د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۵

افغانستان

میدان وردګو کې پر یوه کور د ډبرې ښویېدو له کبله درې تنه وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې میدان وردګ ولایت

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډبرې ښویېدو له کبله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکتر زرک ځيرک ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه په چنګي کلي کې شوې ده.

ده وویل، وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه مېرمنه شامل دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

ارشيف

د ننګرهار د کانال ریاست وايي، تمه لري چې سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو له حاصلاتو ۲۵۸ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

د ننګرهار د کانال ریاست ویاند سید همایون غریب مل نن ازادي راډیو ته وویل، سږ کال یوازې د ننګرهار په کانال کې پر ۲۱ زره او ۵۳۸ جریبه ځمکه غنم کرل شوي چې د دوي د تخمین له مخې ۸۳۳ زره او ۶۵۵ منه غنم به ترې ترلاسه شي.

د ننګرهار کانال ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال څه باندې زر تنه په یاد کانال کې د غنمو پر کښت او کار بوخت دي.

د ښاغلی غریب مل په خبره، د کانال ریاست هڅه کوی چې په ننګرهار کې د غنمو کښت لا پراخ شي او د غنمو له اړخه د ننګرهار د ځان بسیاینې ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم غنم صادر کړي.

له کندهاره بهر ته د اينځرو صادرات ډېر شوي

اينځر

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خوني مرستیال عبدالباقي بینا نن ازادي راډیو ته وویل، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې څه باندې ۲۵ زره ټنه اینځر له کندهاره بهر ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې ۱۴۹ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د ښاغلي بینا د معلوماتو پر بنسټ په کندهار کې له انار او انګورو وروسته اینځر په درېیمه درجه مېوو کې راځي چې تولید او صادرات یې ډېر دی او په روان لمریز کال کې به یې تولید د تېر کال په پرتله ډېر وي.

په کندهار کې تولید شوي اینځر هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادریږي.

اوس مهال په کندهار ولایت کې یو کیلو اینځر په ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو لوبو لپاره افغان لوبډلې اعلان شوې

زمبابوې سفر لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو لوبو ته لوبډلې اعلان کړې.

افغان لوبډله د جون په ۴مه له زمبابوې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي او د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې له زمبابوې سره درې شل اوریزې لوبې لري.

کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله اوسمهال د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې پر خپلو تمریناتو بوخت ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې زمبابوې ته سفر وکړي.

یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي، چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي او شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

کرکټ بورډ د یو ورځنیو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی غوره کړي او ترڅنګ یې په احتیاطي لوبغاړو کې نور احمد او نجات مسعود ته هم ځای ورکړل شوی دى.

دغه راز د شل اوریزو لوبو لوبغاړي رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، محمد نبي (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي او د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد هم د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

ملګرو ملتونو سلګونه زره بې وزله افغانانو سره نقدي مرسته کړې

آرشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، تېرو اتلسو میاشتو کې یې اته لکه بې وزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته کړې ده.

د دغې کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي ،چې اړمنو کسانو پر دې پیسو د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا ستونزې حل کړي دي.

یو.ان.اچ.سي.ار د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی، خو د ازادۍ راډیو ګڼو اورېدونکو شکایتونه کړي چې د مرستو په وېش کې ورسره د مور مېرې چلند کېږي.

په افغانستان کې د ګوزن ضد واکسین سراسري کمپاین روان دی

هرات کې د پولیو ضد واکسین کمپاین یو انځور

په افغانستان کې نن د دویمې ورځې په مخه د ماشومانو د ګوزن یا پولیو ضد واکسین سراسري کمپاین روان دی.

دا کمپاین پرون پیل شو او د عامې روغتیا وزارت په خبره ۴ ورځې دوام کوي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوېدهژیر رسنیو ته ویلي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به نژدې لس میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

هغه وویل: "په پام کې ده چې په دې دوره کې له ۵ کلونو کم عمره ۹،۹ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین د خوړو په بنه ورکړل شي او ترڅنګ به یې هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ دي د ویټامین اې A څاڅکي ورکړل شي."

هژیر زیاته کړه، چې د روان کال له پیله تراوسه د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې ده په داسې حال کې چې تېرکال څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ننګرهار کې د نفرایټو د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د جلال اباد ښار یوه څنډه

په ننګرهار ولایت کې د نفرایټو د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې.

د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل آزادۍ راډیو ته وویل: "د ننګرهار ولایت په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې د نفرایټ د یوولسو کانونو د استخراج چارې پیل شوې. دا قراردادونه له ۵۰۰ زره افغانیو تر نژدې شپږ میلیون افغانیو پورې شوي او سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه."

ښاغلی عادل وايي، دا قراردادونه له افغاني شرکتونو سره شوي دي.

نفرایټ یو ډول زرغونه تېږه ده چې د زینتي شیانو او مریو په جوړولو کې کارول کېږي.

افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د وېلچر باسکټبال ملي لوبډله

د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان لوبډلې په تایلند هېواد کې د اسیا سهمیې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د افغانستان د وېلچير ملي لوبډله سبا له عراق سره د لوبې میدان ته ښکته شي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه فلپین هېواد ته بایللې وه.

د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي، چې د افغانستان ۱۲ کیسزه لوبډله هم برخه په کې لري.

امېد لوبډله د غزني د فوټبال غوره لیګ اتله شوه

آرشیف

امېد غزني لوبډله د غزني د فوټبال غوره لیګ اتله شوه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۶ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې، د امېد غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني په غوره لیګ کې ازادي، امېد غزني، صداقت، کاروان کوچي، جمعیت منګور او ده یک ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و چې لومړی مقام یې امېد غزني او دویم مقام ازادي لوبډلې خپل کړ.

د غزني غوره لیګ په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

کونړ کې د بزګرو ټولنو ته کرنيز ماشينونه ورکول کېږي

ارشيف

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ازادي راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، دا ماشینونه چې ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانۍ ارزښت لري، د خوړو نړۍ سازمان لخوا د کونړ بزګرو ته ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دې ماشينونو کې تراکتورونه، ۴ زرنج موټرسایکېلونه او د غنم د حاصلاتو را ټولولو وسایل شامل دي.

د کرنې وزارت وايي، دا ماشینونه به د کرنیزو محصولاتو په وده کې ګټور تمام شي.

دا وزارت وايي، په پام کې لري چې د نړۍوالو موسسو په مرسته په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ عملي کړي.

ننګرهار: سلګونه ښځينه سوداګرو خپل فعاليتونه درولي

د لاسي صنايعو يو انځور

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو بندېدو اندېښمن کړي دي.

د دې خونې ویاند شکرالله ساپي نن ازادي راډيو ته ویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته تر اوسه په سلګونو ښځو چې د تولیداتو او سوداګرۍ په بېلابیلو برخو کې یې په ننګرهار کې فعالېت کاوه، کارونه یې درېدلي دي.

ښاغلی ساپی وايي، دې ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، لبنیاتو، مربا او خیاطي په برخو کې په کار مصروفې وې چې تولیدات یې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

ښاغلي ساپی د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو د درېدلو عوامل اقتصادي ستونزې، د بازار نه موجودېت او د حکومتي ادارو نه ملاتړ یادوي.

دغه راز نوموړی وايي، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې څو ځله د سوداګرو ښځو ستونزې د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي خو د ستونزو د حل له ژمنو سره هم دا ستونزې پر خپل ځای دي.

يوه افغان له جرمني تر افغانستانه پر موټر‌سايکل سفر وکړ

ارشيف

د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپور له مخې دغه کس چې نوم یې یوازې ځاځی ښودل شوی او دوه تابعيته لري، د ترکیې او ایران له لارې په دولسو ورځو کې، هرات او له هغه ځایه غزني ته د شنبې په ورځ رسېدلی.

د راپور له مخې دغه کس په غزني کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته ویلي چې افغانستان ته پر موټرسایکل یې دا سفر د دې لپاره کړې چې نړۍ ته وښيي چې دا هېواد اوس امن دی.

څو ورځې مخکې د غزني ولایت دوه اوسیدونکي د حج د فریضې د ادا کولو په نیت پر بایسکل سعودي عربستان ته روان شول.

افغان غېږ نيونکی محمد ابراهيم خدري ترکمني وفات شو

ارشيف

د افغانستان پېژندل شوی غېږ نیونکی محمد ابراهیم خدري ترکمني د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

د راپورونو له مخې نوموړی چې د عمر د زړښت له امله د کابل په یوه روغتون کې بستر و، پرون یې ساه ورکړه.

د افغانستان دغه پېژندل شوي غېږ نیونکي په ۱۹۶۲ کال په اندونیزیا کې د غیږ نیونې په آسیايي لوبوکې د برونزو مډال ترلاسه کړی و. نوموړی چې په پهلوان ابراهیم مشهور و، په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۴ کلونو کې د المپیک په لوبو کې هم ګډون کړی و خو د کوم مډال په اخیستو نه وو بریالی شوی.

دیبرا لاینز کندهار کې مخکښو ښځو او د رسنيو له استازو سره کتلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کندهار کې له یو شمېر مخکښو ښځو او د رسنیو له استازیو سره په کتنه کې ښوونځیو ته د نجونو د لاس رسي په ګډون د ټولو وګړو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې لاینز د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې دغه راز د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د روغې جوړې پر یوې ریښتنې پروسې ټینګار وکړ.

نړیوالې ټولنې بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی د طالبانو له حکومت سره د تعامل یو مهم شرط یاد کړی دی.

طالبان: کندهار کې هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې وژلې

کندهار کې د طالبانو غړي

طالبان وایي د کندهار په شاه ­ولیکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې خپله مېرمن یې په وهل ډبلو ټکولو وژلې ده.

د شاه­ ولیکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان قدرت الله صیام نن یکشنبه ازادۍ رادیو ته وویل چې تورن کس تر پېښې یوه ورځ وروسته نیول شوی دی.

د سرچنې په خبره پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله شوې ده.

د افغانستان وېلچیر باسکټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبایلله

د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډله

د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې افغان لوبډلې نن یکشنبه د اسیا سهمیې د ګټلو په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه فیلپین ته وبایلله.

د یاد ادارې په خبره افغان لوبډلې ۵۶ ګولونه وکړل خو د فیلپین لوبډلې له افغان لوبډلې ۲ ډېر یعنې ۵۸ ګولونه وکړل او لوبه یې په کم توپیر وګټله.

د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هیوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي چې د افغانستان ۱۲ کسیزه لوبډله هم په کې برخه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG