د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

واشنګټن پوسټ: ندیمه ولې نیول شوې او طالبان یې په اړه ولې چوپ دي؟


ندیمه
ندیمه
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کاناډايي الاصله افغانې ندیمې د لادرکه کېدو په اړه لیکلي دي.

د مقالې په پیل کې لولو چې یو شمېر کسانو چې ځانونه یې د طالبانو غړي معرفي کړي وو، ندیمې ته ویلي چې په کوڅه کې ولاړ موټر ته وخیژي او کله چې دې دا خبره ونه منله، هغوی د دې د همکارانو د وژلو تهدید وکړ او دا اړه شوه چې خبره یې ومني.

د ندیمې ورور واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې له هغه راهیسي شا او خوا یوه میاشت کېږي او د ندیمې ځیني همکاران بیرته راخوشي شوي دي.

ندیمې په افغانستان کې یوه خیریه موسسه درلوده.

په مقاله کې راغلي چې د دې کورنۍ ته معلومات نه دي ورکړل شوي چې دا په کوم تور نیول شوې ده او طالبانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو د استخباراتو د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې طالبان د جاسوسۍ یا د سمو اسنادو د نشتون په صورت کې د انسانانو د قاچاق په تور خلک نیسي.

د دغه چارواکي په وینا طالبان د انسانانو د قاچاق تور د هغو کسانو پر وړاندي استفاده کوي چې له افغانانو سره مرسته کوي چې له افغانستانه ووځي.

په مقاله کې د ندیمې د ورور له قوله راغلي چې طالبانو په لومړي سر کې ژمنه وکړه چې ندیمه به په یو څو ورځو کې ازاده کړي خو وروسته یې پرته له وضاحته د دې کورنۍ ته وویل چې پلټنې یې وغځيدې.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله د یوه افغان پاچا خان په کیسه پیلیږي چې هره ورځ د سهار پر پنځه نیمو بجو د بانک مخې ته ورځي خو هلته ګڼ نور کسان مخکې لا په قطار کې ولاړ وي او دی نشي کولای چې ۲۰۰ ډالره راوباسي چې په یوه اوونۍ کې تر دې زیاتې پيسې نشي ایستل کېدای.

پاچا خان غواړي د خپل وراره د درملنې او عملیاتو لپاره کافي پیسې ولري خو ده ورځپاڼې ته ویلي چې د عملیاتو لپاره کافي پسې را ایستل به یوه نیمه میاشت وخت ونیسي.

په مقاله کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشاره راغلي چې د طالبانو له یو ځل بیا واک ته رسېدو سره خلکو ته د اساسي وړتیا پوره کول هم ستونزمن ښکاري لکه کرایه، سفر یا هم درملنه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG