د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

نیویارک ټایمز: طالبان کور په کور ننوځي لکه امریکایانو چې تېرو کلونو کې تلاشۍ کولې


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانانو په کورونو کې د طالبانو د چاپو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په سر کې راغلي چې وسله والو کسانو لومړی په کابل کې تلاشۍ پیل کړې او د خلکو په کورنو ننوتل، خو دا وسله وال امریکایان نه وو چې د تېرو کلونو پرمهال يې ورته تلاشۍ کولې، بلکې طالبان وو.

مقاله یادونه کوي چې د تلاشیو څپه د تېرې جمعې په ورځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوه او وروسته ولایتونو ته وغځېده.

وروسته لولو چې دغو تلاشیو افغانان اندېښمن کړل او ځینو خلکو راپور ورکړ چې طالبانو ورسره ناوړه چلند کړی او د کور توکیو ته یې زیان اړولی.

په مقاله کې لولو چې په دې اقدام سره طالبانو څرګنده کړه چې دوی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د خپل لومړي ځل د رژیم غوندي د خپل واک ټینګولو او د مخالفت له منځه وړلو لپاره له خلکو سره د یوه پولیسي دولت په څېر تاکتیکونه کاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ټينګار وکړ چې دا تلاشۍ د غلو او تښتوونکو د لټون لپاره شوي او ده د کور په کور تلاشیو پر مهال د طالبانو د بد چلند تورونه هم رد کړل.

مقاله یادونه کوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې داسي مهال تلاشۍ پیل کړي چې پسرلی را روان دی او دا هغه وخت دی چې طالبانو به د افغان حکومت پر ضد خپل بریدونه زیات کړل.

اوس چې طالبان له حمله کوونکو څخه په واکمنانو اوښتي، د داعش ډلې د تهدید احساس کوي خو د لیکوال په باور، د کور په کور تلاشۍ د افغانانو احساسات پاروي چې له مخکې لا له اقتصادي بحران او طالبانو د رژیم له محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.

  • بتسټن هیرالډ

باسټن هیرالډ خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده" هغه وسلې چې امریکا په افغانستان کې تر شا پرېښودې، له اوکراین سره یې مرسته کولای شوای."

د مقالې په پیل کې لولو چې که امریکايي ولسمشر هغه وسلې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې تر شا پرېښودې، اوکراین ته ورکړي وای، له هغوی سره به په جګړه کې مرسته شوې وای.

د لیکوال په باور د امریکايي وسلو ګټه تر اوکراینیانو ډېره طالبانو ته رسېدلې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې د اوکراین لپاره د ۳۵۰ ملیونه ډالره نظامي مرستو امر کړی چې له دې سره به سږ کال د امریکا مرستې شا او خوا یو ملیارد ډالرو ته ورسیږي.

لیکوال په دې مقاله کې لیکلي چې په اګست میاشت کې کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د شا اوخوا ۸۵ ملیونه ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات يې تر شا پرېښودل.

په مقاله کې لولو چې په دغو تجهیزاتو کې دوه زره زغره وال موټر چې ډېری یې هموي وو، ۷۵۰۰۰ نور موټر او ټرکونه، ۴۵ بلیک هاک هلي کوپتر، پنځوس سکاوټ اټیک هلي کوپتر، بمونه راکټونه او وسلې شاملې وې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG