په افغانستان کې له رامنځته شوېو نویو سیاسي تحولاتو سره په لوړو تحصیلي موسسو کې هم د تدریسي بهیربڼه بدله شوې.
له اوږده ځنډ وروسته د افغانستان په سړو سیمو کې په دولتي پوهنتونونو کې تدریسي بهیر د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شو او په تودو سیمو کې دا بهیر مخکې د دلوې د میاشتې په دیارلسمه پیل شوی و.
د ازادي راډیو د مایکروفون ستاسو په خپرونه کې مو په پوهنتونونو کې د تدریسي بهیر د پیلیدو په اړه بحث وکړ.
یوه برخه یې دلته اوریدلی شئ: