د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۵۴

خبرونه

کابل کې چاودنې یو طالب ټپي کړی دی

په کابل کې د طالبانو امنیتي سرچینو تایید کړې چې نن غرمه مهال د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چاودنه سړک کې د ايښودل شوي ماین له کبله وه او په کې یو طالب سرتیری ټپي شوی دی.

نوموړې ویلي چې چاودنې نوره مرګ ژوبله نه ده اړولې.

ښاغلي ټکور هغه راپورونه هم رد کړل چې وايي په سیمه کې له چاودنې سره هم مهاله د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.

ددې چاودنې مسولیت تر اوسه کوم چا نه دی منلی.

په تیره یوه اونۍ کې دا څوومه چاودنه چې د کابل ښار په مربوطاتو کې کیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په ننګرهار کې د دوى پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه رد کړه

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد

د ننګرهار چارواکي وایي، دغلته د طالبانو پر سرپرست دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد چاودنه حقیقت نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي قریشي بدلون نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پر دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د چاودنې ګونګسې دروغ دي او په خبره یې، دا کړنه د دوی د نظام ضد کړیو او اشخاصو تبلیغات دي.

تر دې وړاندې په یو شمېر ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې داسې خبرونه ورکړل شول، چې ګوندې پرون د جمعې په ورځ ننګرهار ته د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر پرمهال پر نوموړي چاودنه شوې چې خپله دی ترې روغ وتلی خو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلان بیا دا ډول خبرونه ناسم بولي او هدف یې د عامه ذهنتونو ګډوډول یادوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ته تللی و او دغلته یې د ورځې تر ناوخته د ډیورند له صفري سیمو لیدنه کړې او د سیمې له خلکو سره یې د ستونزو اورېدو په هدف لیده کاته کړي دي.

سي پي جي طالبانو ته: د خبریال علي اکبر د تري تم کېدو مسئله وڅېړئ

افغان ژورنالیست علي اکبر خيرخواه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې "سي پي جي" په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې طالبان باید د افغان خبریال علي اکبر خیرخواه د تري تم کېدو مسئله وڅاري او تحقیقات وکړي.

دې کمېټې په ورته وخت کې له طالبانو غوښتې دي، چې د ښځینه خبریالانو په کارونو کې د خنډ رامنځته کېدو مخه ونیسي.

د دې کمېټې د اسیا د برخې همغږه کوونکی سټیفن بټلر وایي، په کابل کې د خبریال علي اکبر خیرخواه او په هرات کې له خبرې غونډې څخه د خبریالې مرجان وفا ایستل هغه اندېښنې پیاوړي کوي چې د خبریالانو په برخه کې شته.

د فوټو ژورناليست خیرخواه د کورنۍ غړي وایي، چې دی د سې شنبې په ورځ د کابل له ميروىس ميدان "کوټې سنګي" سیمې څخه تری تم شو.

د پنجشېر اوسېدونکي: طالبانو لس ملکي وګړي نيولي

آرشیف: د پنجشېر په يوه څنډه کې طالبان

د پنجشېر د پریان ولسوالي اوسېدونکي د طالبانو له لوري د لسو ملکیانو د نیولو خبر ورکوي.

په سیمې کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې طالبانو دا کسان د جمعې په ورځ ناوخته له ځانونو سره بیول.

د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل، چې د دوی کسان سیمې ته ورغلي وو، هلته یې پر ځینو کسانو شک درلود نو هغوی یې له ځانونو سره د ولسوالۍ مرکز ته د تحقیقاتو لپاره راوستل.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ملکيانو د حملو له کبله اندېښنه څرګنده کړه

په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ

په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې پر ملکي وګړو د تروریستي حملو له کبله اندېښنه څرګنده کړې.

ریچارد بینیټ تېر ماښام پر خپل ټویټر لیکلي، چې د افغانستان د روانو پېښو او خونړیو حملو په اړه باید خپلواک تحقیقات وشي.

بینیټ په مزارشریف کې د پنجشنبې ورځې حملو ته چې په نتیجه کې یې ۱۶ ماشومان ووژل شول اشاره کړې او خپګان یې څرګند کړی.

په مزارشریف کې د دې حملې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.

مقاومت جبهې په پنجشېر کې د شپږو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د مقاومت جبهي غړي

د طالبانو مخالفه د ملي مقاومت په نوم جبهه په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې جبهې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلي، چې پرونۍ حمله د پنجشېر د لومړۍ حصې د ولسوالۍ په پېشغور سیمه کې شوې.

خپلواکو سرچینو تردې دمه دا خبر نه دی تایید کړی او په دې اړه د طالبانو د حکومت چارواکو هم تراوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ننګرهار کې د ډزو پرمهال د ناوې وژل رد کړل

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د سرخرود ولسوالۍ په هجرت سیمه کې د واده په مراسمو کې د ډزو پرمهال د ناوې د وژل کېدو راپورونه ردوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي له آزادۍ راډیو سره په خبرو تایید کړه، چې د واده په مراسمو کې ډزې شوې دي خو د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې درې کسان ټپیان شوي دي.

زابلي د پېښې د علت په اړه څه ونه ویل، خو له دې مخکې سیمه ایزو چارواکو ویلي و، چې د پېښې عاملان تراوسه نه دي پېژندل شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

قرغزستان او چین د اورګاډي پټلۍ د جوړولو طرحه وړاندې کړې

ارشیف

د ازبکستان ولسمشر وايي، چې قرغزستان او چین د اورګاډي له یوې نوې پټلۍ سره د درې واړو هېوادونو د نښلولو لپاره یوه طرح وړاندې کړې ده.

شوکت میرضایوف پرون د مې په ۲۷مه د ایروایشیا په اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې دا پروژه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې خورا زیات فرصتونه رامنځته کولای شي.

تېره اونۍ د چین، قرغزستان او ازبکستان چارواکو ویلي وو، چې د دې دریو واړو هېوادونو ترمنځ د رېلګاډي د یوې لویې پروژې د رغونې چارې به د سږني کال په مني کې پېل شي.

د اروپا د اتلانو لیګ؛ لیورپول او ریال مادرید لوبډلې سیالي لري

ارشیف

د لیورپول او ریال مادرید لوبډلې نن شپه د اروپا د اتلانو د لیګ په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته ننوځي.

دا لوبه په سیمه ایز وخت د شپې په نهو بجو د پاریس د فوټبال په لوبغالي کې پیلېږي.

ریال مادرید تراوسه ۱۳ ځلې او لیورپول ۶ ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده.

په پام کې وه، چې د اروپا د اتلانو د لیګ پایلوبه د روسیې په سانت پیټرزبورګ ښار کې ترسره شي خو پر اوکراین د روسیې د برید وروسته دا لوبه په پاریس کې پلان شوه.

اجيت دوال: له تروريزم سره مبارزې لپاره بايد د افغانستان وړتيا لوړه شي

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمه‌ییزې امنیتي غونډې کې وویل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شي.

ښاغلي دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده.

د افغان ښځو په اړه طالبانو د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک رد کړ

د يوناما لوګو

طالبانو نن د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ چې پکې راغلې دي چې طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د امنیت شورا پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دې پر ښځو له لګولیو بندیزونو لاس واخلي.

امنیت شورا انتقاد کړی چې طالبانو د زده کړو، کار او د ښځو پر ازادانه سفر بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو مشر دا امر هم کړی دی چې ښځې دې په عامه ځایونو کې حجاب اغوندي او مخ دې پټوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې د امنیت شورا اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل، افغان حکومت اسلامي حجاب د ټولنې له دیني او کلتوري دودونو سره سم او مناسب ګڼي.

د کاناډا او ايران ترمنځ د فوټبال سيالۍ لغوه شوې

ارشيف

د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره د جون په پنځمه لوبه لغوه کړه خو تر اوسه يې د لوبې د لغوه کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي.

خو د کاناډا په فوټبال فدراسیون او حکومت باندې ګڼ فشارونه وو چې د ایران له ټیم سره دا مسابقه ترسره نه کړي.

په خپله صدر اعظم جستن تروډو هم د لوبې په اړه مخالفت ښودلی و.

د مخالفو خلکو لویه برخه د هغې الوتکې د قربانیانو کورنۍ او دوستان وو چې د ایران له خوا نسکوره شوه او پکې لسګونه ایراني کاناډایان او د افغانانو په شمول د ځینو نورو هېوادونو خلک پکې ووژل شول.

د کاناډا د فوټبال فدراسیون له ایران سره دا لوبه د نړیوال جام د چمتووالي په هدف ترسره کوله.

تاجکستان نن د افغانستان په تړاو د ناستې کوربه دی

تاجکستان کې د افغانستان په تړاو د يوې پخوانۍ ناستې انځور

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د یوې ناستې کوربه ده.

د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا باندې په دې ناسته کې خبرې کېږي.

بلينکن د چين په اړه د امريکا د حکومت پاليسي څرګنده کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (پنجشنبې) د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسي څرګنده کړه.

ده چې په واشنګټن کې خبرې کولې، وویل، په داسې حال کې چې د امریکا متحدایالتونه په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات لپاره تر ټولو فوري ګواښ ګڼي، د بایډن اداره باوري ده چې چین لا ستر ګواښ پېښوي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د بلینکن د څرګندونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د پاکستان او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ خبرې بې پايلې شوې

د پيسو نړيوال صندوق لوګو

د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکولو لپاره شرط ایښی و چې د انرژۍ په برخو کې سبسایډۍ لېرې کړي.

پاکستان غوښتل چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۶ ملیارد ډالره پور د ترلاسه کولو لپاره له څو ورځو راهیسې خبرې کولې.

د پاکستان د اسعاري زېرمو د کمېدو له کبله په وروستیو اوونیو کې د پاکستاني روپیو ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

هند کې يو افغان د ناقانونه درملو د وړلو په تور نيول شوی

ارشيف

د ډیلي په هوايي ډګر کې یو افغان په غیرقانوني ډول د درملو د وړلو په تور ونیول شو.

هندي رسنۍ وايي، دغه افغان د چهارشنبې په ماښام له ډیلي څخه کابل ته د څه باندې ۶۴ لکه هندي روپیو په ارزښت د ګولیو د وړلو په خاطر د ګمرکي چارواکو له لوري نیول شوی دی.

ګمرکي چارواکي وايي، له نیول شوي افغان سره کشف شوې ګولۍ د مغزي تومور د درملنې لپاره کارول کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG