نړۍ
د عراقي کردستان د کورواکې سیمې پر مرکز اربیل ۱۲ توغندي لګېدلي
د عراق دولتي خبري اژانس وايي، نن سهار (یکشنبه) د عراقي کردستان د کورواکې سیمې پر مرکز اربیل ۱۲ توغندي لګېدلي دي.
سرچینې د کردستان له ترورېزم سره د مبارزې د عمومي ادارې په قول ویلي چې د اربیل لور ته توغول شوي توغندي بالیستیک دي او له بهرني هېواده ویشتل شوي دي.
د کردستان د کورواک حکومت چارواکو نهدي ویلي چې توغندي د اربیل پر کومه سیمه لګېدلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکایۍ وتلې سندرغاړې ډولي پارټن د ۸۰ کلنۍ په عمرمړه شوه
امریکایۍ وتلې سندرغاړې اود بشرپالنې فعاله ډولي پارټن د ۸۰ کلونو په عمرمړه شوه. کورنۍ یې ویلي چې نوموړې د سې شنبې په ورځ په نیشویل ښارکې ساه ورکړه. د هغې ویاند ویلي چې پارټین له یوې مودې راهیسې د سرطان پرناروغۍ اخته وه. نوموړې له ټینسي ایالت څخه له ساده او بېوزله ژوند څخه یوه د امریکا د تر ټولو محبوبو سندرغاړو، سندرې لیکونکو، لوبغاړو او مرستندویه فعالانو په توګه راڅرګنده شوه.
پارټین د Imagination Library په څېر د خیریه پروګرامونو له لارې د میلیونونو ماشومانو لاسنیوی کړی او د بشري مرستو په ګڼو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي. د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ پارټین د امریکا یوه له مشهورو سندرغاړو بللې او امریې کړی چې په ټوله امریکا کې دې بیرغونه د یوې اونۍ لپاره نیمه ځوړند وي.
په اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د اور لګیدنې په یوه پښه کې لږترلږه ۱۴ نوي زیږیدلي ماشومان مړه شوي
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې په یوه پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه نن چهارشنبې د وږی په ۴ د "پاکستان د طبي علومو د انستیتوټ" روغتون د زیږنتون څانګې په درېیم پوړ کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې د پېښې لامل په ایرکنډیشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه یا چاودنه بلل شوې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د مسؤلینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې د علت او د روغتون د خوندیتوب د وضعیت په اړه یې سمدستي څېړنې پیل کړې دي.
په پاکستان کې په لویو ودانیو کې اورلګېدنې نسبتاً معمولې پېښې دي او ډېری وخت د خوندیتوب د قوانینو او ودانیزو مقرراتو کمزوري او همدارنګه د دغو قوانینو کمزورې څارنه او پلي کول پکې رول لري.
د روان کال په جنوري میاشت کې هم د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله تر ۶۵ ډېر کسان مړه شوي وو.
تهران: پوځي بېړیو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېرې شي
ایران او عمان په هرمز تنګي کې د یوه موقتي ترانزیټي دهلیز او د ماینونو د پاکولو په تړاو خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تهران نن چهارشنبې، د وږي په ۴ خبرداری ورکړ چې دغه حیاتي سمندري لار به تر هغو پورې چې متحده ایالات جګړه پای ته ونه رسوي، پراننیستل شي.
د د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي نن خبرداری ورکړ چې هېڅ پوځي بېړۍ ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېره شي.
غریب آبادي همداراز وویل چې د امریکا له خوا د اقتصادي محاصرې له پیل مخکې هرمز تنګی تړل شوی و، ځکه د نوموړي په وینا، امریکا د هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی.
د عمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې پریوه میکانیزم یې خبرې کړي چې په ترڅ کې یې په پړاوونو کې په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ د بیرته پیلولو لپاره د یوه موقتي ګډ سمندري دهلیز جوړول او له ماینونو څخه د دې تنګي د پاکولو لپاره د یوې ګډې پروژې عملي کول شامل دي.
امریکایي چارواکي مسکو ته د سي آی اې د مشر د سفر خبر ورکوي
امریکایي چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، CIA مشر جان راتکلیف د سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۵مه مسکو ته سفرکړی چې له مخکې نه وو اعلان شوی. دغه نادره سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ځنډ سره مخ شوې او له ایران سره د مسکو د اړیکو پرسر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
له کله چې راتکلیف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې اداره کې د CIA د مشر په توګه ټاکل شوی، دا یې روسیې ته لومړنی سفردی چې رسنۍ ترې خبرې شوې دي خو داچې د څه لپاره یې کړی، په دې اړه نورجزیات ندي څرګند شوي. هغوامریکایي چارواکو چې مسکو ته د هغه له سفر څخه خبر دي، یواځې یې هغه تایید کړی خو داچې نوموړي په دې سفرکې له چا سره کتلي او پرکومو موضوعاتو یې خبرې کړي، له څه ویلو ډډه کړې ده..
سي آی اې او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
ټرمپ: د ایران اسلامي جمهوریت اعتراض کوونکي په بېسارې کچه وژني
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې "د ایران اسلامي جمهوریت چې د ړنګېدو په حال کې دی، اعتراض کوونکي حتی هغه مهال هم چې په اعتراضونو کې برخه نهاخلي، په بېساري کچه وژني".
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، ټرمپ د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۳مه» په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي: "د ایران د ړنګېدو په حال کې اسلامي جمهوریت د خپلو پوځي ځواکونو د لویې برخې معاشونه نهشي ورکولای او په ورته وخت کې اعتراض کوونکي، حتی هغه مهال چې اعتراض نهکوي، په بېساري کچه وژني".
هغه ویلي: "دا په پراخه کچه یو ستر بشري ناورین دی او باید همدا اوس ودرول شي."
د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه اعتراض کوونکي چې د تېر کال په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه او پر "ملي امنیت ضد اقداماتو" تورن شوي وو، اعدام کړي دي.
ایران کې یوه ښځه په اعدام محکومه شوه
د ایران قضایه قوې یوه ښځینه سیاسي بندي ارغوان فلاحي په اعدام محکوم کړې.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور په اساس نوموړې د بغاوت او د ایران د رژیم د یوې مخالفې ډلې، مجاهدین خلق سازمان سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم شوې.
د هغې د اعدام حکم د ایران سترې محکمې هم تایید کړی.
ارغوان فلاحي د ۱۴۰۳ کال د دلوې په شپږمه په تهران کې نیول شوې وه.
هغه وخت په ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د "زن،زندګي، ازادي" ترشعار لاندې د اعتراضونو پر مهال زرګونه مظاهره چیان نیول شوي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس ایران کې سږ کال تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت جرایمو او ۲۷ نور د اعتراضونو له کبله اعدام شوي دي.
واشنګټن سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه څخه بهر کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲مه، سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایسته.
د «ترهګرۍ ملاتړو هیوادونو» په نوملړ کې د هیوادونو شمولیت هغوی د امریکا د بهرنیو مرستو له ترلاسه کولو، له متحده ایالاتو څخه د دفاعي تجهیزاتو له پېرلو او همداراز د ځینو مالي راکړو ورکړو څخه محروموي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت په دې اړه په یوه اعلامیه کې وویل: «د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د پانګونې فرصتونه زیات کړي، څو سیاسي او اقتصادي ثبات ته وده ورکړل شي.»
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه د ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې د عملي کولو په موخه شوې چې پر دمشق د بندیزونو د فشار د کمولو لپاره یې کړې وه.
د امریکا د خزانې وزارت په عین حال کې ویلي چې د دغو محدودیتونو لرې کول په دې معنا نه دي چې دغه وزارت به د نړیوال ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله تګلاره بدله کړي او یا به په سوریه کې د «ناوړه کړنو» د عاملینو د حساب ورکونې په اړه د امریکا ژمنتیا کمه شي.
د سوریې د مرکزي بانک رئیس هم د واشنګټن د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «تاریخي اقدام» بللی دی.
حوثیانو د سعودي عربستان پر یوې تېلوړونکې بېړۍ بالیستیک توغندی ویشتلی
په یمن کې حوثي یاغیان چې د تهران له ملاتړه برخهمن دي ادعا کوي چې د ینبع په بندر کې یې د سعودي عربستان په یوې بېړۍ د بالیستیک توغندي برید کړی دی.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپلو ټلوېزیوني څرګندونو کې وکړه.
د سعودي عربستان د بېړۍ چلولو ملي شرکت تأیید کړې چې په سره سمندر کې یې په یوې بېړۍ برید شوی دی.
د شرکت اعلامیې وویل د "امزان" په نوم د دوی په یوې تېل وړونکې بېړۍ چې د مصر د عینالسخنه له بندره ینبع ته روانه وه برید شوی دی.
راپورونه وايي په برید کې ماڼوګرو ته زیان نهدی رسېدلی.
ینبع په سره سمندر کې د سعودي عربستان له مهمو نفتي تأسیساتو څخه ګڼل کېږي چې د ورځې په ملیونو بېرل نفت ورڅخه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.
یاد بندر د امریکا او ایران له جګړې وروسته او له کله چې د هرمز تنګي تړل شوی د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو په مهم مرکز بدل شوی دی.
د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو د عمران خان د درملنې لپاره د پاملرنې غوښتنه کړې
د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو چې د هند سنیل ګواسکر او کپل دیو هم په کې شامل دي، د پاکستان حکومت ته یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د پخواني صدراعظم عمران خان روغتیا ته پاملرنه وکړي. ۷۲ کلن عمران خان چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې له مخې تیره اونۍ په اسلام آباد کې د شفا انټرنیشنل روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی و چې د جمعې په ورځ بیرته زندان ته ولیږدول شو.
د کرکټ دغو پخوانیو لوبډلمشرانو په دغه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ یې استولی، درې غوښتنې مطرح کړي.
لومړی، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي طبي پلاوي ته دې اجازه ورکړل شي چې "د عمران خان د روغتیا بشپړه او خپلواکه ارزونه" وکړي، په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې د لید د له لاسه ورکولو په اړه د راپورونو ارزونه.
دویم، د محکمې د پریکړې له مخې د عمران خان کورنۍ ته اجازه ورکړل شي چې له کوم خنډ او ځنډ پرته په اونۍ کې یې لیدو ته ورشي. او وروستۍ غوښتنه یې هم داده چې د طبي ارزونې وروسته د اړتیا وړ درملنه یې باید " له ځنډ پرته " ترسره شي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن تهران ته ځي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم سبا سې شنبې له تهران څخه کتنه ترسره کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان د بهرنیو چارو وزیربه د هرمزتنګي په اړه د خبرو لپاره د سې شنبې په ورځ تهران ته سفروکړي.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د بهرنیو چارو له وزیرعباس عراقچي سره په کتنه کې به دواړه لوري د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي. بقایي همدارنګه وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیزفیلډ مارشال عاصم منیر به هم نن تهران ته سفروکړي. عاصم منیر د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترڅنګ، د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره خبرو کې د منځګړیتوب مهم رول لوبولی چې په نتیجه کې یې د اسلام آباد هوکړې ته زمینه برابره کړه. د بقایي په خبره عاصم منیر د یوه پلاوي په مشرۍ په یو ورځني سفر تهران ته سفرکوي. دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې امریکا نن دوشنبې پرایران نوي سخت بندیزونه اعلان کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.