د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

طالبان د کابل امنیه قوماندانۍ ته: د شپې د عملیاتو او پر چا د ډزو اجازه نه لرئ


د طالبانو یو چیک پاینټ
د طالبانو یو چیک پاینټ

وروسته له هغه چې د طالبانو د عملیاتو، تلاشیو او نیونو پرمهال د خلکو د وژنو، شکنجو او ځورونو راپورونه زیات شول، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وزارت د کابل امنیه قوماندانۍ ته په تازه لارښود کې د شپې د عملیاتو او پرخلکو د د ډزو نه کولو امر کړی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د حکومت ویاند خالد ځدران د دغه لارښود په اړه ازادي راډیو ته وویل، دې لارښود کې د تورنو کسانو د نیونو پر مهال د شکنجو، ځورونو او سپکاوي نه کولو هم ویل شوي دي.

ځدراڼ زیاته کړه: "د ګزمې او پېرې پر مهال پر هېڅ چا د فیر کولو اجازه نشته که خدای مه کړه تر برید لاندې راځئ په هغه صورت کې د ځان د دفاع لپاره د ډزو حق لرئ."

د طالبانو یو چیک پاینټ
د طالبانو یو چیک پاینټ

د محکمې له حکم پرته د چا په حقوقي مسایلو کې نه مداخله، او له ټولو مراجعینو سره د شرعي اخلاقو پر بنسټ چلند هم په دې لارښود کې شامل دي.

ښاغلی ځدران وایي، د دې پنځه ماده ییز لارښود په پای کې ټینګار شوی چې سرغړونکي کسان به له خنډ او ځند پرته محکمې ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یوه میاشت کې د طالبانو له لوري په بېلابېلو پېښو کې په ځانګړي ډول په تلاشیو کې د څو بې ګناه او عامو خلکو د وژنو راپورونه زیات شوي دی.

عبدالمجید بشریار د وژل شوې زینب کوژدن دی.

زینب شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند ګولایي سیمه کې د طالبانو د چک پاینټ له لوري په ډزو کې ووژل شوه.

وژل شوې زینب
وژل شوې زینب

عبدالمجید وایي، د خپلې کوژدنې د پېښې عدالت ته د رسېدو لپاره د محکمې حکم ته په تمه دی، دی که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نوې پرېکړې هرکلی کوي، خو وایي دا پرېکړه به ځکه پلي نه کړای شي چې د طالبانو په لیکو کې بېلابېلې ډلې او سرغړونکي کسان زیات دي: "له بده مرغه هغوی د خپلو مشرانو لارښونو ته ژمن نه دي ځکه دوی بېلابېلې ډلې دي."

د تېرې جمعې په ورځ د فضل احمد په نوم یو ډاکټر هم د کابل په کارتې چهار سیمه کې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، که طالبان دا شوي لارښونې پلي کړي، د خلکو ترمنځ ذهني تشویشونه او وېره به یوه اندازه راکمه شي.

مومنه ظریف د کابل ښار یوه اوسېدونکې ده هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې سره د کابل ښار اوسېدونکي کولی شي په ذهني ارامتیا ژوند وکړي او د تلاشیو او چېک پاینټونو نه په ورځ او شپه کې وېره ونه لري."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا لارښود تر اوسه یوازې کابل امنیه قوماندانۍ ته ورکړی، خو د کابل سربېره په دې وروستیو ورځو کې له ځینو ولایتونو هم د دوی د ځواکونو په عملیاتو او تلاشیو کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي چې تازه هغه یې په کندهار کې د شنبه په ورځ په یو چېک پاینټ کې پر رېکشا د طالبانو په ډزو کې د یوې ښځې وژل کېدل دي _ دا ټولې هغه پېښې دي چې طالبانو منلي دي.

XS
SM
MD
LG