانسور کړي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي،"طالبانو په روان کال کې رسنۍ په بې سارې کچه سانسور او ځپلي دي".
دغه مرکز نن چهارشبنې د (مارچ۱۸مه) د خبریال ورځې په مناسبت د یو راپور په خپرولو سره ویلي،"سږکال د رسنیو له ازادیو د سرغړونې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۷ پېښې ثبت شوي دي".
د راپور په ټکو،" په دغو پېښو کې د دوو کسانو وژل، د یو کس ټپي کیدل، د ۲۱خبریالانو نیول او د ۱۸۳ کسانو د ګواښلو قضیې شاملې دي".
وړاندې راغلي،"د تیرکال پرتله پر رسنیو د طالبانو په محدودیتونو او د رسنیو له ازادیو څخه د سرغړونې په قضیو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی".
له دې وړاندې په بهر کې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ سازمان امسو ویلي وو،" د طالبانو له خوا پر افغان خبریالانو د بندیزونو او محدودیتو په زیاتیدو سره ډیر شمیر خبریالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په پټه خپلو کارونو ته دوام ورکوي".
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې پر ښځو او نجونو له بندیزونو سربیره، رسنۍ محدودې او سانسور کړي دي.
بېنیټ؛ د معتادنیو پر روغتون بریدونه دې په خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي
د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بېنټ په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتیا د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي او د څیړنو غوښتنه يې کړې ده.
هغه نن چهارشنبې د (مارچ۱۸مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې باید په فوري، خپلواکه او شفافه توګه وڅیړل شي".
هغه ټینګار وکړ،"د پېښې عاملان باید مسوول وګڼل شي او د قربانیانو کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي".
پاکستاني پوځ دوشنبې ناوخته په کابل د معتادنیو د درملنې په یوه روغتون بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
پاکستاني پوځ ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې يې یو شمیر پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
متقي؛ پاکستان له افغانستان سره د ستونزه د حل نیت نه لري
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي،"د پاکستان پوځ له افغانستان سره د ستونزو حل ته نیت نه لري او د ملکي او بې دفاع انسانانو په وژل ښیۍ چې د پخوا په څیر په سیمه کې د پروژه ییزې جګړې او بې ثباتۍ پراختیا غواړي".
هغه دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ۱۷مه) د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو، دپیلوماټانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي.
پاکستان دوشنبې ناوخته په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو په خبره په سلهاوو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
بل پلو، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون برید او مرګژوبلې ته اندیښنه ښودلي ده.
هغه د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،"دواړه لورې دې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي".
په عین حال کې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګیلنډ پر ایکس پاڼې لیکي،"موږ په خپلو سترګو د ملکي وګړو او د دې پېښې ویجاړونکې اغیز ولید، ټولې خواووې باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسولیت ادا کړي څو ملکي وګړي خویندي وي".
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم هنګري ته په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې ماتې ورکړه
د افغانستان د بزکشي ملي ټیم وتوانید په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې هنګري ته ۱۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي.
دغه لوبه د سه شنبې په ورځ د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د بزکشۍ ملي ټیم په دویمه او دریمه سیالي کې له منګولیا او روسي ټيمونو سره مخ دی.
دغه لوبې د قزاقستان په کوربتوب د کوکپر په برخه کې د روانې میاشتې په ۱۵مه پیل شوي چې پایلوبه به يې د مارچ په ۲۱مه ترسره شي.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون نهو هېوادونو برخه اخیستې ده.
د درو میاشتو لپاره د یوناما ماموریت پر غځولو غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی.
د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي:
«په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.»
په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا اداره د خپل ماموریت پر پلي کولو تمرکز وکړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو او همداراز د ښځو، سولې او امنیت په برخو کې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبې د یوناما ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځاوه.
له دې مخکې متحدوایالتونو ویلي وو چې د یوناما د ماموریت لنډمهاله غځول به امنیت شورا ته وخت ورکړي څو معلومه کړي چې ایا دا ماموریت د افغانستان د اوسني وضعیت له مخې مناسب او بشپړ عملي دی که نه.
په پاکستان کې د پوځي اډې ترڅنګ یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې
پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بېپيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه.
ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي.
شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې.
تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام اباد ته نژدې د فیض اباد پر پوځي سیمه د افغان طالبانو له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي وو. خو د دې تازه پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
هند پاکستان له خپلو ګاونډیو سره په ناوړه چلند تورن کړ
هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان له خپل ګاونډیو هیوادونو سره په ناوړه چلند تورن کړ او ویې ویل چې د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې هوايي بمبارۍ باید په کوم نوم یادې شي.
د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پرواتانېني هریش د دوشنبې په ورځ (۱۶ مارچ) له اسلامفوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا جوړه شوې وه، وویل:
«د هند لوېدیځ ګاونډی د دې ښه بېلګه دی چې په خپل ګاونډ کې د اسلامفوبیا په اړه خیالي کیسې جوړوي.»
هغه د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ.
هغه زیاته کړه:
«سړی حیرانېږي چې په همدې هېواد کې د احمدیانو پر وړاندې سخته ځپنه باید څه ونومول شي، یا د بېوسه افغانانو په لویه کچه ایستل، او یا د روژې په سپېڅلې میاشت کې په افغانستان کې هوايي بمبارۍ څنګه توجیه کېدای شي؟»
هند او پاکستان له لسیزو راهیسي په خپل منځ کې سیالي لري او تر اوسه پورې یې څو ځلې په خپل منځ کې جګړې هم کړي دي.
هند په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان برید وغانده
هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل:
«هند په څرګند ډول د مارچ د ۱۶مې په شپه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وحشیانه هوايي برید غندي. دا په هېڅ ډول پوځي هدف نه شي بلل کېدای. پاکستان اوس هڅه کوي دا عامه وژنه د پوځي عملیاتو په نوم پټه کړي.»
خو پاکستان ویلي چې په کابل کې یې پوځي هدفونه بمباري کړي دي.
د طالبانو محکمې په زابل کې اوه کسه په درو ووهل
د طالبانو د حکومت سترې محکمې وویل چې دغه کسان په شاه جوی ولسوالۍ کې د غلا او لواطت په تور هریو شل تر دیرشو درو ووهل شول.
ستره محکمه زیاتوي چې تورنو کسانو ته د د ولتي ادارو د چارواکو او مراجعینو په حضور کې سزا ورکړل شوه.
دغه کسان له ۸ میاشتو تر ۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.
د طالبانو حکومت د یکشبنې په ورځ هم ۲۱ کسه د قاچاق او د مخدرو موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په کابل کې په درو وهلي وو.
بدني سزا باندې تل د بشري حقوقو د سازمانونو او ملګرو ملتونو لخوا تل نیوکه شوې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې بدني سزا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.