د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

نړۍ

د اوکراین چارواکو: د خیرسون ښار روسي ځواکونو ونیو

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د خیرسون ښار چارواکو تایید کړه چې دا ښار روسي ځواکونو ونیو. دا لومړی ځل دی چې روسي ځواکونو د اوکراین جګړه کې چې نن اتمې ورځې ته غځېدلې، د اوکراین یو لوی ښار نیسي.

د فرانسپرېس اژانس د راپور له مخې د سیمه ییزې ادارې مشر ګینادي لاخوتا پرون ناوخته پر ټیلګرام په یوه پیغام کې لیکلي چې روسي یرغلګر د ښار ټولو برخو کې حضور لري او ډېر خطرناک دي.

روسي پوځ هم پرون د دې ښار د نیولو خبر ورکړی و. دغه ښار چې د کریمیا ټاپو وزمې ته نژدې پروت دی، ۲۹۰ زره نفوس لري.

د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه هم روسیې په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره یوځای کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکایي او اوکرایني مرکچیان نن هم په برلین کې خبرو ته دوام ورکوي

تمه ده چې امریکایي او اوکرایني چارواکي نن دوشنبې د ډسمبر په ۱۵ په برلین کې د دوهمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.

د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنیر تیره ورځ په برلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د خبرو اترو له مذاکراتي پلاوي سره پنځه ساعته خبرې وکړې.

وېټکوف پر ایکسپاڼه ولیکل: "استازو د سولې لپاره د شل مادو پر پلان، اقتصادي او نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې. ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا( دوشنبې) سهار بیا سره وویني."

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې دا نه وه څرګنده چې د نن ورځې د خبرو برخوال به څوک وي. له مخکې نن دوشنبې په برلین کې د زیلینسکي کتنه د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره پلان شوې ده.

د شلو مادو پلان وروسته له هغې هغه مهال راڅرګند شو چې اوکراین او اروپايي ملاتړو یې د واشنګټن د وړاندیزشوي د ۲۸ مادو د پلان پربدیلو وړاندیزونو کارپیل کړ. دوی د متحدو ایالتونو پلان چې د مسکو له ځینو دریځونو سره یې ورته والی درلود، په پراخه کچه د روسیې په ګټه بللی و.

په مراکش کې د سختو بارونونو او سیندونو له امله لږترلږه ۳۷ کسان مړه شوي

په مراکش کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د مراکش د اتلانتيک په ساحلي ولایت آسفي کې رامنځته شوې، چې د پلازمېنې رباط په جنوب شاوخوا ۳۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د رویترز د راپورله مخې د آسفي په زاړه ښارکې یوازې یو ساعت سخت باران کورونه او دوکانونه تر اوبو لاندې کړل، موټرونه یې له ځان سره یو وړل او د شاوخوا سیمو ګڼ سړکونه یې بند کړل.

مراکش د اطلس په غرونو کې سخت بارانونه او واورې داسې مهال تجربه کوي چې په دې هیواد کې اوه کاله پرله ‌پسې وچکالۍ ځینې مهم بندونه تش کړي وو.

سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي

د سیدني پولیس د برید په سیمه کې
د سیدني پولیس د برید په سیمه کې

د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.

استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.

ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.

د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.

پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.

حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی

د حماس وژل شوی مشر راید سعد
د حماس وژل شوی مشر راید سعد

د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي.

فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې.

اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی.

د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.

د سیدني په یوه مشهور ساحل کې ډزې، لږ تر لږه ۱۳ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي

ارشیف
ارشیف

د سیدني په بوندي ساحل کې د ډزو پیښې څو تنه ټپيان کړي دي.

د استرالیا د یهودانو ټولنې اعلان کړی چې په ځایي وخت نن ماښام دا ډزې د دوی په دودیزو مراسمو کې شوې دي.

پولیسو ویلي، لږ تر لږه دوه تنه یې توقیف کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دغه مشهور ساحل څخه ځانونه لرې وساتي.

د سوټ ویلز سیمې پولیسو ویلي چې د ډزو له ځایه ۱۳ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د هغې ویډیو په حواله چې لا تایید شوې نه ده لیکلي چې ډزې د دوو کسانو له خوا شوي دي.

سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی

سوریه کې د امریکا یوه پوځي اډه، ارشیف
سوریه کې د امریکا یوه پوځي اډه، ارشیف

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.

د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.

ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.

شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.

د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي

د پراوېډینس ښار د براون پوهنتون مخې ته د پېښې ځای
د پراوېډینس ښار د براون پوهنتون مخې ته د پېښې ځای

د امریکا د روډ آیلنډ د پراوېډینس ښار په براون پوهنتون کې یوه وسله وال کس پرون مازیګر دوه تنه په ډزو ووژل او نهه تنه نور یې سخت ټپیان کړل.

د پراوېډینس ښاروال برت سمایلي خبریالانو ته دا خبر تایید کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ایزو چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه چې بریدګر نه دی نیول شوی.

چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې وه د برید پرمهال د پوهنتون په ودانۍ کې د څو مضمونونو ازموینه واخیستل شي. دا پوهنتون شاوخوا ۱۱ زره محصلان لري.

امنیتي چارواکو ویلی دي چې مشکوک بریدګر تورې جامې اغوستې وې.

پرونۍ پېښه د امریکا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو تازه نمونه ده. په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره غوښتنې له خنډ سره مخامخ دي.

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د سفر پرمهال د کلکتې په یوه سټوډیوم کې ګډوډي پېښه شوه

د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې
د فوټبال نامتو ستوری لیونیل مسي د کلکتې د سالټ لېک په لوبغالي کې

هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د ننني سفر پرمهال ګډوډي پېښه شوه.

د مسي ګڼو مینه والو د کلکتې ښار د سالټ لېک د لوبغالي څوکۍ ماتې کړې او میدان ته یې وغورځولې. هغوی په غوسه وو، چې ولې یې مسي له نژدې ونه شو لیدلای.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام دا ګټونکي لوبغاړی په لوبغالي کې د تنظیموونکو د یوې لویې کړۍ له خوا بدرګه کېده او یوازې شل دقیقې وروسته ووت.

مسي به په کلکتې، حیدراباد، مومبی او نوې ډیلي کې په کنسرټونو، د ځوانانو د فوټبال اکاډمیو او خیریه غونډو ته ورشي.

ستیف ویتکوف د اوکراین د سولې په اړه له اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره برلین ته روان دی

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف
د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف برلین ته روان دی څو هلته له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو اروپايي مشرانو سره د اوکراین د سولې د پلان په اړه خبرې وکړي.

په واشنګټن کې یوه جګپوړي چارواکي د جرمني خبري آژانس ته تایید کړه چې د نوې اونۍ په پیل کې به ویتکوف برلین ته سفر وکړي خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل چې له دې مشرانو سره به دقیقا کله او په څه ډول ګوري.

په پام کې ده چې د جرمني صدراعظم فریدریک میرڅ د راروانې دوشنبې په ورځ له زیلینسکي او د اروپايي ټولنې د مشرې او د ناټو د عمومي منشي په ګډون له ځینو اروپايي مشرانو سره وګوري.

ټاکل شوې چې د برتانیا صدراعظم او د فرانسې ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ایران د بلوڅانو ډله جیش العدل د حکومت له نورو مخالفانو سره لاس یو کوي

د ایران د بلوچستان سني وسله‌والې ډلې «جیش‌العدل» اعلان کړی چې له څو کوچنیو بلوڅو ډلو سره یوځای شوی او د ایران پر مذهبي حکومت د بریدونو لپاره یې نوی ائتلاف جوړ کړی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، په هغه ویډیويي بیان کې چې د قوس پر ۱۹ نېټه په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، یوه نامعلوم ویاند وویل چې دغه نوی ائتلاف «د ولسي مقاومت جبهه» نومول شوې او هدف یې «د مبارزې د وړتیا زیاتول» او د «ایران د اسلامي جمهوریت د استبداد» پر وړاندې جګړه ده.

جیش‌العدل، چې د ایران او امریکا له لوري «ترهګره ډله» بلل کېږي، ادعا کوي چې د ایران د بلوڅ اقلیت د حقونو لپاره جګړه کوي.

په دغه بیان کې په څرګند ډول د بلوچستان د خپلواکۍ موضوع نه ده یاده شوې. پر ځای یې ویاند د ایرانیانو د پراخ یووالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې جیش‌العدل له خپل پخواني بېلتون‌ غوښتونکي هدف څخه لاس اخیستی او هڅه کوي ځان د ایران د حکومت د ټولو مخالفانو د غورځنګ یوه برخه معرفي کړي. دا بدلون د دې ډلې په اعلان‌شویو هدفونو کې یو مهم تاکتیکي او سیاسي بدلون بلل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG