د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۹

مېډل ایست ای: ترکیې ۴ غیر قانوني ورغلي افغانان د افغانستان پر ځای سوریې ته لېږلي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو په جنوا کې د افغانستان د مرستو پر کنفرانس او په هغه کې د مرستندویانو له لوري د افغانستان لپاره د ۲،۴۴۰ میلیارد ډالره مرستې پر ژمنې لیکنې خپرې کړې دي.

واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې دا مرسته تر هغه څه چې ملګرو ملتو یې غوښتنه کړې وه ډېره لږه ده، خو امریکا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په خلاص لاس مرسته وکړه.

د ورځپاڼې په نظر تر ټولو ډېره ژمنه امریکا وکړه. امریکا د ۲۰۴ ملیونه ډالرو ژمنه کړې ده. ورپسې په ترتیب بریتانیا ۳۷۴ ملیونه او جرمني ۲۲۰ ملیونه ډالره منلي دي.

ورځپاڼې د افغانستان د مرستو په کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت په شدت خراب شوی دی.

  • مېډل ایست ای

مېډل ایست ای خپرونې بیا د څلورو افغانانو کیسه خپره کړې چې په غیر قانوني ډول ترکیې ته تللي وو، خو دغه هېواد د دې پر ځای چې افغانستان ته‌یې واستوي، د سوریې ادلب ولایت ته لېږلي دي.

دا څلور تنه چې د جلال‌اباد اوسېدونکي دي، په دې هیله ترکیې ته تللي وو چې له هغه ځایه به اروپا ته ځي، خو تېر کال د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ونیول شول او د سوریې په ادلب ولایت کې د بشاراسد د حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمې ته په زور ولېږل شول.

دوی مېډل ایست ای خپرونې ته ویلي چې ترک چارواکو ته‌یې ډېر وویل چې افغانان دي، خو هغوی له دې سره سره بیا هم سوریې ته اخراج کړل.

دا څلور ځوانان چې نصرت‌الله، صفي‌الله، خیالي ګل او عطاالله نومېږي، اووه میاشتې پخوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه ووتل.

دوی وايي چې یوه میاشت‌یې په لاره تېره کړه او له ایران څخه ترکیې ته د بیولو لپاره‌یې قاچاقبرو ته ۱،۱۰۰ ډالره ورکړل.

دوی وايي چې په انقره کې یې پولیسو ته ډیرې زارۍ وکړې چې ګریس (یونان) ته‌یې واستوي، خو هغو یې خبره ونه‌منله.

خپرونه وايي چې دا څلور ځوانان اوس نه پیسې لري او نه هم ټیلیفون او بله ستونزه‌یې دا ده چې په سیمه کې له خلکو سره په خبرو نه‌پوهېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG