د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

نشنل انټرسټ: امریکا د افغانستان له جګړې ځیني غمونه لري چې باید ویې‌ګالي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته کتلي او په دې اړه‌یې یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې که څه هم امریکا په افغانستان کې خپله جګړه په فزیکي توګه پای ته ورسوله، خو امریکا د افغانستان له جګړې ځیني غمونه لري چې باید ویې‌ګالي.

په مقاله کې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال په جګړه کې ۲،۵۰۰ امریکایان او زرګونه افغانانو وژل کېدو ته اشاره شوې او لیکل شوي چې د کابل کنټرول د طالبانو په لاس کې دی، القاعده د بریا خبرې کوي او افغان نجونې د لوړو زده‌کړو له حقه محرومې دي.

د مقالې لیکوال لیکلي، امریکا باید د افغانستان د جګړې په اړه امریکایانو ته داسې کیسه وکړي چې هغوی ته ټولې پېښې یو مفهوم ومومي، زده‌کړه ورڅخه وکړي او پر مخ لاړ شي.

  • را سټوري

را سټوري خپرونې د ډي پي اې په استناد یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې لولو چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو په لاس د یوه سړي د وژل کېدو ځوروونکې وېډیو پر ټولنیزو رسنیو تند غبرګونونه پارولي دي.

په وېډیو کې قرباني د پخواني افغان ملي اردو یونیفورم اغوستی دی، خو تر ویشتل کېدو مخکې ادعا کوي چې ملکي وګړی دی.

مقالې وېډیو ته په اشاره لیکلي چې څو تنه طالبان له هغه څخه پوښتنې کوي، خو ناببره یو بل طالب راځي او پر دغه ځوان ډزې پیلوي.

طالبانو په ټول هېواد کې د پرته له محاکمې وژنو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په مقاله کې د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې هغه غونډې ته هم اشاره شوې چې روانه اوونۍ يې په کابل کې له طالب چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د پخوانیو افغان چارواکو د بې‌محاکمې وژل کېدو په اړه خبرې وکړې.

  • اېم‌اېم‌اې فایټنګ

د اېم‌اېم‌اې فایټنګ په نوم خپرونې د ازادې سوکوهنې لوبغاړي جاوېد بشارت له قوله لیکلي چې که څه هم «یو اېف سي» یا د سوکوهنې اتلولۍ ادارې ده ته د افغانستان بیرغ پر اوږو کولو اجازه نه‌ده ورکړې، خو خپرونې د ده له قوله لیکلي، زه د افغانستان ژوندی بیرغ یم.

بشارت خپرونې ته ویلي چې دی نه‌دی خبر ولې د افغان بیرغ پر اوږو کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

خپرونې د بشارت له قوله ویلي، زه غواړم افغانان داسې احساس کړي چې دوی اوس هم مهم دي. هر څوک باید په خپل هېواد ویاړ وکړي ځکه وینه دې د همغه ځای ده، عظمت دې له هغه ځایه دی. یو څو کسان شته چې ښه کار کوي، لکه د کرکټ ټیم، خو افغانان د خوشحالي ډېر څه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG